Category: جنګونه او مبارزې

د کعبې جنګونه

په خانه کعبه لومړې جنګ په نومبر ۶۸۳ م کی مسلمانانو ترخپل منځ وشو. په ۶۸۰ م اکتوبرد کربلا له پيښې وروسته په دمشق کې د امیه دوېم خلیفه یزید د واک اعلان وشو. د دې فیصلې خلاف د مدینې خلکو د احتجاج په توګه د امیه ټبر ۱۰۰۰کسان له ښاره وشړل. امیه د بدل […]

شهید ګنج جومات

د لاهورختیځ کې یومیدان پخوا راهیسې د اسونو منډۍ او څنګ کې يې بازار و. په ۱۷۲۲ م کې دلته د لاهورکوتوال عبد الله خان د سو جومات جوړولو تابیا وکړه. یو مهندس فلک بیګ خان د دریو ګومبدو او ۵ محرابونو جومات سره یوه مدرسه، د میوې باغ او کوهی هم جوړ کړل چې […]

درېم افغان جنګ

د ۱۹۱۹ م په اوړي کې دا جنګ افغانستان له خوا پېل شو او درې مياشتې روان و. کله چې ۲۷ کلن امان الله خان د کابل پر تخت کيناستو نو خپل تره نصر الله يې زندان کې واچوو. په دې خبره پوځي افسرانو کې ناارامي وه او هغوی ته قناعت ورکولو لپاره يې معاش […]

د خلافت تحريک

د ۱۹۱۹ م نه تر ۱۹۲۲ م د هند ولس د برطانيې په ضد يو پاڅون وکړو چې تحريک خلافت نومېږي. د نولسمې ميلادي پېړۍ په وروستيو کې د عربانو خاوره نيولو لپاره د يورپي ملکونو تر منځ سيالۍ زور وموندلو. ترکي د ۵۰۰ کالو راهيسې د اسلامي خلافت مرکز و چې ټوله عربي نړۍ […]

د نوښار جنګ

په ۱۴ مارچ ۱۸۲۳ م کې د سيکانو او پښتنو ترمنځ دا جنګ “د پير سباک جنګ” په نوم هم مشهور دی. پيښور د بارکزو په لاس کې او له ۱۸۱۸ م راهيسې سيکانو ته باج ورکوو چې د اټک کلا يې هم ترينه نيولې وه. د پيښورحاکم عطا محمد بارکزی و چې “درې زره […]

د کړاکړ او ملندرۍ جنګ

الله دې خير ما ته راپيښ کړي سبا به جنګ د ملندرۍ په کنډاو وينه په ۱۶ فبرورۍ ۱۵۸۶ م کې د اکبر باچا ۸۰۰۰ پوځ د بونير په ملندرۍ دره کې داسې مات شو چې مغلو بيا چرې د يوسفزو خاورې ته لښکر وانه استوه. د شيخ ملي د وېش تر مخې نوښار نه […]

د ميوند جنګ

د نولسمې ميلادي پېړۍ وروستيو کې د برطانيې او افغانستان تر منځ د ۱۹ جګړو لړۍ د دویم افغان جنګ په نوم يادېږي. په دې کې يوه لويه جګړه په ۱۸۸۰ م کې د ميوند جنګ و. په ۱۸۷۹ م په کابل کې د برطانيې سفارت عمله ووژل شوه نو انګريزانو په کندهاراو جلال اباد […]

بابړه

په ۱۹۴۸ م کې د هند له ويش وروسته د پاکستان مشر (ګورنرجنرل) محمد علي جناح لومړۍ سياسي فيصله په صوبه سرحد کې د پښتنو منتخب حکومت فسخ کول وو. د دې مشر وزير ډاکټرخان صاحب ( د باچا خان ورور) يې برطرف او په ځای يې د مسلم ليګ ګوند سردار عبد القيوم خان […]

د کشمير غزا

په ۲۹ اکتوبر ۱۹۴۷ م نيمه شپه پښتانه قبايل د کشمير درو ته ورننوتل. دوی په پنځو ورځو کې ۱۱۵ ميله مزل وهلی و او سرينګر ورته ۴ ميله وړاندې پروت و. د ۱۴ زرو پښتنو نه ۳۰۰۰ ژوندي پاتې شول. نور ۱۱ زره په کشميرکې ووژل شول. د پاکستان سرکاري بيان دا و چې […]

دويم افغان جنګ

د برطانوي هند او افغانستان ترمنځ د دريو کالو دا شخړه په دوو پړاونو کې تر سره شوه. لومړۍ د نومبر ۱۸۷۸ م نه تر مې ۱۸۷۹ م او بيا د څو مياشتو د ارامي نه وروستو د ستمبر ۱۸۷۹ م نه تر ستمبر ۱۸۸۰ م روانه وه. په دې کې ۱۹ لوی او واړه […]