مارکونډی د پښتونخوا په دشتو او شاړو کې د مارکونډي بوټی پخپله راشنه شي. د چا ګردې یا د مثانې درد وي نو دغه ایشیدلي ازغن بوټی ورته د څښلو لپاره ورکوي. په ولسي ژبه کې مارکونډی د اوزې سر، د غوایی سر، د پیشو سر، د شیطان باڼه، د شیطان ازغي، د شیطان بوټی او […]
مرچ سورمرچکی اوس د نړۍ ډېرو خواړو لازمي برخه ده. ډېر خلک ممکن په دې اند وي چې مرچ به د هند نه نورو ملکونو ته کډه کړې وي. خو حقیقت دا دی چې په آریایی ویدونو کې د نورو مسالو سره مرچ نه دی یاد شوې. شا و خوا ۱۰۰۰ کاله پخوا هند په خواړو […]
بید-ولی اسپرین اوس په نړۍ کې تر ټولو زیات کاریدونکې دارو دي چې د “بید” له ونې جوړېږي. بید ته په انګرېزي کې “ویلو” واي چې ۴۰۰ قسمونه لري. د دنګو ونو نه علاوه، لویو وړو بوټو په شکل کې د نړۍ هر ګوټ کې شنه کیدای شي. د مختلف قسم بید پخپل منځ کې د […]
لاندی وچه غوښه د نړۍ په ډېرو ملکونو کې خوړل کېږي او د افغانستان په یخو سیمو کې هم رواج لري. د کوچاني ژوند یوه لویه ستونزه د انسان او څاروي خیټه مړول وو. دا کار په ژمي کې لا سخت و ځکه د کیږدیو نه علاوه کوچیان د خواړو د زیرمه کولو لپاره ځایونه نه […]
عناب د زکام حکیمي دارو “جوشانده” به چا راوړه نو ماشومان به په انتظار وو چې کله به د جوشاندې پوړۍ خلاصېږي او ترینه یو یا دوه سرې بیرې راووځي. دغه بیرو ته به يې “عناب” ویل چې د خوړلو لپاره به مور رانه لوظ اخیستو چې جوشانده به هم څښو. عناب په هر ملک کې […]
کوورې یا کوورے پنځوس کاله پخوا د پیښور د میوې په دکانونو کې به کله نا کله د شنو په شان یوه میوه ښکاره شوه چې کابل نه به يې راوړې وه. د چڼو په شان دغه ترخه او بې خونده میوه “کوورې” نومیده. کوورې د یورپ په بازار کې په مالګینو اوبو کې په بوتلو کې د […]
کرنه= نارنج د پښتونخوا اصل کبابي په څپرګي کې نارنج ارو مرو ځوړند وي. دغه تراوه او تراخه نارنج پخوا “کرنه” نومیدل. د نارنج ټکې د فارسی نه پښتو ته کډه وکړه خو څو کاله وړاندې هم زمونږ د کلي سپین سرو به د “کرنه” ګلونه د شړشمو په تیل کې ګډول چې سر به يې پرې […]
جمامه جمامه یا جومیا په افغانستان کې “ترتیزک” نومېږي. د دې پاڼې پلنې او لږ ترخې وي نو د نور ساګ (سابه) لکه شړشم او پالک سره یو ځای پخوي. جمامه د ګوپي (ګلپي) د ټبر بوټې دی چې په یو نیغ کاسني ډنډر ولاړ، څانګې نه لري او پاڼې يې لږ سپین بخن وي. د […]
سینځل د سرو بیرو رنګ، شکل يې د زیتون او چې وې خورې نو د خوږو وچو اوړو خوند لري. سینځل په اروپايي ژبو کې روسي زیتون یا “اولیسټر” نومېږي. په فارسي کې سنجد، په چترالي کې “سنجور” په بلتي کې “سارسنګ” په ګیلګتي کې “غونډاور” او په شینا کې “ګونېر” نومېږي. دا د زیتون د […]
رېدي ګل په سانسکرت کې اپیم ته “ردهي” او “هردیه” وایی چې د جادو لپاره به دا نوم کاریدو. په پښتو کې “رېدي ګل” هم دغه سانسکرت نه راوتلې تورې دی چې مانا يې ” جادوی ګل” کېږي. “رېدي ګل” د نړۍ هر ګوټ کې را ټوکېږي. خشخاش (د اپیموتخم) ۵۰۰۰ کاله پخوا د کاڼي زمانې استوګن […]