Category: کتابونه

د ماښام ستوری- میرمنجان

د بمبۍ نه ۲۰۰ کلومیټر ختیځ کې د “ساتارا” تاریخي ښار دی. دلته د انګریزانو په هدیره کې د یوې پښتنې میرمن جان قبر هم دی چې په ۱۲ جون ۱۹۱۷ م کې دلته خاورو ته وسپارل شوه. دا د ۸۵ کالو وه. د میرمنجان لومړی واده د برطانوي پوځ یو افسر ” ټامس ماهن” […]

سواستو ناول

دا ناول په ۲۰۱۲ م کې مومند خپرندویه ټولنې له خوا چاپ او خپور شو. د پښتونخوا ځنګلونه تل د ګواښ سره مخ وي او په دې اړه یوه کیسه مې لیکله چې ډېره اوږده شوه. د سوات خونړیو پیښو او بیا د ۲۰۱۰ م سیلابونو د دې سیمې چاپیریال ته سخت تاوان رسولی دی. […]

نیمګری انځور

د لنډو کیسو دغه لومری غونډ مې په ۱۹۹۹ م کې دانش کتاب خپرنځي له خوا چاپ شو. د پښتۍ انځو ورته ښاغلي ویس الدین غیاثي جوړ کړی و. د دې کتاب ځینې کیسې د ۱۹۸۴ م په وروستیو کې مې په یوې کاپۍ کې لیکلې چې وروسته رانه په کتابونو کې ورک شو. یو […]

اپریدی عجب خان

د عجب خان په ژوند د کتابونو او څېړنو نه علاوه څو فلمونه هم جوړ شوي دي. د حقایقو ځای افسانو اخیستې دی او اصل خبره پکې ورکه شوه. دا کتاب د څو کلونو د څېړنو او معلوماتو غونډ دی. په ۱۹۹۱ م کې په کابل کې د عجب خان د یو زوی، ” نیک […]

د ډيوې په غېږکې

د لنډو کیسو دا ټولګه په ۲۰۰۳ م کې کوټه کې چاپ شوه خو د دې ځینې کیسې پخوانۍ دي. د ۱۹۸۶ م راهیسې یوې کاپۍ کې مې کله نا کله یوه کیسه ولیکله. دا کاپۍ رانه په کتابونو او نورو کاغذونو کې ورکه شوه. بیا مې وموندله او مسوده راته یو همکار ټایپ کړه. […]

د ټونک پښتانه

راجستان ته پښتانه سفر کوي نو یواځې د خواجه معین الدین چشتي ذیارت ته ورځي. لږ کسان د ټونک ریاست نه خبر دي چې د نولسمې میلادي پېړۍ په سر کې پښتنو اباد کړو. ټونک د خپل کتابتون لپاره شهرت لري چې نایابه خطي نسخې پکې ایښي دي. په دې وروستیو کې د نواب امیر […]

ژورناليزم- کتاب

په ۲۰۱۰ م کې کله چې له بي بي سي اوزګاره شوم نو د خبريال ويبپاڼې لپاره د “خبر” او “راپور” په اړه ساده ټکو کې معلومات وليکل. ما دا سوچ کوو چې اوس ډېر پښتانه د ميډيا سره کار کوي او په هر څه به خبر وي. خو په ورځپاڼو، ريډيوګانو او ټېلويژن مې […]

د نړۍ ولسي کيسې

“د نړۍ ولسي کيسې” په ۱۹۹۱ م کې د بي بي سي پښتو خپرونو لپاره د بيلا بيلو سرچينو نه راټولې شوې. صفيه حليم وليکلې او په خپل غږ کې به يې هره اوونۍ خپرولې. په ۲۰۰۵ م کې له هغو کيسو ۲۳ غوره او د دانش خپرونو په تخنيکي مرستې، ميوند کلتوري ټولنې له […]

د سند باد اووه سفرونه

په پښتو کې زما لومړی کتاب د ماشومانو لپاره و. د الف ليلی د داستانونو نه يوه لړۍ د سندباد سفرونه دي. هغه وخت ( ۱۹۹۳م) چې لا پښتو په لاس ليکل کيده، د بي بي سي په کار کوونکو کې يواځې غلام محمد زرملوال پښتو ټايپ رايټر کارولې شو. هغه يو وړوکې ايپل کمپيوتړ […]

د تورو اوبو شيرعلي

يو لنډ مضمون مې شروع کړو خو څومره چې مې پلټنې کولې، نور معلومات هم رابرسيره کيدل. د ويبپاڼو نه ځينې مقالې مې ولوستلې نو د شيرعلي داستان پوره شوه. د نولسمې پېړۍ يو عام اپريدی چې حالاتو تورو اوبو ته ورسولو. د آنلاين کتابونو په لړ کې دا د شا مامود د کمپوز يوه […]