Category: کلچر

د پايکو مينچې

د اختر نه دوه يا درې ورځې وړاندې به د کلي ميرمنو د مينچو جوړولو تايبا وشوه. کورني شاله (هغه اوړه چې هر څه پکې وي) اوړه به يې پتيره او ټينګ واخږل. د لرګي نه جوړ د څلورو پايو يو ميز په منځ کې به د اوسپنې چاڼ لګيدلې و. اخږل شوي اوړه به […]

کري

په ۱۹۸۰ م کې د چا انګريز په کور کې ډوډۍ خوړل راته يو غم و. د تور مرچ نه علاوه بل څه به يې نه لرل چې د ډوډۍ خوند يې پرې زيات کړې وای. سره له دی چې په اطالوي خواړو کې اوږه، ريحان(بېزل) او دغسې نور خوشبوي لرونکي بوټي د خوند زياتولو […]

اوربل

ونه د چنار، ټيک يې به اوربل ما ليدلې زار، پټ پټ يې خندل په پښتو ولسي سندرو او لنډيو کې د اوربل ذکر ډېر کېږي چې کله ورباندې ټيک (ټيکه) ځوړند وي او کله پرې ګلونه اېښودل شوي وي. ښايي د ښځو د ويښتو جوړولو دا سټايل د فيشن نه زيات ضرورت له کبله […]

چشت

د افغانستان د هرات ښار نه ۱۷۷ کلوميټر ختيځ کې چشت ته اوس لږ خلک پېښه کوي. د يوې تنګې درې نه په کنډې کپرې لارې چې خال خال د زالغوزي ونې لري څوک ورتلو ته زړه نه ښه کوي. د چشت نښه د يوې لویې هديرې په منځ کې دوه ګومبدې دي چې ممکن […]

هفت قلم

په پينځلمې ميلادي پېړۍ کې د هرات سلطان حسين ميرزا بايقرا د خپل قبر د پاسه د اېښودلو لپاره د يوې تيږې د جوړولو ارمان ښکاره کړو. دی په ۱۴۳۸ م کې د غياث الدين منصور په کور کې زېږېدلې و، چې د امير تيمور (ګوډ) نمسی و. بايقرا په ۴۶۹ م کې باچا شو […]

نوګزی، شلګزی او چلګزی

د چلګزي بابا په خوا کې چرګي اسونه غازي خان تړلي دينه د پښتونخوا او افغانستان زیاترو کليو او بانډو ته ورڅیرمه یوه اوږده قبرباندې د خلکو ډېره عقيده وي. ښځې هم په درناوي یي منې او د خپل مراد هیله ترې کوي. داسې قبرونو ته په بیلابیلو سیموکې خلک د شل، چل یاچهل اونو(ګزي) […]

د هند ستوری

نيا مې خبره کوله چې د پاکستان او هند له ويش نه وړاندې سينما ته تللې وه. په پرده کله چې د فلم اتل راښکاره شو نو شا ته ناستو څو ښځو وژړل. په وقفه کې خبره شوه چې هغوی د فلم د اتل ګل حميد خپلوانې وې چې څو کاله پخوا مړ شوی و. […]

ګبر، ګبري او ګبرال

د سوات د کالام نه د شلو کلومېترو په فاصله د سمندر نه دوه نيم زره مېتره لوړه د ګبرال دره ده چې په سر کې يې د اوبو يو ډنډ د کرکرې په نوم يادېږي. د دې شمال لوري ته چترال، جنوب ته اترور، لوېديځ ته دير او ختيځ ته ماهو ډنډ دی. د […]

مخه ويشتل

د مخې لوبه اوس هم د يوسفزو پۀ مختلفو علاقو کښې کېږي. خو د بونير، ګدون او زروبۍ (ځروبۍ) خلقو دا لوبه کراچۍ ته هم وړې ده. د ملک نه بهر يعنې دوبۍ کښې دا لوبه ځروبوالو شورو کړې. ” د دغه لوبې د پېل کېدو تاريخ پوره معلوم نۀ دے خو د پښتو وړومبي […]

چېل

د صوابۍ او د اشنغر هغه سيمې چې د اباسين پر غاړه بره غرونو ته وتلي دي، ښځې د کور نه بهر يو لوې چادر به سروي چې ځينې يې پړونې او نور يې چېل بلي. دا شپږ ميټر پړونې د پومبې (کاټن) د تارنه په کهډۍ اوبدل شوې وي او جولاګان يې جوړوي. د […]