د منګلو پاڅون د ۱۹۲۴ م په پکتیا کې د امان الله خان خلاف دا پاڅون تر دوو کالو روان و. دا لومړی جګړه وه چې راپورونه يې د کابل، جلال اباد او پیښور په پاڼو کې خپریدل. په لیکنو کې دوی به “ملا لنګ و رفیق دلنګ” او ” ازملا لنګ تا ملا کور”جملې هم کارولې. د […]
وریښمین لیکونه د ۲۰ پېړۍ له پېل، د هند روڼ اندو د انګریز نه خپلواکۍ لپاره یو پوځي کیمپېن ته لاره هواروله. په ۱۹۱۶م کې د بغاوت هغه وخت افشاء شو چې په وریښمن ټوکر لیکنې د انګریز لاس ته ورغلل. د هندوستان په دیوبند مدرسه کې شیخ الهند مولانا محمود الحسنؒ د”ثمرۃ التربیہ” سیاسي ډله وروسته […]
د شیخ تپور جنګ د دې جنګ ذکر په لومړي ځل ۱۶۰۶م کې حسین خان بن صابر په “اسرارالفاغنه” کې کوي. ” د حضرت شیخ قدم غوریه خیل ۳ مشرترونه او د غوریه خیلو زیات خلک په دغه جنګ کې شهیدان شول.” د تپور (پتور) د جګړې کال ښایی ۱۵۵۰م ( ۱۳ جمادی الاول ۹۵۷ه اوړی وي. له جنګ […]
د شپږو ورځو جنګ دا جنګ ۱۹۶۷م د جون په پېل کې د اسرایل مصر، شام او اردن ځواکونو تر منځ وشو. په ۱۹۴۸م کې د برطانیې په ملاتړ، د فلسطین خاوره “اسرایل” اعلان شوه نو د مصر او شام پوځ جنګ ته بډې ووهلې. اردن یواځینې ملک و چې په دغه جنګ کې يې پوځ بریالی و. خو […]
بخت منیر د ۱۹۶۰م په لسیزه کې د پیښور ریډیو نه به د کشور سلطان په غږ یوه بدله ډېره غږیده چې بیا هغه ماښام دی چې بخت منیر د جرمني ټکان راځینه بیا ماښام به راشي اوس بخت منیر په ګل بیلې کوي سېلونه. ” بدله” په پښتو کې اوږد نظم او پکې یوه ولسي کیسه […]
رامداد خان په پښتو لنډیو کې رامداد خان د ژوند او مرګ یو څرک لیدل کېږي. خو لږ خلک د ده په اړه معلومات لري. وار د رامداد د پګړۍ تیر شو نور مومندان دې پګړۍ نه په سروینه رامداد خان مہمند د درګۍ (مالاکنډ) په کوپر کې د “هری چند” کلي اوسیدونکی و. د پلار نوم […]
احرار د هند د مسلمانانو یو د ۱۹۲۰م په لسیزه کې د خلافت تحریک له ناکامه کیدو وروسته ” مجلس احراراسلام هند” په نوم جوړ شو. په ۱۹۲۱م مارچ کې سید عطاء الله شاه بخاري په کلکتې کې مسلمانانو د بیدارۍ لپاره یو پرجوش تقریر وکړو او انګریز حکومت ونیولو. هغوی له ده دومره په ویره […]
د تنګي شهید په ۱۹۲۰م د جون په پای کې د سندهه “لاړکانه” نه يو وړوکې خصوصي ټرين پیښور ته روان شو. په دې کې د خلافت تحریک مخکښان د خپلو کورنیو سره ناست وو. د هند ځینو علماو، د ترک عثماني خلافت په پلوي، د انګریز په ضد ” خلافت تحریک” پېل کړې و. شیخ الهند مولانا […]
د چترال جنګ له پېښور ۲۵۰ کلومیټر جنوب د هندو کش په غرونو کې چترال د سمندر له سطح ۱۵۰۰ میټر لوړ او سرحد يې افغانستان شمال او ترکستان سره لګي. برطانوي حکومت په هند د روسانو د حملې خطر احساساو او ګلګت کې يې چاوڼۍ جوړه کړې وه خو چترال ته يې هم نیت بد و. د […]
بورجنګونه په جنوبي افریقه کې له ۱۸۸۰ تر ۱۹۰۲ م د یورپي ابادکارو پخپل منځ شخړې “بور جنګونه بللې شي. اروپایان له ۱۴۸۸م د ملایا جزیرو ته تلو لپاره، د جنوبي د افریقه ساحلونو نه تیریدل. په ۱۴۹۷ م کې د پرتګال “واسکوډی ګاما” د بيړیو یوه جوپه د “کیپ” په ساحل تم شوه. بیا دوی […]