Category: د افغانستان تاريخ

د غوري شناخته

د اسلام اباد نه ۷۰ کلوميټرجنوب ختيځ کې د جرنیلي سړک په یوه تخته ” مقبره شهاب الدين محمد غوري” لیکلي دي. په ۲۰۰۲ م کې نوميالي ساينس پوهه ډاکټر قديرخان (غوري)، په هندوستان کې د لومړۍ اسلامي حکومت بن سټ ایښونکي د دې باچا د قبر شناخته جوړه کړه. په ۲۰۰۸ م کې د […]

ذابل

ذابل اوس د افغانستان یو ولایت دی او په دې نوم د ايران یوه صوبه ”زابول” تلفظ کېږي. د افغانستان او ایران د اوسني سرحدونو تر منځ، دوه نيم زره کاله پخوا ” ذابلستان” یوه خپلواکه سيمه وه. د هرات په شان دلته هم په اوړي کې ۱۲۰ ورځې سختو بادونو له کبله د شګو […]

د آموتمدن

د بغلان په يو کلي کې دوه کروند گر دنورکله په شان د زمکې په اړولو بوخت و. د نږدې غونډۍ د لمنې نه به يې کله کله خاوره راوړه چې د سرې په توگه يې کاروو. يو وخت د خاورې سره د سرو زرو څو توکي هم راووتل. خپلوکې يې سره وويشل او فيصله […]

جنګیالۍ پښتنې

د ۱۵۴۰م دا انځورونه د هندوستان یو نامعلوم هنرمند د “ګوا” په ساحلي ښار کې د خپل پرتګالي سرپرست په فرمایش جوړ کړل. د ” کوډایس کاسا ناټینز” په نوم البم کې په آبي رنګونو ۷۶ انځورونه یو ځای شوي دي. په دې کې د هند د عامو خلکو ژوند ښکاره کېږي. د انځور په […]

د احمد شاه ابدالي نښه

په ملتان ښار کې د زاړه کلا ته تلونکې لوې سړک ” احمد شاه ابدالي روډ” نوميږي چې په يو سرکې د ملتاني کاشي خښتو لوې محراب دې. دننه هغه کتيبه ده چې ورباندې د احمد شاه د حکومت نيټه ليکلې ده. ښکته د فټپات په لمنه په کاشي خښتو دده د زيږيدو لنډ تاريخ […]

فاطمه سلطانه

په جولاۍ ۱۹۲۱ م کې د نيويارک يوې ورځپانې د يوې افغانې شهزادګۍ په اړه راپور خپور کړو. د شاه شجاع دغه نمسۍ د کراچي نه په بېړۍ کې د خپلو دريو تنکي زامنو آشين، آزيک او اکبر سره لومړی کيليفورنيا ته لاړه او بيا اورګاډي کې نيويارک ته ورسېده چې د ۳۴ کوڅې د […]

جان فشان

د نولسمې ميلادي پيړۍ په پيل کې د سيدانو ټبرپه پغمان کې زمکې لرلې. ددې تبرمشرهغه وخت قطب شاه نوميدواو ولس به ورته په درنه سترگه کتل. دده يوزوې سيد محمد شاه و او کله چې د انگريزانو د افغانستان په خاوره گام کيښودو نوهغه ورته د ملگرتيا لاس وغځوو. د انگريزيواستاځې اليگزانډربرنزيې د مرستې […]

د تعلیم سفر

تر ۲۰۲۰م په افغانستان کې د تعلیم یافته سړو شمیره ۴۵ في صد او د ښځو ۱۷ في صد اټکل شوی ده. د ۱۵او ۲۴ کالو تر منځ عمر ځوانانو کې یواځې ۴۷ في صد لوستي دي. په ۱۹۰۳م کې د کابل حبیبیه لېسه لومړۍ عصري (موډرن) تعلیمي اداره وه چې څو لوستو افغانانو سره […]

د میکناټن مقبره

په ۱۸۴۱م د دسمبر په ۲۳ د کابل په جنوبي غونډۍ د انګریز استاځي ” ویلیم میکناټن” قتل د برطانوي سلطنت لپاره لوی ګوزار و. د میکناټن پلار د شمالي آیرلینډ اوسیدونکی او په مدراس کې مشر قاضي و. ویلیم په انګلستان کې د سبق څخه وروسته ۱۸۰۹م کې د ایسټ انډیا کمپنۍ پوځ کې […]

په ژوب کې

د افغانستان امیر عبد الرحمن په ۱۸۶۷ م کې وزیرستان څخه په سلیمان غرونو کې د شیرانو یو کلي کې ایسار شو. دی لیکي، “هلته تش دوه کورونه وو، وریژې يې نه لرلې او یوه پسه، څلور چېلۍ (اوزې) او درې چرګان يې خرڅولو ته ساتلي وو. ما سره ۳۰۰ کسان پاتې وو، نور رانه […]