” دا مينار ځان له يواځې او مکمل حالت کې ولاړ دی. بل څه ورته نږدې نشته ځکه په نږدې غونډيو د يو دوو ماڼيو کنډوالې هم نه ښکاري. د دې پر مخ د سر نه تر پایه، مستطيل، څلور ګوټيزه ، ولونه، ستوري او نورشکلونه په خټو کې ډېر په مهارت جوړ شوي دي.” […]
د پېنځلسمې ميلادي پېړۍ په نيمايي کې بهلول لودي د هند واکمن شو خو د ده زيات وخت د نورو سيمو د نيولو او هلته د خلکو په ابادولو تېر شو. د ده زوی نظام خان سکندر لودي د ۱۴۸۹ م نه تر ۱۵۱۷ م پورې د هند واکمن و او د ډېلي نه بهر […]