Category: لرغونې نړۍ

آی خانم

د ۲۰۰۵م په اوړي کې د افغانستان شمال کې د ” آی خانم” لرغونی ښار لیدو ته ورغلم. هلته د څو ډبرینو ستنو نه علاوه پکې څه پاتې نه وو او ځای ځای د بلډوزر جوړو کندو د لوټمار حال ویلو. په ۱۸ مارچ ۱۸۳۸م کې د ایسټ اندیا کمپنۍ یو استاځی “جان ووډ” بدخشان […]

ذوالقرنین

په عربي کې ذی القرنین یا ذوالقرنین مانا “هغه چې دوه ښکرونه لري” کېږي. تر ۲۰ پېړۍ مورخینو په اندازه، ذوالقرنین د مقدونیې اسکندر و ځکه هغه د یورپ او ایشیا لویه برخه فتح کړه. خو د اسلامي عالمانو په نظر اسکندر بت پرست او ذوالقرنین مسلمان و. دوی وایی چې په ټولې نړۍ څلورو […]

اناهیتا

د کویت په ملي میوزیم کې د ” اناهیتا” یوه مجسمه نندارې ته ایښې ده. دا په ۳۳۰ م کې ایران کې له برونزو څخه جوړه شوی وه. د زردشتي دین په صحیفو (اويستا) کې د اناهيتا د یوې مجسمې انځور داسې کښلی دی. ” د سرو زرو عبا يا چپنه يې په غاړه ده […]

ګوجر

د زوړ پیښور “پې واله” دکانونو ته به سهار وختي د تازه پیو ډک مسین منګي له ټانګو ښکته کیدل. دغه سوچه پۍ به له شا و خوا کلیو ګوجرانو وړل. دوی په کورونو کې غوا میښې ساتلې او ګوجري ( هندکو) ژبه به يې ویله. په پښتو کې د ګوجر” مانا پۍ خرڅونکي” و. […]

ايسپ

هغه هوښيار کارغه چې د اوبو څښلو لپاره يې په منگي کې کاڼي واچول، هغه موږک چې په جال کې بند زمري مرسته وکړه، هغه سپې چې په اوبو کې يې بل سپي پسې وغپل اود خپلې خلې هډوکې ترې پريوتو: داسې بې شميره د ځناورو کيسې دي چې يو به پکې تاسواوريدلي يا ولوستي […]

منډي ګک

د کندهار څخه ۵۵ کلومیټر لويديځ کی د کشک نخود سیند ۳۵۰۰ کاله پخوا د ارغنداو اوبو سره سيالي کوله چې دا ټوله سیمه پرې سمسوره وه. د دې ځاې اوسیدونکو په کال کې دوه وارې د زمکې نه غنم او جوار راټولول او یوه مخروطي غونډۍ به د هرات او فراه قافلو ته له […]

تاریخونه

د پینځم ق م پېړۍ په نیمایی کې د اناطولیا په ” هیلي کارناسس” جزیره کې یو ماشوم” هېرو ډوټس” نومیدو. د دې ځاې خلکو د يونان پر ضد پاڅون وکړو نو هيروډوټس هم د نورو خلکو په شان “ساموس” نومې جزيرې ته کډه وکړه. په ځوانۍ کې هغه ميسوپوټيميا، فونيشيا او مصر نه علاوه، […]

د ژوب نقاشی

د جولای ۲۰۲۳م په ۲۷ نېټه یو پخواني همکار راته د قطب خان آفاقي د فیسبوک پاڼې پته راکړه. هلته بې شمیره تصویرونه مې ولیدل چې په لویو تیږو نقاشي شوی وه. په ټولې نړۍ کې لرغونو انسانانو په تیږو نقشونه کیندلي او ځینې يې ۶۰ زره کاله پخواني دي. د پاکستان شمالي غرونو په […]

الزقورة

د عراق جنوب کې د ” اوروک – اور” سیمه د “زیګورت” یا الزقوره (جمع زقورات) ودانۍ لپاره شهرت لري. د اهرام په ډول جوړ ۶۰۰۰ کاله پخواني دا آثار د میسوپوټیمیا د تمدن تر ټولو پخوانۍ نښه ده. په ۲۰ پېړۍ کې دلته په خټینو خښتو، میخي خط د نړۍ لومړی لیکلی ژبه وموندل […]

مېخي خط

مېخي خط (کونيفورم) یعني میخ په شان لیکنه په ۳۵۰۰ ق م کې د سومیریا خلکو ایجاد کړو. د دې لومړۍ بیلګې په ۳۱۰۰ ق م کې جنوبي میسوپوټیمیا ( د عراق او شام تر منځ) نه رابرسیره شول. دا په نړۍ کې د ژبې د لیکلو لومړی سیسټم ګڼلې شي. د خټو په وړو […]