Category: ګندهارا

اسانګه

په ۶ ق م پېړۍ کې د هند ایالت بهار د درویشانو او جوګیانو مرکز و. له دغه ځای بودهه دین نورو ځایونو ته کډه وکړه او په لرغونې “نالنده” پوهنتون کې به د دې دین درسونه ورکری کیدل. هلته د بودهه ۱۷ نامتو استادان مشهور دي چې یو پکې د ګندهارا “اسانګه” هم و. […]

د نارنج تپه

دوه نارنجي څادرونه اوس هم په برما، تهایلینډ او تبت کې د بودهه راهبانو لباس دی. ښایی د کابل په جنواب کې تپه نارنج د نوم ریښې په دغه لباس کې وي. د کابل تر ټولو لوی هدیرې، شهدای صالحین نه وراخوا د سړک په ښې لاس د نارنج تپه ده. زه د خپلو همکارانو […]

شینګرډار

له مینګوره ۱۴ کلومیټر جنوب کې د سوات سیند په ښی لاس یو وړوکی کلی غالیګی د مینګوره او بریکوټ ترمنځ واقع دی. د غالیګي د یو غر په لمنه کې د شینګرډار(شنکردره) په هند کې تر ټولو لویه سټوپا وه. په بودایی روایات کې د سوات باچا ” اتراسېنا” په یو سپین هاتي سپور […]

توپ دره

د کابل نه ۱۵ کلومیټر شمال کې چاریکارو ته د سړک په ګس لاس د توپ دره او ورسره په دغه نوم یو کلی اباد دی. توپ یا سټوپا بودایی جوړښت دی چې شا و خوا ۲۰۰ کاله پخوا د عبادت او مراقبې ځای و. د توپدرې سټوپا کاپیسا ته نزدېکت له کبله ښایی په […]

د کاپیسا زمري

د ۲۰۱۹م په پای کې له کاپیسا د دوو زمرو مجسمې وموندل شوې چې ژبې يې راویستې دي. دا د څو پوڼیو دواړو غاړو ته په تیږه ۴ میلادي پېړۍ کې جوړ وو. لرغونپوهان باور لري چې دا یو بودایی “قربان ګاه” ته د ختلو لاره وه. کاپیسا د کابل نه ۲۰ کلومیټر شمال کې […]

د غزنی بودایی سمڅې

د ۲۱ میلادي پېړۍ په سر کې نړۍ د بامیانو د ماتو مجسمو په ویر اخته وه او د اطالوي لرغون پوهانو یوې ډلې د غزني په څمڅو څېړنې کولې. دوی لومړی “نی کلا” ته ورغلل چې د عرب حملو په وخت دا غار زابلستان د واکمنو پناه ځاې و. په ۹ پېړۍ کې د […]

بار رباط

اوسنی باراباد یا بحراباد په اصل کې “بار رباط” او د تجارتي قافلو په لار د دمې ځای و. رباط هغه سرای ته وایی چې چاپېره ترې کلا تاو وه او د خلکو د استوګن لپاره کوټې جوړې وې. دغسې رباطونه د انګریزانو تر وخت هم پاتې وو. په ننګرهار کې باررباط د ګندهارا سبک […]

بامیان

د کابل نه ١٤٠ ميله شمال لوېديځ کى بامیان يوه خوندى دره ښکاري. کله چې لوړ واورې ویلي شي نو ښکته سیند له اوبو ډک او کله کله سیلاب هم پکې راشي. د دې هواره زمکه ډبرینه او قولبه پکې نه ګرځي خو قدرتي څمڅې او غارونوانسان ته د ژمي له سختو واورو پناه ورکوله. […]

چارباغ

د چارباغ په نوم د ګندهارا دوه ځایونه اوس هم شته. یوچارباغ په سوات او بل په ننګرهار ولايت کې دی. د ننګرهار چارباغ له ښاره یو میل جنوب کی د ټیټو غونډیو یوه جوپه د ګندهارا بودایی تمدن نښې لرلې. بودایی دین دوه نیم زره کاله پخوا له نېپال بهار ته خپور شو. په […]

جمال ګړۍ

د پښتونخوا تر ټولو ښایسته لرغونی بودایی اثار د جمال ګړۍ په غونډۍ ښکاري. د مردان نه ۱۳ کلومیټړ د کاټلنګ په لار جمال ګړۍ د لومړی میلادي پېړۍ راهیسې د بودایی خانقاه لپاره مشهور شو. د دې د تیږو ودانۍ په یو ښکلې نقشه او ترتیب جوړ دي چې د غر د پاڅه شا […]