Category: بهرني او پښتونخوا

لومړی مشن

د پخواني انجیل د څو پاڼو پښتو ژباړه په ۱۸۱۸م کې د ایسټ انډیا کمپنۍ یو مبلغ “ویلیم کېري” وکړه. ده له هغو کوچیانو پښتو زده کری وه چې هند ته به تجارت لپاره ورتلل. ځینې په بمبۍ او کلکتې کې میشت وو او انګریز به ورته ” پټان” ویل. په ۱۸۴۹م کې صوبه سرحد […]

ټنګسال

د ۱۸ پېړۍ تر پای د پیښور اوسني چوک يادګار کې یوه ضراب خانه (ټنګسال) کې د وخت د باچاهانو سکې جوړیدی. څرګنده نه ده چې دا پخوا نه موجوده وه او که د مغلو په وخت کې دلته جوړه شوه. کله چې د احمد شاه ابدالي نمسي، د شاه زمان خپل وزیر پاینده خان […]

د سیکانو دوره

په پښتونخوا کې اوس هم هغه خلک ژوندي دي چې د سیکانو کیسې يې خپلو مشرانو نه اوریدلي وو. ځینې سپین ږیري د چا د ظلم ذکر کوي نو وایی دا څه “سکها شاهي” خو نه ده. د ۱۸ پېړۍ تر پای، پنجاب کې د سیکانو جنګي ډلو پخپل منځ کې يو کنفيډريشن “سربت خالصه”جوړ […]

هونیګبرګر

د افغانستان د بوټو او نباتات په اړه لومړی کتاب د یوهانس مارټین هونیګبرګر په قلم وکښل شو. دی په ۱۰ مارچ ۱۷۹۵م آسټریا (اتریش) کې وزیږیدو او له وړوکي عمر نه بوټو او ونو مشاهده يې کوله. د راټولو شویو پاڼو انځورونو جوړولو سره سره د بوټو له طبي ګټو به يې ځان خبراو. […]

بابر

د بونیر “توتالۍ” کلي په شمال لویدیځ کې “بابر ډنډ” او “مغل ګټ” ځایونه په ۱۶ پېړۍ کې د بابرباچا د حملو داستان وایی. ظهیرالدین محمد بابر په ۱۴۸۳م کې د فرغانې تیموري حاکم عمرشیخ مرزا کره وزیږېدو. مور به ورته بابر(زمری) ویل. دی د ۱۱ کالو و چې پلاريې مړ شو. ترونو او ماماګانو […]

د پیښور سینماګانې

د لومړي نړۍ وال جنګ نه وروسته هند کې لومړی خاموش فلمونه به د برطانوي پوځیانو لپاره راوړل کیده. په ۱۹۲۰ م کې په پیښورچاوڼۍ کې لومړۍ سینما جوړه شوه. دلته یواځې انګریز او هندي پوځ غړو به خاموش فلمونه لیدی شول. دوېمه سینما “ډیلکس” یو کاروباري، هری چند کپور د پوځي بارکونو په منځ […]

پیفر

د انګریز نیمه پوځي ځواک “پنجاب ایریګولر فرانټیر فورس” مخفف “پیفر یا پفر او د دې غړي “پیفرز” نومېږي. په ۱۸۴۰ م کې د سیکانو سلطنت په ړنګیدو، د دې خالصه پوځ بیکاره شو. په لاهور کې د ایسټ انډیا کمپنۍ استاځي کرنل هنری لارنس دغه پوځ پخپلې ولقې کې واخیستو. وروسته په دغه ځواک […]

له سنده تر کوږک

هنری والټر بېلیو انګریز پوځي ډاکټر د ۱۸۷۱م په سپرلي کې د یو پوځي ډلې سره بلوچستان او بیا سیستان ته سفر وکړو. د دوی په قافله کې ۲۵۰وسله وال، د سورلي اسونه او په سامان بار په سوونو اوښان شامل وو. له جیکب اباد د کلات خان استاځی محمود خان او پیرجان مزاري د […]

مایکل کلوز

د ۱۹۷۰م په لسیزه کې یو بوډا انګریز چې خاکی پتلون او سپین کمیس به يې اغوستي و په بایسکل د پیښور په سړکونو لیدل کیدو. دغه “مایکل کلوز” و چې یوه ورځ زمونږ کالج کې د ” وینې خیرات” په اړه راته یو لیکچر راکړو. هغه ورځو کې دغسې څو انګریزان په پیښور کې […]

بېلیو

د ۱۹۸۰ م په لسیزه کې د انګریزي نه پښتو ته ژباړې لپاره به مونږ د “بېلیو” قاموس کارو. دغه قاموس په لومړي ځل ۱۸۶۰ م کې پیښور کې ترتیب او چاپ شو او وروسته څو ځلې د دې کاپیانې خپاره شول. بېلیو پوځي ډاکټر و چې پلار يې د لومړي افغان جنګ په وخت […]