Category: جوړښت

د يو پله سفر

د لندن د ټېمز په سيند څو پلونه جوړ دي چې يو يې “لندن برج” په ۱۸۳۰ م کې د بريطانيې يو نامتو مهندس “جان رېني” وروستې شهکار و. په سلو کالو کې د لندن پل په ستنو خټه ونښته او د اس گاډو ځاې هغو لويو لاريو ونيولو چې هره ورځ په ټنونو مال […]

د بابر باغ

بابر د گلونو لېواله و او هر بوټي او گل ته په کتلو خوشالېدو، په شين کبل به يبله پښې گرځيدو او د گل يوې يوې پاڼې ته به ځير و. ده وصيت کړې و چې قبر به يې کچه ( خام ) وي او دالان به هم ورباندې نه وي چې باران پرې ورېږي […]

د تاج بيگ ماڼۍ

په ۲۷ دسمبر ۱۹۷۹ م کې کله چې روسانو په افغانستان بريد وکړ نو د دوي يوې ډلې چې پکې ۷۰۰ پوځيان شامل و، کابل کې د مهمو ودانيو د کنټرول اخستو دنده وسپارل شوه. هغه شپه د روس د استخباراتو، کې – جي – بي د ” سپيتناز ځانگړي ځواک ” ۵۴ غړو ته […]

د ضحاک کلا

په شپږمې ميلادي پېړۍ کې جوړه د باميانو د ضحاک کلا د هغو نسواري او سوربخنو تيږو نه جوړه ده چې هم د دې غره نه يې توږلې وې. دا د “شهرضحاک” او ” شهر غلغله” په نومونو يادېږي او هر يو يې لپاره خلک بېلا بېل کيسې لري. ضحاک د افغانستان هغه باچا و […]

روښاني مقبرې

د پېښور ښارپه سوېل لوېديځ کې کوهاټ ته په لويه لاره، يو وړوکې سړک کوټله محسن خان نومې سيمې ته تاوېږي. دلته د شپاړسمې پېړۍ په نيماي کې يوه کوټله (کلا) نواب مستجاب جوړه کړې وه چې د محراب د پاڅه په يوې کوټې کې د پښتو نامتو شاعر مشر خوشال خان خټک بندي ساتل […]

د دار الامان ماڼۍ

” دار الامان ماڼۍ په کچه غرمه کې اور واخستو چې تر دولس نيمو بجو بل و. د عامه فوايدو وزارت واي چې اور د دې په درېم پوړ کې ولگېدو چې پکې د سړکونو، بندونو او د کنالونو د انتظام دفترونه و. د اطفايې گاډي هغه ځاې ته دوه نيمې بجې ورسېدل خو درېم […]

د پېښور ميوزيم

ياد مې نه دي چې زه د څو کالو ووم خو د دې ميوزيم هغه تالار او په دې کې ايښې بوتان راته ډېر لوې ښکارېدل. مونږ ماشومان به پلار سره دې ميوزيم ته ډېر تلو، چې يوه لويه کوټه وه او راته به يې هلته پراته توکو په اړه معلومات راکول. د “گوتم بوت […]

روهتاس

دا د شېر شاه سوري د جوړښت هغه بېلگه ده چې مغلو ترې الهام واخستو. هر کال په زرگونو سېلانيان د هند اگرې ښار ته ورځي او د تاج محل سره سره د اکبر باچا د شاهي کلا جوړښت ته هم گوته په خله شي. لږ به پکی خبر وي چې د اگرې کلا د […]

کوټله محسن خان

څلورپېړۍ کېږي چې د پېښور نه د دره ادم خېلو ته په لاره د مومندو يو ټبر د باړې سيند په غاړه يو کلې اباد کړو. په ۱۶ پيړۍ کې بايزيد روښان د مغل باچا اکبر په ضد پاڅون کړی و چې وروستو دده د کورنۍ خلکو د جهانگير باچا له خوا زمکې واخستې او […]

نوبهار

هغو لومړيو خلکو چې د هند په شمال کې د بوداي دين تبليغ وکړو، يو پکې بهاليکا نوميدو. د بودا منونکي په دې باور دي چې بهاليکا د بودا څوويښتو سره د افغانستان شمال ته ولاړو، هلته يې يومعبد جوړکړوچې پکی دا وېښته ايښي و. وروسته هغه ځاې د بوداي زدکړو لوې مرکزاو شاو خوا […]