Category: جنګونه او مبارزې

اسلامي جهادغورځنګ

په عربي کې “حركة الجهاد الإسلامي في فلسطين” شا و خوا ۴۰ کاله وشول چې القدس د اسرایل نه بیرته اخیستو لپاره وسله وال مبارزه کوي. د مصر اخوان المسلمون چې یو شعار يې د فلسطین خاوره له اسرایل بیرته اخیستل وو. خو دوی په خپل هدف کې پاتې راغلل نو غړي يې مایوسه شول. […]

د ویتنام جنګ

د ویتنام یا ” امریکایی جنګ” د ۱۹۵۹م نه تر ۱۹۷۵ م روان و. په دې کې یو خوا د شمالی ویتنام جنګیالي وو چې ملاتړ يې چین او روس کوو او بلې خوا جنوبي ویتنام پوځ و چې امریکه ورسره ولاړه وه. دغه جنګ کې شا و خوا ۳ میلینه انسانان ووژل شو. له […]

د ډوما جنګ

د ۱۷ پېړۍ په نیمایی کې دغه جنګ د هزاری تور غر کي وشو او په نتیجه کې یوسفزو دلته نورې زمکې ونیولې. د چترال او ګلګت له غرونو تر اباسین په درو کې لرغونی آریایی قامونه مېشت دي. په سوات، کونړ، نورستان، کافرستان، چترال، ګلګت، اګرور او تالاش کې اوسېدونکي وګړي په نسلی توګه […]

د پاني پت لومړی جنګ

دا جنګ په ۲۱ اپریل ۱۵۲۶م کې د مغل باچا بابر او د هند سلطان ابراهیم لودي ترمنځ وشو. د هندوستان نیول د بابر لوی ارمان او د دې لپاره هغه له ۱۵۰۵ راهیسی پلانونه جوړول. هلته د پښتنو لومړی حکومت د ابراهیم لودي نیکه بهلول خپلو تکړه سردارانو په مټ جوړ کړو. په دوی […]

خوارزم او چنګیز

په تاریخ کې د “کله مینار” ټکی د چنګیز ویجاړونکي ځواک سره تړلی دی. په ۱۲۰۰م کې د مرکزي ایشیا ترک قبیلې خپل منځ جنګونو کې محمد علاوالدین د اوسنی تاجکستان، ازبکستان، ترکمانستان، قرغزستان او داغستان سیمه ونیوله چې خوارزم نومیده. د دې لوړو غرونو نه وراخوا منګولیا (مغلستان) یوه لویه دشته کې د کوچیانو […]

د مومندو جنګونه

د ۱۸۵۱ م نه وروسته د سپین غر دواړو غاړو مومندو او انګریز پوځ تر منځ ۸۳ لوی واړه جنګونه وشول. د مومندو لوی ټبر له کندهار او کندوز تر پیښور خپور دی. د باجوړ، کونړ او ننګرهار د غرونو پورې راپورې د دې قام یو بل سره خپلوي ده. د پېښور نه ۳۵ کلوميټر […]

د کشمیر غزا-۱۹۴۷م

په ۲۹ اکتوبر ۱۹۴۷ م نيمه شپه پښتانه قبايل د کشمير درو ته ورننوتل. دوی په پنځو ورځو کې ۱۱۵ ميله مزل وهلی و او سرينګر ورته ۴ ميله وړاندې پروت و. د ۱۴ زرو پښتنو نه ۳۰۰۰ ژوندي پاتې شول. نور ۱۱ زره په کشميرکې ووژل شول. د پاکستان سرکاري بيان دا و چې […]

د هاتیخیلو پیښه

د ۱۹۳۱ م په سپرلي کې انګریزانو د خدایی خدمت ګار په جلسو د بندیز لپاره ځای ځای مارشل لا لګولې وه. په ۱۶ اګست دوی باچا خان او د کانګرس نور مشران ونیول نو پښتنو د احتجاج لپاره نورو ځایونو کې غونډې پېل کړې. د باچا خان یو ملګری په پټه د بنو سپین […]

د نادر شاه افشار حمله

د ۲۱ مارچ ۱۷۳۹ م په ډېلي کې د پارس (ایران) باچا نادر شاه افشار د لوی اختر په موقع د ۳۰ زرو نه زیات انسانان حلال کړل. نادرخان د ترکمن افشار قبیلې غړی و چې د پارس صفوي باچا ورته د ازبکو د مخ نیوي لپاره په مشهد کې زمکې ورکړې وې. په ۱۷۱۹ […]

د اکوړي جنګ

دا جنګ په ۲۱ دسمبر ۱۸۲۶ م ( ۲۰ جمادی الثاني ۱۲۴۲ ه ) د اباسین پر غاړه اکوړي کې د هندي مجاهدینو او پښتنو د ګډ لښکر او سیکانو ترمنځ وشو. د ۱۹ میلادي پېړۍ له پېل، ټول پنجاب د سیکانو په لاس کې او رنجیت سنګ د دې خپلواک باچا شو. د امیر […]