ویلنټاین یا مینه د نړۍ په ډېرو ملکونو کې د میلادي کال فروري له پېل څخه، د مینې د نښو بازار تود شي. د دې میاشتې ۱۴ نېټه د مینې ورځ ګڼلی شي خو تاریخچه يې لږو خلکو ته معلومه ده. د لرغوني روم پوځ ډېرغښتلی، خو د قانون تر مخې، واده به يې نشو کولی. د دریمې […]
غني ډېرۍ د نومبر ۲۰۲۴م په یوه غرمه د چارسدې غني ډېرې او ورسره جوخت د پشکلا وتي میوزیم لیدو ته ورغلم. غني ډېرۍ د هغه کتابتون نوم دی چې په ۱۹۹۷م کې يې د جوړیدو خبر خپور شوی و. هغه وخت صوبایی حکومت د لرغونپوهنې څانګې د پښتو شاعرعبد الغني خان (۱۹۱۴-۱۹۹۶) په ویاړ د دې […]
پرتوګاښ د پښتنو په ځینو سیمو کې د پرتوګاښ خپل نومونه دي لکه ” بګه- لال- او ګاڼده. په فارسی اردو کې ورته ازاربند یا کمربند او پنجابي کې ” ناړه” وایی. په انګریزي کې د پرتوګاښ متبادل نشته ځکه یورپ کې پتلون د څرمنې په” بیلټ” ټینګوي چې خلک يې لیدای شي. د دې برعکس […]
د پښتو رنګونه یوې ځوانې جینې راته وویل چې په پښتو کې د ابتدای (پرایمري) رنګونو نه علاوه د اوسني پیچلي رنګونو لپاره نوم نشته. بیلګه يې راکړه چې د انګریزي “بېژ” یا د “کریم رنګ” لپاره په پښتو کې نومونه نشته. زما لپاره دا یوه ننګونه وه ځکه مونږ په خپلو کتابونو کې د ډېرو داسې رنګونو […]
چیندرو د کور په چت، کوڅه یا د لوبو میدان کې به مو پر زمکه د سکارو یا د چاک سره څلور ګوټیزه یا ګول کورونه جوړ کړل. د پالش یا د نسوارو تش ډبلی چې خاوره پکې ډکه وه، پر زمکه واچوله او په یوې پښې په ټوپونو وړاندې ورټېله کړه. د دمې لپاره به […]
اینګي یا انګۍ د ډېر ژړا له کبله د سږو پرده ( ډایافرام) تنګ شي نو د غاړې ( ستونې) هډوکي هم ناڅاپه بندېږي. په دې د ژړا په وخت ساه په ” اینګي” بدلېږي چې په اردو(هندي) کې ورته “هچکي یا سسکي” او انګریزي کې ” سنګلټس” وایی. که یو لوی کس د ژړا نه وروسته اینګي […]
د هندکو لهجې د اباسین له غاړو تر کشمیر، هزاره او خیبر درې دیرشو نه زیاتې ژبې د “هندکو” په ټبر کې شاملې دي. پیښوري، خالصوی، هزاره- کوهاټي- ډیره وال- سواتی- پهاړي او ګوجري د پښتونخوا نه علاوه د افغانستان ځینې قامونه هم وایی. په ۱۹ پېړۍ کې انګریرانو په هند کې ۱۲۱ ژبې او ۲۷۰ ځایی لهجې […]
پنجه په زيارت کى د د دوو ستنو په منځ کى د سپينو جوړ د لاس په پينځوپرانستو گوتو د اسلام د پيغمبر، د هغه د څلورو خلفاو او د لور نومونه په ښاېسته رېحان ليک ليکل شوى و. زيارت کوونکي کله چى د لوى دروازى نه را دننه شى نو دى نقرۍ لاس ته سرټيټ […]
ببو لالی د کندهار دودیزه ودونو پښتو سندرې، بابو لالې یا ببو لالی نومېږي. ولسي شاعري اکثر زمزمه کېږي چې کله کله مفهوم يې نه وي. د نیمې مصرعې په منځ کې “های…زار…الله…. وای او قربان بدرګه کېږي. ببو لاله څوک وه او څه وخت د سندرو دا ژانر رامنځ ته شو څوک خبر نه دی. خو […]
دوڼۍ د لرګې جوړ صندوق چې له زمکې اوچت ساتلو لپاره یو میټر لوړ څلور پای لري دوڼۍ یا ” توڼۍ” نومېږي. د دوڼۍ سر بند او یو اړخ ته لکه د المارۍ یوه تمبه لري چې کله کله قلف لپاره زنځیر به يې لرلو. د پښتونخوا په کلیو کې شته منو خلکو کره به یوه […]