Category: چاپېريال او روغتيا

چیړ

د پلوسې له ونې راټول شوی وچ شوی سلیخ (چیړ) د شاتو رنګ لري او په حکیمي نسخو کې پکارېږي. په نړۍ کې د ډېرو ونو په تنه سلیخ لرونکی اوبه راټولېږي چې وروسته بیا کلک شي او ځینې يې د انسان لپاره ګته ور وي. د هر یو خپل بوی او ځانګړتیا وي چې […]

پیغمبری ګل

د پیغمبر ګل کاسني (اودي) رنګ او پاڼې په منځ کې زیړ یا سپین خال لري. په لاطیني کې دا د ” وایولا” کورنۍ ګل دی چې شا و خوا ۶۰۰ مختلفو رنګونو کې پیدا کېږي. خلک يې د “پېنزي” په نوم هم پېژني. د “وایوله” بوټې د زړی نه وده کوي او په یوه […]

غز

په لرغونې انجیل کې د حضرت ابراهیم (ع) په لاس د نجف په دشته کې د یو کوهي “بیرشیبه” پرغاړه د غز د ونې کرلو زکر دی. بل ځای وایی چې بي بي هاجره ماشوم حضرت اسمعیل(ع) د غز د بوټي سیوري کې پریښودو او پخپله د اوبو په لټون شوه. له دغو دواړو کیسو […]

مشکي

مشکي (ماشکي) په هند کې “بهشتي” په لقب یادیدو ځکه تږي ته اوبه ورکونکی جنتي ګڼلی شي. څوک خبر نه دي چې په ګرمو ملکونو کې انسان کله د اوبو وړلو لپاره، د څاروو پوټکی (مشک) وکاراو. د اوبو مشک د غوا یا میښې پوره (روغ) څرمنه چې خلاصه خوا يې په تار ګنډلې وه. […]

شموخه

د وریژو- غنم- اوربشو او جوارو نه وروسته شموخه پینځم ځای کې هغه بوتی دی چې د نړۍ انسانانو خپل خوراک لپاره پر زمکه وکرله. د پښتونخوا کروند ګر ورته “نری جوار” وایی او د شین بوټي نه علاوه د دې دانه له پخیدو وروسته څاروو ته په ونډه کې ورګډوي. شموخه په هندي کې، […]

مماڼې

اوسنو ځوانانو ته چې د “مماڼو” نوم واخلې نو حیرانه پاتې شي. دوی د رانجو د رنګ هغه توره وړه میوه نه پېژني چې په اوړي کې به له سوات راوړل کیده. ځینې يې د “ګور ګورو” سره غلط کړي. خو مماڼې او ګورګوره دوه جلا میوې دي. مماڼی د افریقه او ایشیا بوټې او […]

ماڼو- مانړو

څه نا څه پنځوس کاله کېږي چې په باړه بازار کې مې یو ماشوم د شنو پاڼو امیلونو سره ولیدو. نزدې ورغلم او له هغه مې د یوې روپۍ د خوشبودارو پاڼو امیل واخیستو خو نوم يې نه و معلوم. پوښتنه وکړه خو نوم يې نه و زده. په موټر کې د پاڼو خوشبوی خپور […]

جلغوزه- چلغوزه

په اکتوبر ۲۰۲۰م کې یوه ملګری مې پیښور ته تله. پوښتنه يې وکړه چې هلته نه دې څه پکار دي؟ د یوڅو کتابونو فرمایش مې وکړو. هغې ویل، بل څه؟ ما ویل که تازه چلغوزي بازار ته راغلي وو نو راوړه. ویل يې موټر به ورته خرڅ کړم، ۸۰۰۰ روپۍ کلو دي…هاهاها. دا د ټوکو […]

مرغومې – مارخور

په ۲۰۱۵م کې د وحشي ځناورو د ژغورنې ادارې مارخور اوزه (چېلۍ) په ښکار او نیولو بندیز اعلان کړو. داسې ویره ده چې د مرکزي ایشیا قراقرم او د همالیه د غرونو د دغه ښایسته ځناورنسل په ختمیدو دی. د مارخور ښکرونه تاو راتاو وي او یو روایت دی چې دا مار په خپلو غاښونو […]

دستنبو

د سکول په زمانه کې مو د مرزا غالب شاعري هم لوستله او د ده د کتابونو په لسټ کې یو نوم ” دستنبو” چې مونږ به دستمبو تلفظ کاو لیکلی و. استادې راته ویل چې دا یو ډول خوشبویی وي. کلونه وروسته یو افغان راته وویل چې دا یو خټکی (خربوزه) وي. په ۲۰۰۵م […]