سلطان پور لودي

په ۲۰۲۰م د نومبر په ۱۶ نېټه د ختیځ پنجاب په سلطان پور لودي کی یو لرغونی جومات د نمانځه لپاره بیا پرانستل شو چې په ۱۹۴۷م کې د هند د وېش راهیسې بند و. د سلطان پور په نوم نورو سیمو کی هم واړه ښارونه شته چی یو په جالندهر او بل په ډېلي […]

د غور امريکاي باچا

د متحده ايالاتود پينسلوانيا ايالت په ميوزيم کی په پارسي ژبی دوه سوه کاله پخوانې يو سندايښي دي. دالوزنامه يوافغان سردارمحمد رفيع بيگ لاس ليک کړی دی. په سند ليکلي دي چې جوسايا هارلن د سردار” د حکومت بش پړه واک او اختيار پخپل لاس کی لري” جوسايا هارلن وروسته د غورد باچا په نوم […]

ګاګره

د کابل ژمې زمهرير دې. ما د بتخاک له ګاګرو تېره کړه چې ځمه ګاګره (تلفظ لکه خاوره یا واوره) د “ګهګهر” نه راوتلی پښتو ټکی دی چی ریښه يې په سانسکرت کې ده. هغه کمیس چی لمنه يې ګول (ګردی)، په پښتو کی ګګره یا ګاګره او په انګریزي کې “فراک” نومېږي. په لاس […]

مچھ جیل

په ۲۰۰۳م کې د بلوچستان بدنامه جیل “مچ” لیدو ته ورغلم چی د لوی دروازې په تندي د دې د جوړیدو نېټه ۱۹۲۹م لیکلی وه. د قیدیانو کوټې یا د هغوی سره د مرکو اجازه راته نه وه او د پولیسو دفتر او دالان نه وراخوا په یو وړوکي غولي کې څو تنه په کار […]

امیر او فری مېسن

د لندن په مرکز کې د “فریمېسن ګرینډ لاج” د میوزیم په یوه المارۍ کې د قران پاک یوه کاپي پرته ده. د دې په دوېمه پاڼه د افغانستان امیر حبیب الله پخپل لاس لیکلي دي چې د قران په زیارت مشرف شوم. ورسره د فروري ۱۹۰۷ م نیټه ثبت ده. په دغه(دوېمه) نېټه په […]

د هډې بودا

د حضرت عیسا (ع) نه شپږ پېړۍ وړاندې د نېپال په غرنۍ سیمې کې د یو باچا زوی وزیږیدو. د ده نوم شهزاده “سدهارته” و چی ډېر نازولی او د ارام ‌ژوند يې تیراو. خو په ځوانۍ کې ده د محل نه بهر د خلکو بد حالت ولیدو او د ژوند په اړه يې سوچونه […]

قاصدی ګل

په ماشومتوب کی به مو د مالوچو په شان یو نازک غونډاری د ډنډر سره وشوکاو او بیا په یو پوکي به مو باد کړو. په ډنډر کی پاتې خاشې شمیرلې چې یو یا درې به د غم او دوه یا څلور د خوشالۍ نښې وې. دغه غونډاري ته به مونږ”بوډۍ” ویل. د انګریزي “ډینډیلاین” […]

افغان سنو

د ۲۰ پېړۍ په دویمه لسیزه کی د هند بازار کې د ښځو لپاره د مخ یو کریم مشهور شو چې “پټن والا” کمپنۍ له خوا جوړیدو. په هند کی د انګریزانو د راتلو سره د ښځو د سینګار ( میک اپ) توکي د نوابانو او راجه ګانو د میرمنو په فرمایش د یورپ نه […]

دوې خویندې

د ۱۹۳۰م لکهنو ریډیو (آواز) مجله کې د یوې جینۍ زهره ممتاز مضمون چاپ شو. سرلیک يې و چې، “زما ولی نرتکي کیدل خوښ دی؟” په هندي کې “نرتکي” ګډیدونکی یا رقاص ته وایی. دغه پیغله وروسته د زهره سهګل په نوم د رقص، تهیټر او فلمونو کې مشهوره شوه. په ۱۸۵۷م د خپلواکۍ جنګ […]

جمال ګړۍ

د مردان نه دولس کلومیټرشمال کې د لوند خوړ او سودم تر منځ یو ټیټ پراخ غر(د باچا غونډۍ) به د “کافر کوټ” په نوم یادیدو. د دې په لمنه کې یو وړوکی کلی جمال ګړۍ په نوم اوس دا کنډوالې په هم دغه نوم شهرت لري. له زمکې څخه ۱۵۰ میټر لوړ دغه غونډۍ […]