Category: ګندهارا

په مس اينک کې څه و ؟

د کابل نه ۳۵ کلوميټر جنوب کې د زمکې نه اوو زره فټه لوړه غونډۍ چې “مس اينک” نومېږي د يويشتمې پېړۍ په لومړيو کلونو کې د لرغون پوهانو د پام وړ شو. خو ستونزه دا وه چې دا غونډۍ د مسو لوې زېرمې لري او افغان حکومت په ۲۰۰۸ م کې يوې سرکاري چينايي […]

د پېښوربنسټ

د شلمې پېړۍ په وروستۍ لسيزه کې د صوبه پښتونخوا دهغه وخت والي د پيښورښارد گورگټري په سيمه کې د يو تفريحي پارک د جوړولو هوډ وکړو. د پوهنتون استادانو او د ښار مخه ورو په دی اعتراض لرلواو د پېښورځينو روڼ اندو، د والي سره وليدل چې ددې کار نه يې منع کړي. والي، […]

فاهيان

د چين د چنگان ولايت د يو وړوکي خانقاه بوداي راهبانو د شولو فصل پريکوو. ناببره څوتورې په لاس راغلل چې وريژې ترې وتښتوي. نورراهبان له وېرې وتښتېدل خو يو ځوان هم هلته ودرېدواوډاکوانوته يې ووېل، ” که تاسووريژو ته اړتيا لرئ نوڅومره چې موپکاروي ترې واخلئ. خوکه پخوا موخيرات کړې وې نودا حال به […]

بګرام

واي چې د مقدونيې اسکندرپه ۳۲۰ ق م کې د کابل نه ۶۰ کلوميټر شمال کې په يوې غونډۍ ودريدو او د دريو سيندونو د يو ځاې کيدو ننداره يې وکړه. بيا هم هلته يې د ” اسکندريه” ښار د جوړولو امر وکړو. خو د افغانستان اوسيدونکو ډير ژر ورته بگرام نوم ورکړو. بگرام په […]

د بودا کاسه

د بوداي دين د راهبانو لپاره يو اصول دا دی چې دوي به په خپل لاس د چا نه شې نه اخلي او دوي د پيسو اخستو حق هم نه لري. يواځې هغه کاسه يا لوښې چې دې پکی څه خوړې او څښلې شي دده ملکيت وي. اوس هم بودايان راهبانوته پخپله ډوډۍ ددوي په […]

د شاه جي ډيرۍ

په دريمې ميلادي پيړۍ کی دچين اوهند له خوا لويديځ ته تلونکی تجارتي قافلې له پيښور ښار ته به نه و رسيدلي چې په اوښانو او اسونو ناستو کسانو به شل کلوميټر ليرې د يوې لوړې منارې سر وليدو. هغه وخت دا مناره هم هاغسی گڼل کيده لکه چې نن د پاريس ايفل ټاور يا […]

د گندهارا ژباړن

د گندهارا اوسيدونکې لوکک په ۱۵۰ م کې زيږيدلې او په خټه ” يوژي” و ديوژي خلکو په اړه ډيرمعلومات نه لرو خو داسې اټکل دې چې دا د چين کوچيان او په افغانستان کې د کشان سلطنت بنسټ ايښونکي و. لوکک په چيناي بوديزم کی يوه مهمه څټه گڼلې شي او دې د هغو […]

چارسده يا پشکلاوتي

د پيښور شمال ختيځ کی ديرش کلوميټر په واټن دچارسدې ښار دې. د دريو سيندونو، کابل، سوات او جيندي په غاړو اباد دا سيمه د لرغونو وختونو راهيسې يوه ښيرازه سيمه وه. درې واړه سيندونه وروسته د اباسين سره گډ شي. په لاره تيريدونکو مساپرو به دشيخانو ډيرۍ کې کنډوالې ليدلې چې ځاې خلکود “حصار”په […]