Category: بهرني او پښتونخوا

د افغانستان انځورونه

په ۱۸۳۹ م کې کله چې انګريز ځواک د غزني کلا ونيوله نو د هغه ځای لومړي انځورونه يو پوځي ډاکټر جوړکړل. دا انځورګر ډاکټرجيمز ايټکنسن د انګلستان د “درهم” ښار يو غريب پلار کره زيږېدلی و. له ماشومتوبه د ده د نورو ژبو او د انځورګرۍ سره شوق لرلو. د ده د پلار ځينو […]

د ناموس بيه

د پېښور د ۱۹۲۰ م د سپرلي هغه شپه يخه او د صدر “ګورا بازار” هټۍ تړلې وې. د بازار شا ته په يوه ليکه د پوځي افسرانو کورونو کې يوه بنګله د (تورن) کيپټن وينګ فيلډ وه چې په هغه شپه له کوره بهر و. د هغه ميرمنې او اولادونو يو بل ته شپه […]

د پښتو لومړی محقق

د نولسمې ميلادي پېړۍ په نيمايي کې د ختيځ جرمني يو استاد، د اروپايانو لپاره د پښتو زدکړې يو سيسټم جوړ کړو. د ده نوم برن هارډ ډورن و او د پښتو ژبې په اړه هغه رساله خپره کړه چې سينټ پيټرزبرګ پوهنتون کې د يو درسي کتاب په توګه لوستل کيده. د ده پورا […]

جان برک

اميرشيرعلي خان لومړی افغان باچا و چې د جان برک يې په بکس کيمره، تصوير واخيستو. جان برک د ۱۹ميلادي پېړۍ په نيمایي کې د اېرلېنډ په ويکلو سيمې کې زېږېدلی و. د ۱۸۶۷ م د هند د خپلواکۍ نه وړاندې د ده پلار د شاهي توپخانې سره په کار وګومارل شو او جان يې […]

مولي ايلس

د ۱۹۹۲ عيسوي کال په اوړي کي مې د عجب خان اپريدي په اړه د بي بي سي په راډیويي ګرامونو کار کوو. مولي ايلس نومې جينۍ چې عجب خان د خپل ورور او دوو نورو ملګرو په مرسته د کوهاټ له چاوڼۍ تښتولې وه، هغه وخت هم ژوندۍ وه. زمونږ همکارجان بټ راته خبر […]

د اباسين په تل کې

د پنجاب او د پښتونخوا تر منځ اباسين يو طبعي سرحد او د لرغونو وختونو راهيسې خلک د هنډ نه پورې راپورې غاړو ته ورتلل. د پېښور نه ۸۰ کلوميټر جنوب لوېديځ کې د سيند لمنه راټوله شي او په ژمي کې پکې اوبه کمې وي. مغل باچا اکبر د پښتنو د څار لپاره د […]

زنداني تمبې او شبقدر

په پښتونخوا کې دوه تمبې د ۱۸۴۲ م راهيسې په قېد کې دي. هره يوه دروازه شل فټه لوړه ده او يو وخت د شبقدر کلا ته پرې خلک وردننه کيدل. په دواړو د ماتم تور رنګ شوی دی او په زنځيرونو تړلي دي. د پېښور نه ۳۵ کلوميټر شمال لوېديځ کې د مومندو سيمه […]

د پښتو زده کوونکي

په ۱۸۳۸ م کې د بنګال د شاهي ايشيايي ټولنې د بمبۍ د انجينيرانو د څانګې مېجر رابرټ ليچ يو مضمون خپور کړو چې پکې د “دير” او د تيراه په سيمو کې د ژبې په اړه يوه څېړنه شوې وه. ده په لومړي ځل پښتو ژبه يې اروپايانو ته وروپېژندله. خو ژوند ورسره وفا […]

اولف کېرو

اوس هم د پښتنو د تاريخ ليکونکي د اولف کېرو نامتو کتاب “دي پټانز” ارو مرو ولولي او له دې معلومات اخلي. اولف کرک پېټريک کروز کېرو د انګلستان د نامتو پوهنتون اکسفورد نه لوړې زدکړې تر سره کړې او په لومړي نړۍ وال جنګ کې د پنجاب د پوځ يو افسر و. دی په […]

مېجر راورټي

هغه لومړې اروپايي چې پښتو ژبې د زدکړې نه وروستو د دې ادبيات يې ولوستل او پرې ليکنې وکړې، مېجر( جګړن) راورټي و. د ده پورا نوم هنري جارج او په ۱۸۲۵ م کې د انګلستان د کارنوال په سيمه کې وزيږېدو. د ده مور او پلار د ايرلېنډ اوسېدونکي وو او پلار يې پيټر […]