Category: زمکه او اوبه

پښین

له کوټې ۵۰ کلومیټر شمال کې د کوږک غره په لمنه کې پښین (پشین) د قافلو د دمې ځای و. په ۱۸۷۲ م کې هنری بېلو د یوې ډلې سره مله و او د پښین په اړه وايی چې، “د دې څلورمه برخه زمکه د سیدانو په لاس کې ده. دوی ډېر پخوا دلته میشت […]

د کرمې سیند

درې ذره کاله پخوا آریايی مناجاتوکې د “کرومو” سپيڅلې سیند اوس هم خپله لاره نه ده بدله کړې. ددې سرچینه په سپين غرکې ده. د کرمې غرونو یوې خوا ته د خوست او پکتيا ولايتونه او بلې خوا د پاکستان قبايلي سيمه کرم ايجنسي پراته دي. د دې اوبه د جلال اباد نه ۸۰ کلوميټرجنوب […]

چمن

د لرغونو زمانو راهيسې، د بولدک له دشتو چې به قافله راتېره شوه نو د کوږک غره په ډډه کې بې له يوې چينې سره پړاو وکړو. د وخت په اوږدو کې ورسره کارېز او هټئ جوړې شوې. خلکو به دغه ځای د “پړاو” په نوم ېادوو چې د انسان او څاروو لپاره پکې خواړه […]

د ورېښمو لاره

انسان چې يو ځای نه بل ته سفر کوي نو د لارې نوم نه، بلکه د سفر پېل او د پای منزلونه يادوي. د جلال اباد -کابل يا د پيښور- تورخم لار او داسې نور. په جرمني ژبې “سيډنسټرابن” (وريښم لار) نوم په لومړي ځل ۱۹ ميلادي پېړۍ کې د جرمني ساينس پوهه او جغرافيه […]

د هامون ډنډ

د هندوکش جنوبي څوکو نه کله چې واورې ويلي شي نو د هلمند او ارغنداوسيندونو نه علاوه په وړو ويالو څو ډنډونو کې راټولې شي. دغه ته هامون وايي چې تر ۱۸۷۲ م د کندهار برخه وه. د افغانستان او ايران تر منځ د پلو د ټاکلو پر وخت دا ډنډ او چاپېره سيمې انګريزانو […]

هريرود

د هرات سيند چې ولس ورته هريرود وايي، هندو کش د کوه بابا له سرچينې راووځي. دا اوبه لومړی د غور په درو کې بهېږي او د جام مينار سره روانې وي. د هرات ښار په جنوب کې د زمکو د خړوبولو نه وروسته د سيند مخه شمال لويديځ ته شي او هلته د افغانستان […]

امب دربند

په ۱۹۷۶ م کې د اباسين په اوبو د تربيلې بند د جوړېدو په مهال هغه لرغونې سيمه د اوبو لاندې شوه چې په يوناني تاريخ کې ايمبوليم او ايمبولينه په نوم ياده شوې وه. د صوابۍ د نامتو غر مهابڼ نه اته ميله ختيځ کې “امب دربند” هغه نښې لرلې چې يوناني نومونو ته […]

زروبی او مناره

په ټيکر جنګ دی، سيلۍ ورېږي، او ونې پاڼې رژوينه د پښتو دا پخوانۍ سندره د مردان د “ټکر” کلي لپاره نه ده وئيل شوې. ټيکر د صوابۍ هغه سيمه وه چې اوس ورته زروبۍ وايي او يو وخت ” مناره يا موناره” و. د اباسين په شمالي غاړه درې غونډۍ يا ډېرۍ “اتخان”، “ولو” […]

د افغانستان سرحدونه

د افغانستان جغرافيه داسې ده چې د تاريخ په اوږدو کې هر ټولواک ته يې اداره کول ګران وو. د دې څلور خواوې د تاريخ په اوږدو کې په بېلا بېلو نومونو ياد شوي دي. د آمو سيند سره خاوره چې اوس د دې شمالي سيمې لکه بلخ، کندوز،بدخشان، شبرغان اوتخار، په شلمې پېړۍ کې […]

مارګله

د اسلام اباد په شمال کې د هماليه د وړو غرونو لړۍ مارګله يا مرګله نومېږي. د دولسو زرو هيکټارونه زياتې پراخې سيمې کې دا غرونه بې شمېره درې او لوړې غونډۍ لري چې متوسط يې ۱۰۰۰ ميټر لوړ دي. تر ټولو لوړه څوکه ” ټيلا چروڼي” نومېږي او په ژمي کې په واورو پټ […]