Category: جوړښت

د استنبول جوماتونه

مسجد سلیمانیه د عثماني سلطنت نامتو ” معمار سینان پاشا” (۱۵۸۸م ومړ) په لاس جوړ شو. سینان په ۱۵۳۰ م کې د ترک سمندري ځواک ” امیر البحر” و. ده به پوځي ودانۍ او پلونه جوړول خو بیا د ښایسته جوماتونو معمار شو. د ده جوړښتونه، د القدس ګومبد، د مکې مدرسه، د حلب او […]

ایزنیک خښته

د ترکي” ایزنیک” کاشي خښتې (سیرامیک ټایلز) تاریخ ډېر پخوانی دی. په ۵۰۰۰ق م کې د اناطولیا لویدیځ ښار ایزنیک ” نایسیا” نومیدو. هلته د برونزو په دوره کې کلال به په خټینو لوښو ګلونه او پاڼې جوړولې او بیا به يې په اور کې پخول. د دې هنر د پرمختګ سره کلال لوښې وچولو […]

بام

په ۲۶ دسمبر ۲۰۰۳م یوه معمولي زلزله کی د ایران یو لرغونی تاریخي ښار “بام” زیانمن شو. د نړۍ په نورو ځایونو کی هم سختې زلزلې کېږي او د ځانی او مالي تاوان يې ډېر وي. خو د بام ځانګړتیا دا ده چې په نرۍ کې د کچه یا خامو پخسه خښتو جوړ تر ټولو […]

سارنات

د هند ترټولو پخوانۍ عقیدې “جېن” سادهوان به په دشتو او ځنګلونو کې په مراقبه کیناستل. کله چې به مړه شول نو په ناست حالت کې به يې ورباندې خاورې واړولې. بیا به يې هغه ډېرۍ په تیږو وپوښله او ورپسې خښتې به يې پرې تاو کړې. دغه وړې ډېرۍ “چېتیا” نومېږي او خلکو لپاره […]

شاهي تخت

په ۲ جون ۱۹۵۳م د برطانیې ۲۷ کلنه شهزادګۍ ایلزبت د ملکې په توګه پر شاهي تخت کیناسته. د فرانس مشر نپولین بوناپارټ قول دی چې ” شاهي تخت په مخملو پوښلی لرګین بنچ وي.” خو برطانوي شاهي تخت د لرګي یوه لویه کرسۍ (چوکۍ) او په سرکاري توګه د “سینټ ایډورډز کرسۍ” نومېږي. د […]

د مسو کټوری

د اوړي په روژه کې به د مسو لوی کټوری (کاسه) د لیمو له شربت ډک و. پکې به د نیلا رنګ تخم ملنګ او پیازي رنګ د اسپغول دانو د سپینو واورو سره لامبو وهله. مور به راته د سپینو (مسینو) لوی څمڅۍ شربت په وړو کټورو کې راکړو او بې صبره د ملا […]

د سیټهیانو کورونه

د ۱۹۶۴ د ژمي يوه باراني ورځ وه او دپيښور د زاړه ښار په منځ کی جوړ زمونږ د ښوونځي ډيرې جينکۍ نه وې راغلې. په داسی ورځ د تفريح پر وخت به کله کله د نزدې اوسيدونکو جينکو خپلې ملگری له ځانه سره کورونو ته بوتلې. زمونږ ه يو ملگرې د سيټيانو د کورنۍ […]

ډیلی

د نړۍ “پرانستی میوزیم” د دوو ښارونو روم او دیلی لقب دی. په هندي کې دلي یا دهلي چې پښتانه ورته ډیلی وایی، پکې د ۸ ښارونو نښې پاتې دي. ډیلی او اګره د جمنا پر غاړه اباد دي او دلته د ۶ ق م پېړۍ راهیسې خلک اوسیدل. د ځینو لرغون پوهانو په اند، […]

غزنی

په ۱۶ پېړۍ کې مغل بابر غزنی ولیدو نو لیکي، “غزنى ډېرخوار اوغريب ځاى دى او زه حیران یم چى کومو باچاهانو، ټول هند او خراسان په لاس کى لرل، د خپل حکومت لپاره داسى بد بخته ځاى غوره کړو.” غزني د کابل او کندهار ترمنځ او په دفاعي توګه د شمال له خوا د […]

د څمکنو ګومبد

په ماشومتوب کې به مونږ د څمکنو میلې ته ورتلو. دا میله به دلته د میا عمر زیارت نه بهر کیده. ښځو به زیارت کې دننه دعا وکړه، منجاور ته به يې شکرانه ورکړه، مالګه به راوړه. مونږ به د زیارت په دېوالونو ختلو، هغه لوی کوهي ته به حیرانه وو چې دننه پکې پوڼۍ […]