چینجو دا لوبه په هره سیمه کې خپل نوم لری، لکه چیندرو، سټاپو، کیړی او په انګریزي کې “هاپ سکاچ”. د کوڅې دا لوبه به زیات وخت جینکو او لږ تر لږ دوه لوبغاړي او زیات نه زیات ټول محلت به پکې ورګډ و. کوز ماسپښین یا ماځیګر د لوبې لپاره ښه وخت و او کله […]
د پیښور سینما د ۱۹ میلادي پېړۍ په پای کې په یورپ کې د عکاسي سره، خوځنده فلم هم وده وکړه. په هند کې لومړي خاموش فلمونه به د برطانوي پوځیانو لپاره راوړل کیده چې په یو ځانګړي کوټه کې يې ننداره کېده. په ۱۹۲۰ م کې په پیښورچاوڼۍ کې لومړۍ سینما جوړه شوه چې انګریز او هندي […]
چیلم د پښتنو حجرې د چیلم نه بغیر نیمګړې وي. د چیلم توری د هندي نه نورو ژبو ته کډه وکړه. په اصل کې خو چیلم د چرسو لپاره کارول کېدو. سادهوانو او لغړو به د نیچې (نچې) په یوه ټوټه په سکاره ایښي د بنګو دانې یا د چرس لوګی به خلې ته (کش) راښکلو. […]
شلغاتي د ماشومانو هغه لوبه چې په زمکه، ونه دېوال یا تیږو کرښې راښکل وي. ځینې خلک د “شلغاتې-ټوپڼۍ” نوم یو ځای د دغې لوبې لپاره کاروي. خو “ټوپڼۍ” د لمدې خټې نه جوړیده چې ماشوم به په زوره زمکې ته ویشتله او سوری به پکې وشو. د شلغاتو لپاره د سکارو یوه ټوټه، د چونې […]
مېچن هغه لور چي د بانډې وي، نه پوهيږي په خبره، وي جاهله سخا خيرنه، چيته غټه سر ببره، بې ادبه، بې نمكه، د مېچن او د غوجلې، نه خوله وره ساده ګوټې، د جارو او د خزلې سمندرخان سمندر په دغه شعر کې د داسې جینې تعریف کړې دی چې د ورځې په کارونو کې […]
کټ د پښتنو په کلیوال ژوند کې کټ د پېل نه تر پای یو ابدي رول لوبوو. کټ د ناستې او ملاستې نه علاوه د ژوند هرپراو کې کارېدو. دا دومره سپک وي چې ماشوم، ښځه او کمزورې بوډا هم له یوځای بل ته وړې شي. کټ کله کرسۍ، کله میزاو کله د خوب ځای شي. […]
بلورې په ځینو ځایونو کې کانچې او نورو کې ورته ګولۍ او بلورې وایی. د خټو، شیشو، اوسپنې، پلاسټیک، او د نیمه قیمتي ډبرو لکه د لاجورد یا د عقیق جوړ شوي دغه ګولۍ د ماشومانو د لوبو لپاره ډېر مشهور دي. د دې غټ والې مختلف کیدېشي خو هغه چې د شیشې نه جوړ وي […]
سکواش او پښتانه ربړین بال (توپ) به وشلېدو نو مور له به مې یوړو. هغې به وګنډلو او بیا به يې ووېل،” دومره په زور بال مه وهه چې وشلېږي.” ما به بیا ډېرسست لاس سره بال د لوبغالي په دېوال وهلو. د کوټې قمر زمان دغه سست لاس، ” ډراپ شاټ” د سکواش په لوبه کې مشهور […]
پټکی پتکی، پګړۍ، لونګۍ، دستار، په عربي کې “عمامه” فارسي کې “دولبند” او انګريزي کې “ټربن” نومېږي. د سړو د لباس دا برخه د انساني تمدن په کوم پړاو کې دود شوه، څوک نشي وئیلې. خو دې تر ټولو زړې بيلګې د مصر په اهرامونو کې د انځورونو نه راپاتې دی. یو روایت دی چې د […]
رجړومه رجړومه جوړه د یارۍ کړه پکې رانجه د مینې واچوه مئینه رجړومه څو نور نومونه هم لري چې رنجومه، رنجونۍ یا لجرومه پکې عام دي. دا په لاس جوړه هغه وړه کسوړه ده چې رانجه به يې پکې ایښودل او د لرګي سلای ورسره په یو تار ګنډل شوې وي. ځینې خلک رجړومه په سرمه […]