Category: کلچر

د سیاست میاشت

په پیښور کې د مهابت خان جومات نه علاوه مغل منصب دارانو ۳ نور جوماتونه هم جوړ کړي دي. د کابل یو منصبدار دلاورخان روهیله په ۱۶۵۸ م کې بازارکلان کې یو جومات جوړ کړو چې اوس هم دلاور خان جومات په نوم شته. ګنج علي خان په ۱۷ پېړۍ کې پیښور کې پخپل نوم […]

جاله

زه په جاله د پیر بابا سلام له ځمه یاره جالوانه، جاله د باندې راوړه جاله د کشتۍ مور ګڼلې شو. انسان د سیندونو سره ژوند پېل کړو نو دا ورته جوته شوه چې لرګی په اوبو کې نه ډوبېږي. پخوانیو ټولنو کې د یو کس اوبو سفر په لرګين تخته کیدی شوه او ځینو […]

پیښوری خوانچه

د لرګي او اوسپنې جوړ، دغه لوی پتنوس به ډېر دروند و. په دې کې به يې د واده ( ولیمې) ډوډۍ ورکوله. د پیښور په لارو کوڅو کې “خوانچه فروش” په دغه پتنوس کې واړه توکي او چڼې مومپلي خرڅول. د “خوانچې ډوډۍ” ښار په شته منو ودونو کې میلمنو ته ورکړې کیده. د […]

اتڼ- شاډوله-بلبله

د خوشالۍ په وخت د سړو یا د ښځو ډله په ګډا یوه دایره کې څرخي. دا څرخ تل د ښې نه ګس لاس ته وي. یاني د ګړۍ د ستنو مخالف لور ته خلک تاوېږي. د داسې ګډا خپل نومونه دي چې ټولې نړۍ کې په قبیلوي ژوند کې يې رواج و. د هند […]

پښتو فلم

د پښتو لومړی فلم “لیلی مجنون” په ۱۹۳۹ م کې جوړ او په ۱۹۴۲ م کې پیښور نه علاوه په بمبۍ او کلکتې کې هم خلکو ولیدو. د فلم دایریکټر امیرحمزه شینواری او د موسیقۍ تړون ورته عبد الکریم کړې و. په فلم کې “هېریجې” د لیلی او رفیق غزنوي د مجنون رول ولوبوو. سندرې […]

باهو

باهو مې وو په لاس مې نه کړل اوس به د یار کلي ته ځم تش مړوندونه باهو- باوو او وښي (بایشئی) د یو لوی بنګري نوم دی چې د کوچیانو میرمنو یو یا دواړو لاسونو لپاره جوړیده. یوه ټپه داسې ده چې … د محبوبې بایشئی رغیږي ټول زرگران يې پہ بیګار نیولی دینہ […]

رخچین او بنارسي

بخمل، رخچین، کینخاب او بوسکي د ټوکر(کپړی) نومونه وو چې خپل ماشومتوب کی می ډېر اوریدل. رخچین- د چین رخت یا ټوکر چې یو وخت ښځو به پرې سر پټاو. دا یو نیم میټر اوږد او یو میټر پلنه د مهین وریښم لوپټه وه. یواځې شته منو ښځو به اخستی شوه. وروسته د فرانسی شیفون […]

ساندې او ویر

پښتو متل دی چې “واده په ډول ښه ښکاري او مړی په ژړا.” ښایی په واده کې د ډول غږونکو (ډمانو) او په مړي کې د “ساندو او ویر” اړټیا وه. د پښتنو په بیلا بیلو سیمو کې د مړي د خښولو نه وړاندې د ښځو ویر ضرور و چې ساندې، کوکې، نارې،….نومېږي. د مړي […]

پېزوان

د سرو یا سپینو زرو هغه ګول کړۍ (حلقه) چې د دواړو سپیږمو په منځ کې يې اچوو، پیزوان” نومېږي. پېزوان د هند او افریقه په قبایلي ټولنو کې هم رواج دی. پښتنو ښځو د پوزې لپاره څلور ډوله ګاڼه لرله. میخکی، د سرو زرو وړوکې او نازک مېخ چې د سپیږمو یو یا بل […]

اوګۍ- اوږۍ

اوګۍ دغاړې امیل چې ځینو سیمو کې ورته تش “ګۍ یا ږۍ” نوم اخلي. په پښتو کې د غاړې چاپېره هډوکې اوګۍ نومېږي چې ځینو سیمو کې ورته “ګرګس” هم وایی. داسې ښایی چې د ژبې د ودې او په غاړه د امیل فیشن سره دغه نوم رواج شو. هغه وخت ګاڼې به مریو او […]