Category: زمکه او اوبه

کامه

کامه د ننګرهارولسوالي ده چې پکې د کامې ټوله دره شامله ده. د علامه حبيبي وېنا ده چې په افغانستان کې د کا توری د اوبو لپاره کاريدو اوهم هغه وه چې د سيندونو شا و خوا کلي دا توری لری، لکه کامديش، کاپيسا، کابل او دغسې نور. کامه د کونړ سيند سره اباده دره […]

هندو باغ

د سانسکرت “سندهو” يا هندو اوبو ته وايي او د بلوچستان هندو باغ د چينو او کاريزونو په اوبو خړوبيده. دلته د کاکړو څو خيلونه ميشت دي او ځينې لرغونې کاريزونه اوس هم د دوی په نوم مشهور دي. د کارېزګي کلي په لوېديځ کې د اوبو يوه چينه ده چې وايي ۱۲۵ کاله پخوا […]

حاجيګک

د افغانستان د غرونو هغه لړۍ چې کوه بابا نومېږي، د هند د سمندر نه راپورته شوي دي. ميلونونه کاله پخوا د سمندر په تل کې د سونامي يا زلزلي له کبله زمکه دومره پورته شوه چې دا غرونه ترې جوړ شول. دلته د اوسپنې له زېرمو پخواني خلک هم خبر وو او “دره فولادي” […]

تاشقرغان

د پاکستان او چين تر منځ هغه سړک چې قراقرم هاي وې نوميږي، د خنجراب دره کې ۱۶۰۰۰ فوټه لوړوالی لري. څو ميله وراخوا د چين د گمرک پوسټ دی چې “پيرعلي” نومې ځای کې جوړ شوی دی. دا سيمه د نړۍ بام په نوم شهرت لري او د چين په خاوره د تاشقرغان لرغونی […]

د قره باغ او جاغوري سمڅې

د ايټاليې ده لرغون پوهان د يويشتمې ميلادي پېړۍ په سر کې د افغانستان د مرکزي سيمو په یولړڅمڅو وګرځيدل او د خپلو څېړنو لپاره يې د هغه ځاې مطالعه وکړه. دوي د خپلې دغې کتنې اوڅیړنې په ترڅ کې د هرې سيمې څمڅې یا غار ته نومرې ورکړي دي. په دغو څمڅو اوعبادت ځايونوکې […]

د عربستان خيبر

د مدينې منورې نه ۱۷۰ کلوميټر شمال کې د تبوک په لاره پروت د خيبر ولايت د زمکې نه ۸۵۰ ميتر لوړې د تيږو غونډۍ لري. خيبر په عبراني ژبې کې کلا ته واي. دلته د غونډيو نه بهيدونکي د باران اوبه يو سيند کې توېږي چې شا و خوا شنه پټي خړوبوي. د کجورو […]

جلال اباد

د دوېمې ميلادي پېړۍ نامتو يوناني جغرافيه پوهه بطليموس، د سيند پرغاړه هغه سيمه چې اوس يې د جلال اباد په نوم پېژنو، د ” بناګره” په نوم يادوي. بن په سانسکرت کې باغ او نګره ښار ته واي. دا نوم پخپله د جلال اباد يو تعريف دی چې يو قدرتي لوې بڼ کې ښار […]

د خېبر دره

د سمندر نه درې نيم زره فټه لوړ د هندوکش د سپين غر په شمال ختيځ کې د خېبر دره د حقيقت نه زيات د افسانو سيمه ښکاري. شا و خوا ۵۳ کلوميټر اوږد د دې لارې تر تولو تنګه برخه ۳ ميټر او په پلنوالي تر ۱۳۷ ميتر پورې رسېږي. په تاريخ کې زيات […]

خراسان

خراسان د دوو تورو مرکب دی چې ” خور” د نمر او اسان د ځاې مانا ورکوي. ښايي دا نوم په پارس کې د هغې سيمې لپاره وکارول شو چې د دې په ختيځ يا نمرخاته اړخ ته وه. د پارس سلطنت په درېم ميلادي پېړۍ کې د خپلې خاورې شمال ختيځې برخې د خراسان […]

خوست

په افغانستان کې څلور ځايونه د خوست په نوم يادېږي يو خوست د فراه ولايت ۷۰ کلوميټر لوېديځ کې دی. دوېم خوست په غور کې دی. درېم د خوست و فرنگ په نوم ولسوالي د بغلان په ختيځ کې ده چې تر ۱۹۷۰ م د تخار يوه ولسوالي وه او د دې شمال ته د […]