پیوی- بچوی د هند په لویه وچه، ښځو به د سر د اوږدو ویښتو کمڅۍ او د سپڼسو(تار) په پیوي تړله. د هند په لویه وچه، د ښځو ویښته لوی او ددې پریکول ناروا ګڼل کیده. په هندو رواج کې ښځه به کونډه شوه نو د هغې سر به يې وروخریلو. د بدنامه، لیونۍ، معذور او معیوب […]
علي خان د ۱۹۷۱م سپرلی او د پیښور پوهنتون کې به د امتحانونو موسم و. د پوهنتون د لوی ګیټ نه دننه لومړی سټاپ د انجنیرنګ کالج مخ ته و. زه سهار وختي د ښار نه په سرکاري (جي-ټي-ایس) بس نه هلته ښکته شوم. وایس چانسلرعبد العلي خان د جینکو او هلکانو لپاره فټ پاتهه (پیاده لاره) […]
سانخینګ ډویی د دریو ستوروغونډۍ، چین کې د “سي چوان” صوبې درې زره کاله پخوانیو اثارو لپاره شهرت لري. په ۱۹۲۷م کې یو شته من کروند ګر خپلو زمکو کې د یوې کندې نه اوبه ویستلې چې د “جېډ” (یشم) څخه جوړ بې شمیره توکي رابرسیره شول. له هغه راهیسې په دې خاوره کې کله نا کله […]
بیګمۍ وریژې په سوات کې ولس غټې وريژې ډېر په شوق خوري چې بیګمۍ نومېږي. د دې وریژو تخم په لومړي ځل باغ ډېرۍ کې وکرل شو. هلته مېشت بارکزي سردارعبد الرحمن آفندي د کرکرهڼې او د ميوو سره دېره علاقه لرله. په ۱۹۱۰ م کې هغه د جاپان نه د غټ املوک (پرسيمن) تخم راوړې و […]
ستنه په ښار کې زمونږ خپل کور په جوړیدو مور مې خوشاله وه چې د کرای نه به خلاص شو. زه هغه وخت ماشومه وم خو ماښام به مې د مور او پلار په خبرو د ځان پوهیولو کوشش کاو. سرې خښتې، سیمنټ او د اوسپنې سریه ټکي مې هم هغه وخت زده کړل. اخر یوه […]
سرګذشت کابل( ۴) مولانا عبید الله سندهي په ۱۹۱۵م کې افغانستان کې ځان ازاد ګڼلو او د امیر حبیب الله په مشوره د هند دیوبندي مشرانو ته يې پیغامونه واستول چې د جنګ لپاره تیار شي. “بیعت نامې” يې تیارې کړي او خپل پیغامونه به يې په وریښمین رومالونو لیکل چې په لاره د نیول کیدو خطر يې […]
زما ژوند او ژوندون ( ۲۴) یوه ورځ عبد الصمد خان په دوبي ګاټ کی و چې پیرنګي وروبللو او ورته يې وویل چې تا د جیل نه بهر څه کار کاو. ده ورته وویل چې د لیک لوست نه علاوه بل د لاس کار مې نه دی کړی. هغه ورته وویل چې په قید کې لیک لوست نه پکارېږي او […]
د ببو گل طب د نړۍ ډېرو ملکونو ته سفرونه کړي دي او په هندوستان کی مې د ببوگل سره وپيژندل. په داسی ورځ چې سفر به نه و او يا په کتابونو کې مې معلومات لټول، نو د انا د کور دروازه وټکوله. د باران په ورځ هغې سره د خبرود چايو خوند لا زيات کړو. د افغانستان […]
د سوات انځورونه په ۲۰۲۶م کې د سوات رنګین دیوالي انځورونه ( فریسکو) د لرغون پوهانو لپاره حیرانونکی وو. د سوات د ناجی ګرام درې په لمنه کې د ابا صیب چینه د یو زیارت لپاره مشهوره ده چې ځایی خلک ورته په پښو ورځي او د هغه ځای اوبه د تبرک لپاره څښي. دا انځورونه (فریسکو) هم […]
د کابل سرګذشت (۳) په ۱۹۱۵م کې یورپ د لومړۍ نړۍ وال جنګ په اور لمبه شوی و چې د هند مسلمانانو د عثماني خلافت ساتلو لپاره یو تحریک پېل کړو. د دې مخکښ د دیوبند مدرسې عالمان او پخپله شیخ الهند و، چې مولانا عبید الله سندهي ته يې افغانستان ته د تلو وویل. دی د اکتوبر په […]