Category: ژورناليزم

اسپانوي زکام

په ۲۲ می ۱۹۱۸م د میډرډ یوې ورځپاڼې سرټکي د یو انفلونزا په اړه وو. هر کال د می په دریمه اوونۍ کې د کیتهولک اسپانیې خلک د دودیزه نمانځنو لپاره په کلبونو او خوړنځایونو کې راټولېږي. ناڅاپه په دغه اوونۍ کې د میډرډ په خلکو کې د تبې او د نس ناستي وبا خپره […]

کلیشه

“ژرنده که د پلار ده خو په وار ده…” دا هغه محاوره ده چې پښتانه يې هره ورځ په یو نا یو ځای اوري او یا يې پخپله کاروي. هغه جمله، محاوره یا ټکی چې په ویلو او لیکولو کې زیات تکرار له کبله بې خونده شي، “کلیشه” یا ” کلیشا” نومېږي. دا د فرانسوي […]

کامریډ او همدرد

د ۱۹۱۰ په پای کې یو ځوان په کلکته کې د خپل وکیل ملګري سره د یو اخبار خپرولو تابیا کوي. د ده په جیب کې هغه وخت دوه نیمې روپۍ خو عزم يې لوړ دی. دغه ځوان محمدعلی جوهر په ۱۸۷۸م کې د رامپور یوې پښتنې کورنۍ کې زیږېدلې و. په علیګړه او اکسفورډ […]

سرکاري سفر

د برطانوي ملکه ایلزبت تر ۲۰۱۲م هغې ۱۱۶ ملکونو ته سفر لاړه چې د نړۍ یو مشر هم تر اوسه دومره سرکاري سفرونه نه دی کړې. د یو مملکت یا د حکومت مشر (باچا- ملکه یا صدر او وزیر اعظم نورو ملکونو ته رسمي یا سرکاري سفر د تجارت، ثقافت او کله کله جنګي ملګرتیا […]

مونو ګراف

یو کس راته پیغام راواستاو چې “په تا مونو ګراف لیکم.” زه خپل ځان د دې وړ نه ګڼم چې څوک مې په اړه لیکل وکړي. خو د زدکوونکو په مشکل خبر یم نو ورته مې ای- میل ایډرس ورکړو چې خپلې پوښتنې راواستوه. په بله ورځ ای- میل کې “خپل ژوند لیک، د کتابونو […]

کرکټ او افغانان

په ۱۹۹۲ م کې د کرکټ نړي واله ( ورلډ کپ) لوبه په دې تاریخي وه چې په لومړي ځل لوبغاړو ته د سپین نه علاوه رنګین یونیفارم د اغوستو اجازه ورکړې شوه. په لومړي ځل لوبه د شپې لویو رڼاګانو کې وشوه او په لومړي ځل د “سپین” رنګ غونډوسکي سره لوبه وشوه. په […]

خیالي ټولنه-یوټوپیا

د چاپیریال ساتونکي په دې نظر دی چې یوه ټولنه باید د طبیعت سره متوازن ژوند وکړی. د یویشتمې پېړۍ دریمه لسیزه د شین سیاست یوه برخه ګرځیدلې ده. ځینې په دې نظر دی چې پېسه دې ختمه شي او وګړي باید هغه کار وکړي چې دوی ترې خوند واخلي او دا د نورو خلکو […]

باټ او یندره

زمونږ په کوڅه کې به یو غټ سړی کله نا کله غږ وکړو چې د اوسپنې یو لوی “څرخ” به يې په شا بار کړی و. دا به يې د وړوکې میدان په یو ګوټ کې ودراو. د هر کور نه به ماشومان د لویو وړو چړو، چاقوانو، قینچي او یو چا به تبرګی نیولې […]

غوټۍ خاورې

د ۱۹۹۱ م د مې په میاشت کې کابل ته زما لومړی سفر تاریخي و. په پوهنتون کې مې ډېرو استادانو او نامتو لیکوالانو سره ولیدل. چا د غوټۍ زکر هم وکړو چې یو ماځیګر بیا کابل هوټل (اوس سرینا) ته راپسې راغله. له هغې مې د ځینو نورو ورکو خلکو پته واخیسته خلک میلمه […]

د بغرۍ داستان

په ۲۰۰۴ م په کابل کې ملالې راته د بغرۍ نوم واخيستو. ما داسې وګڼله چې کيدېشي د وړو جينکو لپاره به د بورقې په شان يو شې وي. خو هغې راته وضاحت راکړو چې يوه غټه ګول تيږه وي چې پکې هر هغه څه ټکيدلې شي چې ټکول غواړې. ما دغسې تیږې پخپل ماشومتوب […]