Category: لرغونې نړۍ

لس قبیلې

دا مفکوره اوس غلطه ثابته شوی ده چې پښتون قام د بني اسرایل د لسو ورکو قبیلو یوه څانګه ده. د میلاد نه ۱۳۰۰ کاله پخوا یهودانو د حضرت موسا(ع) په مشرۍ له مصر کډه وکړه. د اندازو تر مخه د دوی شمیره پینځو زرو شا و خوا وه او په ۱۲ قبیلو يې وېشلي […]

ګرز

په هندي کې “ګده”، انګریزي کې “مېس- کلب یا بلجن” د فارسي او پښتو ګرز (ګورز) دی. په سمڅو کې اوسیدونکو انسانانو په یو ګول تیږه به سورۍ کړه او د ونې کلک لرګی به يې پکې خښ کړو. دا یو ساده ګرز و چې د ځناورو د ښکار لپاره کاریدو. د انساني ژوند په […]

ګوبیکلی تپه

د ترکي اناطولیا په جنوب ختیځ کې یوولس زره (۱۱۰۰۰) کاله پخواني د تیږې د زمانې آثار تر ټولو پخوانی عبادت ګاه ګڼلی شي. دا ځای “ګوبیکلی تپه” (د ګول خېټې غونډۍ) نومېږي چې له زمکې ۵۰ فټه لوړه ده. هلته لومړنۍ سروی د استنبول او شکاګو پوهنتون لرغون پوهانو په ۱۹۶۰ م کې وکړل. […]

ذابل

په ۱۹۲۰ م کې ایران د سیستان یو ښار ته د “زابول” سرکاري نوم ورکړو. تاریخي ذابل اوس په افغانستان کې دی چې ۲۸ في صده زمکه يې هواره او نور ټول غرونه دي. د سیستان زیاته خاوره د زابل سره وه او فردوسي په شاه نامه کی زابلستان او سيستان په یوه مانا کارول […]

سټن هو

ځینې خلک د انګلستان لرغونی قامونه وحشي او بې کلتوره ګڼي. دوه زره کاله پخوا د روم د حملې یو سبب هم دا و. خو د ۱۹۸۰م په لسیزه کې دا مفکوره غلطه ثابته شوه. برطانیه یوه جزیره او چاپېره ترې سمندر تاو دی. د میلاد نه وړاندې د دې جنوبي برخه کې دوه قامونه […]

سر و تر

د سیستان په دشتو کې د شګوغونډۍ هم سفر کوي. په سختې سیلۍ دا را والوزي او بیا په بل ځای کې راټول شي. دغو طوفانونو قافلې به تري تم کړل او یو ځای ” دشت مرګو” په نوم شهرت وموندلو. د هلمند سیند نه ختیځ لوري ته څو کنالونو (نهرونو) د دې میداني سیمې […]

طبابت او یونان

په اوسني اروپایی طب کې زیات ټکي د یوناني ژبې نه راکډه شوي دي. اینیمیا- په بدن کې د وینې کمی. اینیستهسیا- حساسیت- (د اپریشن نه وړاندې د بې هوشۍ دارو) اینل جیسک- د درد دارو ارتهرایټس- د بندونو درد- بایولوجي- بایو – ژوند کارډیالوجي- کارډیک- زړه اونکولوجي- د سرطان ناروغي اوپتهمولوجي- د سترګو مرض […]

چټل هویک

په اناطولیا په جنوب کې د کاڼي ( نیولیتک) زمانې دغه کلی د میلاد نه ۷۰۰۰ کاله پخوا اباد و. چټلهویک د قونیه جنوب ختیځ کې د دشتو یوه غونډۍ ده چې په لویدیځ او ختیځ کې يې د بازنطیني دوری اباد دوه وړې غونډې هم شته. په ۱۹۵۸م کې یو برطانوي لرغون پوهه جیمز […]

آریه

د “آر” توری هندي ژبو کې زمکه او کروند ګر، تیره څوکه لرونکی اوزار ته وایی. د ګنډلو یو سیخ اوس هم “آر” نومېږي. د نیزی سر، د میخ څوکه، د اوسپنې سر لرونکی شپون لکړه او سسپار له دغه توري بڼه ده. شا و خوا ۵ زره کاله پخوا د نړۍ هغه قامونه چې […]

اوپکیان

د چین په بودایی متنونو کې د پښتونخوا یوه سیمه ” اوپکیان” په نوم یاده شوې ده. په ۶ او ۷ میلادي پېړیو کې د چین بودایان هند او مرکزی ایشیا ته د زیارت او زدکړو لپاره ورتلل. په دوی کې، فاهیان او خوان زانګ (هیون تسانګ) په خپلو لیکلنو کې، د هغه وخت جغرافیای […]