Category: سياست

د ګندمک تړون

په ۲۲ جولاۍ ۱۸۷۸ م کې د روسانو يوه استاځې ډله، بې بلنې کابل کې د اميرشيرعلي خان دربارته ورسېده. په کلکتې کې انګريزان چې خبر شول نو دوه اونۍ وروستو د دوی يو ليک اميرته ورسېدو چې د برطانيه د استاځو يوه ډله هم کابل ته درځي. تصادف داسې و چې د امير شيرعلي […]

کشمير څنګه وويشل شو؟

کشمير پخپلو دريو ګاونډيانو، هند، پاکستان او چين ترمنځ ويشلې خاوره ده. د دې مرکزي او جنوبي برخې د هند په لاس کې دي. پاکستان د جنوب لوېديځ نه تر شمال لوېديځ خاوره په لاس کې لري او د انتظام لپاره د ګلګت بلتستان سيمه يې هم ورسره ګډه کړې ده. د دې شمال ختيځ […]

د ډيورنډ کرښه

د نولسمې ميلادي پېړۍ تر پایه انګريزان د افغانستان سره په دوو جنګونو دې نتيجې ته ورسېدل چې هغوی دا سيمې نورې نشوې کنټرولولې. دوی د امير دوست محمد خان (بارکزي) نمسي او د افضل خان ۵۰ کلن زوی عبد الرحمن حکومت په رسمي توګه ومنلو چې په ۱۸۸۱ م کې د افغانستان واکمن شو. […]

د ټکر پيښه

ټکر د مردان نه ۲۰ کلوميټر شمال لويديځ کې د تخت بهۍ نه دوه کلوميټرپه فاصله يو کلې دی. کله چې انګرېزانو په پښتونخوا کې خپل واک ټينګ کړو نو په ۱۸۷۰ م کې يې د سوات سيند له اوبو د کنال د ويستلو کار پېل کړو. هغه ځاې نه چې پخوا “د جلاله بند” […]

د بالفور ليک

” د جلالت ماآب باچا حکومت په فلسطين کې د يهود ملت لپاره د يو وطن د جوړېدو په خبره خوښ دی او زيار باسي چې د دې هدف د تر لاسه کولو لپاره ورسره مرسته وکړي. د دې پوهې سره چې په فلسطين کې مېشت غېر يهودي قامونو سره مذهبي تعصب او يا د […]

لويه لوبه

  لويه لوبه هغه تورې دې چې ښاي پښتانه ليکونکي ورسره ډير اشنا وي. دا نوم په لومړي ځل په بنگال کی د بريطانيې د ختيځ هندي شرکت ( ايسټ انډيا کمپني) د جاسوسۍ د څانگې يو افسر ارتهر کونولي ( په ۱۸۴۲ کی ومړ) له خوا وکارول شو. په نولسمې پيړۍ کی د زمکې […]

ختيځ پاکستان څنگه بنگله دېش شو؟

په ۱۹۴۷ م کې انگرېزانو هند لويه وچه په دوو برخو ووېشله چې هندوان او مسلمانان پکې بېل بېل ژوند وکړي. دا وېش په اصل کې د پنجاب او د بنگال و. يو خوا مغربي بنگال چې د هندوانو شمېره پکې زياته او کلکته يې لوې ښار و، بل خوا ختيځ پنجاب چې د سيکانو […]

د اريا افسانه

د لرغوني هند په اړه يو ساده نظر دا دې، چې د ” دراوړ” نسل خلکو پکې ژوند کوو، د شمال نه ورباندې ” اريايي نسل” خلک راغلل او دوي يې خپل غلامان کړل. په سانسکرت ژبې کې اريا يو ” صفتي” تورې دی چې مانا يې محترم وي. کله چې دې توري انډونيشيا او […]

فاشسزم

د لاطيني ژبې د “فاشس” تورې هغه لرگيو لپاره کاريدو چې د يو تبرگي لاستې يې جوړوو. په لرغونې روم کې داسې تبر به د سيمې د قاضي سره د هغه جلاد وړلو او د هغه په امر د قتل يا د بغاوت مجرم نه به يې په داسې تبرگي سر پرېکولو. وروستو د مرگ […]

لويه لوبه څه وه؟

په نولسمې پيړۍ کی د بريطانيې او د روس سيالي چې سل کاله روانه وه، ” لويه لوبه” نومېږي. . لوبه د “شطرنج” وه او پکی چين او پارس ( ايران) هم ورگډ و. دا نوم په لومړي ځل په بنگال کی د بريطانيې د ختيځ هندي شرکت ( ايسټ انډيا کمپني) د جاسوسۍ د […]