Category: سياست

غرونه او سياست

په افغانستان کې د پرنګیانو او د دوي په لاس جوړو شويو ډلو ترمنځ د شريکو ګټو پاليسي کابو دوه پیړئ پخوا د هند په خاوره پیل سوی چې په يوشتمې پېړۍ په سر کې خپل اوج ته ورسېدو. د دی نوی پرنګئ (امریکایی) لوبی د تفصیل لپاره به هغه لوبغالې په نښه کړو چه […]

دوه پيران او يو اخوند

د شپاړسمې ميلادي پېړۍ په نيماي کې د پښتنو په خاوره دريو شخصيتونو پخپلو عقايدو خلک راوپارول. دا هغه زمانه وه چې د شېر شاه سوري زامنو پخپل منځ کې په جگړو او وژنو اخته و او د هند تخت ترې مغلو ونيولو. د بابر نمسي محمد اکبر چې تنکې ځوان و، د خپل پتمن […]

ملت پالنه

انسان په فطري توگه په ډلو کې ژوند خوښوي. مونږ په خلکو کې د امن احساس کوو چې دود دستور يې زمونږ په شان وي او ژبه مو شريکه وي. د يو والي د احساس شدت په وړو او نږدې اوسېدونکو ډلو کې زيات ليدل کېږي او هم دا ملت پالنه ده. ملت پالنه چې […]

کميونيزم

د لاطيني “کميوناز” چې مانا يې “د ټولو لپاره” ده، په شلمې ميلادي پېړۍ کې د يو غورځنگ نوم شو. د دې پلويانو غوښتل چې داسې ټولنه جوړه شي چې پکې نه څوک غريب وي او نه شته من. زمکه دې هم د ټولو وي او د دې په توليد د ټولو حق وي. هر […]

سوشلزم يا اشتراکي نظام

د پښتنو د شريکې کور چې پکې څو وروڼه د خپل مور او پلار سره يوځاې ژوند کوي. په داسې ټبر کې زمکه او د دې عايد د ټولو وي. خرڅونه هم شريک وي او هيڅوک د بل نه ښه يا بد ژوند نه تېروي. سوشلزم يا ” اشتراکيت” د کلي، ښاريې او د هيواد […]

ډيموکراسي يا جمهوريت

د يوناني ژبې دوه تورې ” ډيموس” (خلک) او ” کراټوس” ( واک يا قدرت) دوه نيم زره کاله پخوا د اتن ( اېتهنز) کې هغه وخت وکارول شو چې ولس د خپل هره ورځني ژوند په چارو کې ونډه واخيسته. د ډيموکراسي تورې د ” اريسټوکراټ” په مقابله کې رواج شو چې مانا يې […]

وهابيان څوک دي؟

د سعودي عرب مرکزي برخې او د پلازمېنې رياض نه ۳۰ کلومټرشمال لوېديځ کې يوه سيمه الدرعيته” نومېږي. په اتلسمې ميلادي پېړۍ کې د اوسني شاهي کورنۍ مشر هم دلته ژوند کوو. د دې په يو وړوکي کلي ” العينيه” کې د يوې مذهبي کورنۍ ماشوم په ۱۷۰۳ م کې وزېږېدو چې محمد ابن عبدالوهاب […]