ملتاني خټه په سکول کې مو د شین بخن رنګ خاورې غونډ د کتابونو ( قرطاسیی) له دکان اخیستو. دا به په هغه لامده تختۍ وهل کیده چې له وچیدو وروسته پرې په قلم او رنګ توري لیکل. هغه وخت خبر نه وو چې دغه خټه شوی خاوره له ملتان راځي. مونږ به ورته ” ګاچي” ویل. […]
ګلقند د پارس نادر شاه په فروري ۱۷۳۹م کله چې په دلي حمله وکړه نو ستړیا او ګرمۍ له کبله يې طبیعت خراب شو. شاهي حکیم ورته ګلقند راوغوښتل. د شیشې له مرتبان د سرو زرو په قاشوغه لږ ګلقند يې په یوه نقریی تله کې وتلل او په وړوکي کاسه کې يې باچا ته ورکړل. […]
کنګینه یوه خټینه کټوۍ چې تازه انګور پکې وساتي، سر يې په خټو بند کړي او تر زمکې لاندې یا یخ ځای کې کېږدي. په ژمي کې هغه وخت چې نوره میوه ختمه وي نو دغه کنګینه یو ځل بیا تازه انګور خوړلو لپاره راوباسي. د افغانستان په خاوره د کندهار نه تر تخار انګور پیدا […]
څېړۍ د انسان په روحاني او ړندو عقیدو کې د څېړۍ ونې لوی رول لوبولې دی. دا ونه په انګریزي کې ” اوک” او اردو کې ” شاه بلوط” نومېږي چې اوس په نړۍ کې د دې شا و خوا ۶۰۰ قسمونه پیژندل شوي او تر ټولو قیمتي يې “ریډ اوک” په شمالي امریکه کې وي. […]
ګل د ګنډیر ګنډیر په پښتو کې زهرو ته وایی. یو متل دی چې “لږ خوره، تل خوره ډېر خوره، ګنډیر خوره” ګنډیری د یو وړې ونې نوم دی چې پاڼې يې د زیتون په شان اوږدې وي. د ۲ نه تر ۶ میټر لوړ ددې څانګې خړبخن او په سر کې يې سپین- ګلابي او سره ګلونه […]
ډمبرې یو وخت د پیښور په بازارونو کې خرڅیدونکې مالګینو خواړو کې به “ډمبرې” ارو مرو شاملې وې. “دهي بهلی- چهولی- کچالو پیړه- کلول او ایشیدلي جوار به په ګاډو یا خوانچو کې خرڅیدل او ښځو به ورته خاص فرمایش کاو چې ” ډمبرې” پرې واچوه. د ډمبرو خوند به نه د مرچ په شان توند […]
کورونا د کورونا په نوم څو ډوله وایرس له پخوا نړۍ کې موجود دي. دا اوسنی په ساینس کې ” کوویډ ۱۹” نومېږي. هروایرس (ویروس) ژوندی نه وي یاني ژوند نه لري. دا د پروټین مرکب (مولیکیول) یا –ډي این- اې- وي چې غوړ (لیپیډ) پوټکی ترې تاو وي. دغه غوړ کله چې د پوزې او […]
کتیره یو بې خونده- بې رنګه، اوبړین سلیخ چې په اوبو کې حل شي، کتیره یا ګوند کتیره نومېږي. کتیره د ځنګلي ازغن بوټی ” ایستراګالوس” نه اخیستل کېږي. د سلیخ ساینسي نوم “ټرېګاکانت ګم” دی. د بوټي جرړه کې راتولې اوبه په رڼا کې کلک او د “چیړ” په شان ښکاري. خو چیړ زیړ بخن […]
مرغ زرین په ۲۰۱۸م کې د پاکستان نوی وزیراعظم عمران خان پکول (چترالي ټوپۍ) په سرد چاپیریال په غم، د بیلیاردو ونو کرلو اعلان وکړو. دی خبر نه و چې په ټوپۍ کې يې د مرغ زرین وزر ټومبلې و چې نړۍ کې د ورکیدو په حال دی. د دښتې چرګ- سونا مرغ- سونال- نیل- او “مونال” […]
غوړاسکی د اباسین شا و خوا سیمو کې غوړاسکی ډېر وي او خلک دغه بوټی د سوند لپاره کاروي. په لاطین ( انګریزي) کې د دې ساینسي نوم “ډوډونیا ویسکوسا” دی چې د ګرم او معتدل هوا بوټی او د نړۍ په ټولو براعظمونو کې شنه کېږي. په جنوبي هند کې “ویرالي” په اسټرلیا کې “هاپ […]