Category: لرغونې نړۍ

کنګلي زمانې

د خپلې سيمې په غرونو او دشتو کې کله هوارکاڼي مو په سترګو شوي دي؟ يو نيم پکي ډېر ښکلي رنګونه لرې چې ښایی زرګونه يا ممکن ميلينونو کاله د اوبو لاندې پراته وي. د اور(اتش فشان) غرونو له کبله زمونږ زمکه کله د اوبو لاندې شوې او کله د لاندې زمکه بهر ويشتل شوې […]

سایرس یا کوروش

شاو خوا دوه نیم زره کاله پخوا د اوسني شیراز ښار نه بهر یوه وړه سیمه فارس نومېده. د دې سیمې باچا کمبوج په ۶ ق م پېړۍ کی د میډز(شمال لوېدیځ) یوناني نژاد واکمن “ایختوویگو” ته باج ورکوو. د میډزشاه خپله لورکمبوج ته ورواده کړه او زوی يې کوروش ونومول شو. یوه شپه ایختوویګو […]

ګيلګامش

دا لرغونې داستان په ميخي خط، خټينو تختو ۲۱۰۰ ق م راهيسې د ميسوپوټيميا کنډوالو کې ورک و. ګيلګامش د “اورک” باچا، د انسان اواسطورو دواړه خصلتونه لري. هغه پخپل ولس ظلم کوي، ځوانان د ودانيو لپاره په بيګاراچوي او هره ناوې د واده په شپه د ده د هوس قرباني شي. ولس خپلو خدايانو […]

سينوحی

په نولسمې ميلادي پېړۍ کې د مصر په کنډوالو کې د نورو لرغونوتوکو سره يوه منظوم کيسه هم وموندل شوه چې ۴۰۰۰ کاله پخوا يو طبيب سينوحې ليکلې وه. په ډبرې او نورو کې پپايرس (کاغذ) په انځوريز خط کښلې دا د سينوحې خپل يادښتونه وو چې تر پېړيو په مصر کې د ډرامې په […]

د اس قرباني

د اريایي عقيدې له مخې پر زمکه يو لوی طوفان راغلو او د شاربلو سمندرونو له تل نه يو سپين اسوا (اس) راوتلو چې دوه وزرې يې لرلې. د ديوانو باچا “اندرا” دا اس جنت ته يوړو، وزرې يې ترې پرېکړې چې پر زمکه پاتې شي او دا يې انسانانو ته ډالۍ کړه. په سانسکرت […]

کافر کوټ

له ډېره اسمعيل خان ۵۵ کلوميټر شمال کې د اباسين پرغاړه د خيسورې غرونه دي. دلته دوه غونډۍ د پخوانیو ودانيو کنډوالې په کافر کوټ مشهور دي. د ځایي خلکو وېنا ده چې دوو هندو راجه ګانو چې “ټل” او “بل” (ټيل او بيل) نومېده، دا کلاګانې جوړې کړې وې. يوه کلا د “بيلوټ” نومې […]

د اوسپنې دوره

د زمکې په کره د انسان ژوند په دريو پړاوونو کې پرمختګ کړی دی. د تيږې(ډبرې) او د برونزو د دورې نه وروستو کله چې اوسپنه يې وموندله نو هر څه واوختل. اوسپنه د نړۍ په هر ګوټ کې په مختلفو وختونو وموندل شوه نوځکه څوک د دې لومړۍ دوره نشي ټاکلې. پنځه زره کاله […]

د پښتنو سيمې او يفتليان

هغه غرونه چې پېښور د بونېر نه جلا کوي، د لومړيو انسانانو د ژوند نښې لري. د مردان نه ۵۰ کلوميټر شمال ختيځ کې د “کشمير سمڅه” يو له هغو ځايونو نه دی چې پکې د اسلام نه د وړاند ې باچاهانونښې وموندل شوې. په نولسمې ميلادي پېړۍ کې د بريطانوي هند يو څېړونکې اليګزانډرکننګهم […]

د لورالايي باچاهان

د شلمې ميلادي پېړۍ په وروستيو کې لورالایي نه بې شمېره سکې او د خاورو کودړې وموندل شوې. په ۲۰۰۶ م کې نقريي (سپينو) د برهمني سکو په اړه لومړی رپورټ خپور شو. دا باچاهان پارت (پاراته يا پراتا) راجا ګان نومېدل چې په دويم او دريم ميلادي پېړيو کې لورالایي کې يې د سلطنت […]

دانسان ارتقاء

په عامه ژبه کې مونږ انسان هغه چا ته وايو چې په دوو پښو ګرځيدی او خبرې کولی شي. خو د لرغونو زمانو نه پاتې انساني هډوکو مطالعه ښايي چې پر زمکې، زمونږ نه علاوه نورو انسانانو هم ژوند کړی دی. تر اوسه د پنځو قسمو انسانانو په اړه د دوی د هډوکو نه معلومات […]