Category: ژورناليزم

ښه کیسه

د پښتونخوا په کلیو بانډو کی به پخوا یو “کیسه مار” د شپې په حجره کې ولسي منظوم داستانونه ویل. دوی به مجلسيان وو او یو داستان به يې په څو ورځو کې ختموو. یو څو په ۲۰ پېړۍ کې اروپایی مستشرقینو په هڅه ولیکل شول. د پیښور په آرکایوز کې د جمجه باچا کیسه […]

ريښتيا وېنا

يوه باچا د شپې خوب وليدو چې ټول غاښونه يې غورځيدلي دي. سهار يې نجومي راوبللو او خوب يې ورته بيان کړو. نجومي ورته وويېل   ” د باچا سلامت ټول خپلوان به دده په ژوند کې مري” باچا په قهر شو او د نجومي د وژلو امر يې وکړو. بيا يې بل نجومي راوبللو او […]

د امیر حبیب الله خلاف سازش

په ۱۹۰۹م کې د افغانستان د امیر حبیب الله خان په ضد یو سازش وشو. په ۲۳ می ۱۹۰۹م یکشنبه( اتوار) د ورځې له پیښور خپریدونکی د پښتو او اردو اوونیز ” افغان اخبار” د تیرې اوونۍ جاري ” امیر د کابل او سازش” په سرلیک یو راپور خپور شو. وایی ” یوه ورځ هر […]

افغان اخبار

ا د پیښور په آرکایوز(آرشیف) لایبربري کی د ۲۰ پېړۍ له پېل چاپ شوي اخبارونه او د “افغان اخبار پشاور” څو ګڼې مې ولیدی. په می ۱۹۰۹م کې دغه پاڼې ته انګریز حکومت د چاپ اجازه ورکړه ځکه دا څو میاشتې د مخه یو کس عبد الله په پټه خپروله. دا به يې په دره […]

مجسمه

یوه ویډیو مې ولیده چې پکې خلک یوه مجسمه ماتوي. شا ته یو کس په غرنۍ پښتو نارې وهي چې ” راوايې خلو…مات يې کو” په انګریزي متن د ویډیو سره لیکلي وو چې، په دره ادم خیلو کې قهر ژنو خلکو د عجب خان اپریدي مجسمه ړنګه کړه. د هغه پټکی يې په کوتکو […]

د نفرت جرم

یو سړي په فیسبوک، د ګروپ نه عکس په خپلې پاڼې شیئر کړو. له ګروپ، یوې معذورې ښځې، سړي ته په کمنټ کې ولیکل چې دغه عکس لیرې کړه. د دواړو ترمنځ د “نا” او “هو” په ناندریو واوختل. ښځې په یو کمنټ کې سړي ته بد رد ولیکل نو د نورو ملګرو په مداخله […]

د اسلامي میاشتو پښتو نومونه

د اسلامي میاشتو پښتو نومونه لومړۍ- محرم اشوره – د امامانو مياشت. حسنیانو میاشت- علامه حبیبي ورته ” ژړاندو” لیکي. دویم- صفر چوري یا د پیریانو میاشت. سپره هم ورته وایی دریم- ربيع الاول باره فات یا باره وفات. د میلاد میاشت. څلورم- ربيع الثاني لومړۍ خور. پینځم- جمادي الاول دويمه خور. شپږم- جمادي الثاني […]

هوای خبر

یوه شپه ناوخته ملګری راته ټیکسټ وکړو چې زما یو پخوانۍ همکاره وفات شوی وه. دا خبر د هغې د ملګرو په ګروپ کې چا لیکلی وه. پوښتنه مې وکړه چې هغه کس د چا نه خبر شو؟ “معلومه نه ده.” دا د هغه جواب و چې زه پرې شکمنه شوم. شیبه وروسته د فیسبوک […]

د ګوګل ژباړه

څو اوونۍ کېږي چې د فیسبوک د یو ملګري پاڼه مې ولیده. د پلوسۍ ګومبد په اړه زما پښتو مضمون د ګوګل انګریزي ژباړې سره يې خپور کرې خو نوم پرې د بل چا و. زما د فیسبوک پاڼې نه هغه ټول تصویرونه يې په خپل نوم خپاره کړي وو چې د ګومبد لیدو په […]

سرکاري میډیا

په ۱۹۶۵م کې د پیښور په ډېرو کورونو کې یوه ریډیو موجوده وه. هغه وخت د پاکستان حکومتي ریډیو به هره ورځ، سهار–غرمه او د شپې خبرونه خپرول. غرمه به د اردو او انګریزي نه وروسته، پښتوخبرونه هم خپریدل. په ۶ ستمبر سهار په لاهور د هند د حملې خبر واوریدو. پوځي صدر جنرل ایوب […]