څوباړی پخوا د پښتنو په هر کور کې به یو څوباړی ( سوباړی) یا تپڼی ارو مرو موجود و. دا د لمدو جامو د ټکولو یو ساده لرګین کوتک و چې یوه خوا يې نرۍ او بله پلنه وه. پخوا به عامو خلکو سره به د جامو یوه جوړه وه. لږ پېسه دار به دوه جوړه […]
بټېربازي د پښتو “مړز” د فارسي “کرک” د اردو “بټېر” او د انګریزي “کویل” د مرغۍ یو قسم دی. په پښتونخوا کې مړزان د غنمو د پخیدو په وخت پټیو کې راښکته شي نو خلک يې د خوړلو لپاره نیسي. مړز د چرګ په شان پخېږي او یا د پکوړو په شان په غوړو کې سره […]
چج په کروندګر کورنۍ کې پخوا چج د کور د سامان یو ضروري برخه وه. د غنم لاو په وخت د پټي نه خاورې او وړوکي تیږې به په دانو کې ورګډ شول چې په کورونو کې ښځو په چج کې پاکول. چج له سرکنډې جوړېږي. سرکنڈه – نرسل، نېچه یا کانه یو ډول واښه وي […]
د وزیرو نرخ د افغانستان له غرونو، هندوستان ته تلونکو کوچیانو کې کرلاڼی وزیر ټبر هم و. د وزیرو” تیمان” یا قامونو به د ګومل سیند پرغاړه کېږدۍ ټک وهلې او ترسپرلي به هلته اوسیدل. یو وخت دوی په بیرمل کې میشت شول چې اوس د افغانستان برخه ده. تر ۱۴ پېړۍ وزیرو نو د برمل شمال ختیځ […]
ټاپه د سپرلي د راتګ سره به زمونږ د کور برستنې او ګرمې جامې په لوی صندوق کې بند او په کټونو به چاپه شوي څادرونه وغوړیدل. نیا به مې له بازار سپین “مارکین” راوړو، د لویو وړو کټونو په کچ به يې څادرونه وګنډل. پاتې وړو ټوټو نه به دسترخوان، میزپوش او د بالښتونو ابرې […]
پېنزیب او پېکړه د فارسي پایزیب او پای کړه، د پښتو پېنزیب او پېکړه د لینګو لپاره دوه بیل ګاڼې دي. پېکړه د نن نه دوه نیم زره کاله پخوا د برونز جوړ لویه حلقه د سنده د موهنجو داړو په کنډوالو کې هم وموندل شو. دا لکه د لاس کړې، لینګي لپاره جوړیده. کړه به ډډه وه […]
ړنده عقیده په افغانستان کې به د جنګ نغاره وډنګیده نو د لښکر په لاره به کلیوالو، دوه لوی لرګي یو او بلې غاړې ته ودرول. دواړو سره به يې یو څادر وتړلو او په منځ کې به يې قران کریم کیښودو. ټول پوځ به د اسونو او اوښانو سره د دې څادر لاندې تیر شو او […]
نکریزی یار مې په سرو لاسو مئین دی ځکه نکریزی په خپل کور کې خیشتومه نکریزی د رنګ، خوشبویی او د خوشالۍ نښه ده. د اختر او واده نه علاوه یو مسافر به ډېره موده وروسته کور ته راغلو نو خپلوانو به لاسونه په نکریزو سره کړل. د مصنوعي رنګونو نه وړاندې خلکو به د سر […]
د پیښور باغونه زما د ماشومتوب په یادونو کې سهار د پلار سره شایباغ (شاهي باغ) سېل و. کور مو د پیښور ښار په اشنغرۍ کې او سپیده چاودیدو سره به له کوره ووتلو. هغه محال سړکونه به خوشې او دکانونه به بند وو. تر شاهي باغ کله نا کله یو کس ښکاره شو چې د بسونو اډې […]
تور او سپن په ۲۰۱۲ م کې یوې سروې تر مخه په هندوستان کې د ارایش په توکو کې د مخ پوټکی سپینولو کریم ترټولو زیات خرڅېږي. په هند کې ولې خلک خپل پوست سپینول غواړي؟ د دې تاریخ د انګریزانو له وخته پېل کېږی. “ګورا صېب” واکمن و او د دوی سپین مخ د واک او د […]