Category: کلچر

د ګرامر مشین

په ۲۰۲۲م کې په کیمبرج پوهنتون کې یو ځوان ډاکټر رشي راج پوپټ د پانیني د سانسکرت ګرامر بیا مطالعه کړو او شا و خوا یو کال پرې څېړنې کولې. بیا مایوسه شو او یوه میاشت يې د کار نه لاس واخیستو. کله چې بیرته راغلو نو پخپلو یادښتونو کې يې ولیدل چې د تورو […]

د کروندګرو کال

د پښتو یوه محاوره ده چې “هاړ-جېټ دننه او پشکال-بادرو په ونه” د اوړي د میاشتو دغه نومونه د هندي جنتري نه پښتو ته کډه کړې ده. د پښتنو کروند ګرو ژوند د زمکې او د هوا د حالاتو سره تړلی و. د هند په نیمه وچه کې درې ډول غله، د بنګال وریژې، د […]

ستي او جوهر

الهي! د محبت سوز و ګداز را په دا اور کې د ستي، سمندر ساز را د عبد الحمید مومند په شان د پښتو ځینې نور شاعران هم د “ستي” ذکر کوي. “ستي” د هندوانو د اسطورې “پاروتي” یوه بڼه ده چې مانا يې ریښتونی وي. د مهابهارت په جنګ کې پانډوانو قام “کورو” ته […]

چوګان

د چوګان (نیزه بازي) لوبه په انګریزي کې “ټینټ پیګنګ” نومېږي. د اس په ځغاسته پر زمکه یوه نښه ویشتل یا د هغې وړل، د مرکزي ایشیا په قبایلو کې رواج و. بز کشي او پولو د دغې لوبې څو قسمونه دي چې د نړۍ په بیلا بیلو ملکونو کې اوس هم کېږي. په یورپ […]

هیپي

د ۱۹۶۹م په سپرلي کې د کالج له خوا یوې مباحثې او لیکوالۍ د مقابلې لپاره نورو جینکو سره لاهور ته تلم. د خپلې استادې په بدرګه د شپې ټرین کې مو سفر کاو. د ښځو په ډبه کې يې راته بکسونه کیښودل نو یوه ځوانه اروپایی جینۍ هم راغله. بهر یو ځوان ورته لاس […]

میخکی او چارګل

د ښځو لپاره د پوزی دوه ګاڼې پخوا ډېر رواج وې. میخکی اوس هم کله کله د فیشن برخه وګرځي خو د پوزې سورۍ کول اوس یو عیب ګڼلې شي. په هندي کې “کیل” پنجابي کې “کوکا” او پښتو کې د “میخکي” ټکی د لونګو لپاره هم کاریدو. د پیغلې پوزه چې به په ستنې […]

جنګ نامې

زما یادېږي چې په کلي کې کله نا کله یوې ترور به مې د ټیم زاړه بکس نه یو کتاب راوویستلو، پاڼې يې زیړې او ټکي به يې غټ وو. دا به يې “جنګنامه” بلله او ښځې، ماشومان د هغې کټ چاپېره کیناستل. تروربه مې جنګنامه لوستله او ټول به غلي ناست وو. زه به […]

جمعه

د جمعې به چوټې وه خو زه به د هره ورځ په شان د یو سور چرګ په بانګ سهار له خوبه راویښه شوم. سوچ به مې کاو چې دا چرګ ولې د جمعې په ورځ بانګ کوي. کاشکه لږ انسانیت پکې وای. سکول ته د نه تلو جشن به مونږ ټولو وروڼو خویندو په […]

خازه

د پښتنو په قبرونو د شناخت لپاره تیږه ” خازه” نومېږي. د سر په خازه د مړي نوم او ورسره یو بیت یا قراني آیت کنده کېږي خو د پښې لوري خازه اکثر وړه او ساده وي. د هزارې د پښتنو په هدیرو کې د عامو خلکو کچه قبرونو ته هم د تورې تیږې، ساده […]

د پښتو مینه

په ۱۹۰۶م کې د میاں نعمان الدین احمد کاکا خیل له خوا یو اشتهاري (اعلان) پاڼه خپره شوه چې د پښتو ژبې لیکوالانو د پام وړ وه. متن يې داسې و. ” د هرچا چه یو علم پخپله ژبه کې وي- هغه علم ډیر ځر- اسان حاصلولی شي- ذکه د پښتنو د علمیت د پاره […]