Category: جنګونه او مبارزې

د افغانستان جهاد

په ۱۹۸۰مه لسیزه کې د روس له ملاتړه برخمن د افغانستان حکومت او د دوی مخالفانو ترمنځ پېل شوې جګړه شا وخوا ۲۰ کاله روانه وه. په ۱۹۶۰مه لسیزه کې د ټولې نړۍ ځوانانو د ټولنیز انصاف او د خپلو حکومتونو خلاف غونډې او مظاهرې کولې. افغانستان کې هم دغسې ځوانانو د شاهي نظام په […]

پت پالونکي

د پاکستان د هزارې په غرونو کې د شهیدانو لوی هدیرې د ۱۹ پېړۍ د کندهاریانو قبرونه هم لري. لعل محمد او دین محمد په هغه ډله کې شامل وو چې په ۱۸۲۶م کې د سید احمد بریلوي سره مله وو. د هندوستان د مجاهدینو مشر سید احمد پښتونخوا ته د سیکانو خلاف جهاد لپاره […]

د اباسین جنګ

دا جنګ د نومبر په ۲۴ نېټه ۱۲۲۱م د چنګیز خان او د ۳۲ کلن خوارزم شاه جلال الدین د لښکر تر منځ وشو. د اوسني ترکمانستان او ازبکستان تر منځ ښیرازه زمکه په ۱۳ میلادي پېړۍ کې خوارزم نومیده. د دې یو خوا “آمو” او بل خوا ” سیر دریا او آرال سمندرګی و. […]

د جلال آباد جګړه

له مارچ ۱۹۸۹م ( ۱۳۶۷ه) د افغان حکومت او مجاهدینو ترمنځ د ننګرهار یا جلال آباد لوی جنګ څلور میاشتې روان و. کله چې شوروي اتحاد ( سوویټ یونین) په ۱۹۷۹ م دسمبر کې خپل پوځ افغانستان ته واستاوه نو د کابل حکومت ته يې ۳ بیلینه ډالر مرسته ورکوله. په لکونو خلکو پاکستان او […]

لومړی افغان جنګ

دا جنګ په ۱۸۴۴م کې پای ته ورسیدو چې شا و خوا درې کاله روان و او انګریز پوځ ته يې لوی ځاني او مالي تاوان واړاو. په ۱۹ پېړۍ کې برطانوي واکداران د روس نه په ویره وو چې د افغانستان له لارې هند ته ورننوځي. د سدوزو شاه شجاع د کابل د تخت […]

د نورستان جنګونه

د ۱۸۹۶م په پېل کې د امیر عبد الرحمن د باچاهۍ وروستی جنګ د کافرستان په درو کې پای ته ورسیدو. د هندو کش په غرونو کې پخواني آریایی قامونو تر ۱۹ پېړۍ هم خپل دین” کلاسه”، ژبه او دود دستور ساتلي وو. لوی سبب يې د دوی لږ شمیر او له لویو ښارونو لیرې […]

د پانی پت دویم جنګ

دا جنګ په ۱۵۵۶م د نومبر په ۵ نېټه سوريانو او مغلو ترمنځ وشو. په ۱۵۴۰ م کې د بابر زوی همایون له شیرشاه سوري، ماتې وروسته هند څخه پارس ( ایران) ته ووتلو. د شیرشاه د واک موده ۷ کاله وه او دی د کالنجر کلا د محاصرې په وخت بارود په چودنه زخمي […]

غدر

په هندوستان کې د ۱۸۵۷م پاڅون په تاریخ کې د میوټني، غدر او د خپلواکۍ جنګ په نومونو یادېږي. د برطانیې ایسټ انډیا کمپنۍ، تر۱۹ پېړۍ، د هند سمندرې ساحلونو خپل پوځ ځای په ځای کړی و. په ۱۸۰۳م کې دوی مرهټو ته د ماتې ورکولو څخه وروسته ډېلي نیولې وه. پر تخت ناست سپین […]

د لنډي کوتل جنګ

دا جنګ په ۱۶۷۱ م ( ۱۰۸۲ ه) کې د مغلو خلاف د پښتنو لوی پاڅون او د ” لنډی خانې، تاترې، خیبر جنګ” په نومونو هم شهرت لري. له ۱۶ پېړۍ، کابل او پیښور د یوې صوبې په توګه اداره کیدل او صوبه دار به په اوري کې کابل او د ژمي پیښور کې […]

سره ګړۍ

“سره ګړۍ” چې سیک او انګریز ورته په غلطۍ” ساراګري” وایی، اوس د ډرامو او فلمونو څخه په یوه افسانوي تاریخ بدل شوی دی. اصل پېښه په ۱۸۹۷م کې وشوه چې د سامانه په غرونو کې برطانويانو خپلې پوځي چاوڼۍ جوړې کړې. ښکاره ده چې پښتنو په خپله خاوره د دغو یرغلګرو وجود نه منلو […]