Category: جوړښت

د شیرشاه مقبره

د ۲۰۰۳م په پای کې ساهسرام (سهسرام) کې د شیر شاه سوري مقبره مې ولیده نو هغه وخت هم په ښه حالت وه. دا د هند دویم تاج محل په نوم شهرت لري. له پټنې۲۰۰ کلومیټر لیرې ساهسرام د شیرشاه وطن و. د بهار اوسیدونکي په بهوجبوری ژبه کې ورته “ساه” (شاه) وایی. شیرشاه سوري […]

مدينة الزهراء

د ۱۰ عیسوي پېړۍ په سر کې د اندلس امیه امیرعبد الرحمن (دریم) د یو شاندار ماڼۍ او ورسره ښار بنسټ کیښودو. “الزهراء” د حضرت محمد(ص) د لور فاطمه (رض) لقب و چې مانا يې ګلابي مخ لرونکی جینۍ ده. په ۹۲۸م کې د اندلس خلیفه دویم عبدالرحمن په آیبیریا کې پښې ټینګې کړې او […]

نعمت خانه

د لرګي او اوسپنې جالۍ وړه المارۍ، پخوانو کورونو کې د سامان یو ضروري برخه وه. هغه وخت چې فرج ( یخچال) نه و، خلکو پاتې ډوډۍ، میوه او کتغ به په دې المارۍ کې ساتل چې د پخلنځي یو ګوټ یا د کور یخ ځای کې پرته وه. مونږ به ورته “جالۍ” ویل. نورو […]

له جهان نما تر چلستون

د ۴۰ ستنو یا چلستون په نوم اصفهان کې د قاچار سلطنت یو پخوانی محل هم شته. خو نه پکې دومره ستنې جوړې دي او نه د کابل چلستون د خپل نوم سره سمون خوري. ښایی د یو پخوانۍ لوی ماڼۍ دغه نوم وروسته هر ځای عام شو. د ۱۹ پېړۍ په وروستیو کې کابل […]

روهتاس او روهتاس

د هندوستان په بهار صوبه کې سون سیند ته نزدې په یوې لوړې غونډۍ روهتاس اوس هم د نړۍ تر ټولو لویه کلا ده. په ۴۲ مربع کلومیټرکې جوړه دا کلا ۸۳ دروازې، د زمکې لاندې ټونلونه او پټې لارې او چاپېره ترې ۳۰ کلي اباد وو. کلا ته د ورختلو لپاره غر کې په […]

الحمرا

یو سړي د غرناطه په کوڅه کې نابینا فقیر ولیدو نو میرمنې ته يې ووېل چې ده له ډېرې پېسې ورکړه ځکه بدنصیب دلته ژوند کوي خو الحمرا په سترګو نشي لیدی. د اسپانیې جنوبي ښار غرناطه په غونډۍ ” الحمرا لیدو ته اوس د ورځې ۸ زره خلک ورځي. قلعه الحمرا” یانی “سره کلا” […]

دریا خان مقبره

د ډېلي په جنوبي مارکيټ “قدوايي نگر” کې يوې لوړې باندې جوړ د څلورو گومبدو يوه جوپه د ۱۵ پېړۍ د لودیانو د جوړښت یوه بیلګه ده. دلته د دريا خان لواڼي مقبره ده چې د لودي باچاهانو په وخت کې قاضي القضات و. دریا خان د بهلول لودي، سکندر لودي او تر ۱۵۲۶م ابراهیم […]

علی مسجد روغتون

د علی مسجد غونډۍ په تاو راتاو لاره زمونږ موټر په هواره ودریدو. لږ وړاندې پخه او ښایسته د تیږو په لاره مرمر او نور تیږې خښې وې. د اوسپنې یو دروازې ته ودریدو چې بهر نه لکه د زندان د سیخونو په شان ښکاریده. دننه تکه توره تیاره وه خو د ملیشیا بدرګه ځوان […]

شالیمار

د ۷ پېړۍ (امیه) عربان “چارباغ” د جوړولو شوقیان وو. دوی به یوه ټوټه زمکه په ۴ برخو وېشله او په منځ کې به يې تالاو و. هم دغه جوړښت مسلمانانو اسپانیې ته هم یوړو. د ۱۶ میلادي پېړۍ په سر کې کله چې بابر په هند کې خپلې پښې ټینګې کړې نو په دې […]

د غزني سمڅې

د ۲۱ میلادي پېړۍ په سر کې کله چې د نړۍ لرغون پوهان د بامیانو ماتې مجسمې او نور تاریخي اثار پلټل، د اطالوي پوهانو یوې ډلې د غزني په سمڅو څېړنې کولې. دوی لومړی “نی کلا” ته ورغلل. د عربانو د حملو په وخت دا غار او کلا د زابلستان د واکمنو پناه ځاې […]