Category: لرغونې نړۍ

تورمان او مهرګله

د دریمې پېړۍ کشان سلطنت نه وروسته مرکزی اېشیا د هن – یفتلي قبایلو حملو په مخه واخیستو. د دوی په اړه تاریخ پوهان په دوو ډلو وېشلي دي. اروپایان وایی چې سپین پوست لرونکي دا جنګیالي د منګولیا (مغلستان) له دشتو، هند ښیرازو سیمو ته لاړل او هلته ۲۰۰ کاله يې حکومت وکړو. هندي […]

ساسانیان

د ایران (پارس) څلورم لوی سلطنت په ۳ میلادي پېړۍ کې واک تر لاسه کړو او ۲۲ باچاهانو يې د ۴۰۰ کالو نه زیاته موده حکومت وکړو. ساسان د اصطخر(شیراز) ذردشتي ملا و چې بازنګی صوبې د امیرلور سره واده کړې و. د ده نمسي اردشیر په ۲۲۴م کې یو بغاوت د لارې پارتيانو نه […]

د باجوړ سمڅې

په ۲۰۰۲ م کې د ناوه ګۍ سره نزدې “ټانګه ناو” کې یو غار د صوبه سرحد د لرغون پوهنې شعبې له خوا وسپردل شو. د پښتونخوا په غرونو کې د انګریز د راتګ سره د پخواني ژوند لټون کیدو. د مردان “کشمیر سمڅه، د ۲۰ پېړۍ په سر کې وپلټل شوه چې د څو […]

هړپه

په ۲۰۰۵ م کی د پاکستان د پنجاب ايالت د کلتور وزارت د ساهيوال په ضلع نه دويشت ميله جنوب لوېديځ کی د يو تفريحي پارک په جوړولو لاس پوری کړ. ددی پلان د لرغون پوهانو لپاره د خواشينۍ وړ و ځکه هلته د يو لرغوني ښار کنډوالې موندل شوې وې. په ۱۹۲۰ م کی […]

سکینه تابوت

د یهودانو د جنترۍ (کلنډر) په لسمه میاشت “نیسان” په ۱۰ نېټه”د هالیه ورځ” نمانځل کېږی. په دغه ورځ بني اسرایل د یو لرګین صندوق سره د اردن سیند نه پورې فلسطین خاورې ته ورسیدل چې حضرت موسا علی السلام ورته د دغه وطن بشارت ورکړې و. د لرګي هغه صندوق، ” د سکینه تابوت” […]

د نوح کشتۍ

د ۲۱ پېړۍ په سر کې ځینو پلټونکو د ترکی ’ارارات” غر د پاسه په تیږه کې د یوې لوی کشتۍ نښه وموندله. د یورپ کلیسا ځینو پادریانو وویل چې ممکن دا د نوح علیه السلام د کشتۍ نښې وي. د نوح علیہ السلام پیغمبر یو لقب “آدم ثانی” دی ځکه د ده په وخت […]

سنګاو

د مردان نه ۴۰ کلومیټر جنوب ته د میاخان سنګاو (سنګهاو) کلي سره څو پخواني غارونه د انسانانو د استوګنې ځایونه وو. ځایی خلک ورته د “پرښو دره” وایی. په ۱۹۶۲ م کې د پاکستان نامتو لرغون پوهه احمد حسن داني په دغو سمڅو پلټنې وکړې. د زمکې نه ۶۰۰ میټر لوړ دا غارونه ۳۰ […]

د بابل باچا

د عراق او سوریا ترمنځ دوه نیم زره کاله پخوانۍ کنډوالې، چې شا و خوا ۲۰۰۰ ایکړ زمکه کې خپاره دي، د بخت نصر له خوا آباد شوي د یو متمدن ملک حال وایی. د فرات سیند د پاسه لومړې پل، په بابل کې لومړی میوزیم، لومړی کتابتون او آرکایوز د بخت نصر د کارونو […]

دلبرجین

د بلخ ولسوالۍ نه ۴۰ کلومیټر شمال لوېدیځ کې د یو پخواني ښار کنډوالې لږو خلکو لیدلي دي. په ۱۹۶۹ م کې روسي او افغان لرغون پوهانو د آقچې سیند نه ۲۰ کلومیټر شمال ختیځ په جوزجان ولایت کې هغه سیمه وسپړدله چې ” دلبرجین” نومیده او تر ۱۹۷۷ م دلته د دوو زرو کالو […]

شیرخان ترکې

په ۱۹۸۵ م کې د لرغون پوهنې د ادارې یوې ډلې په بنو کې د یو پخواني کلی دېوالونه رابرسیره کړل. بنو د اباسين سیلابي ميدانونو په لوېديځ او وزيرستان په ختيځ کې د شنو مېدانونو سیمه ده. چیناي راهب خوان ذانګ په ۷ میلادي پېړۍ بنو د “فولانه” په نوم یاد کړې دی. دلته […]