Category: لنډ معلومات

ويد څه وي؟

ويد په سانسکرت ژبې کې علم يا معلومات ته واي. دا د زاړه سانسکرت ژبې هغه په زرگونو بېتونه دي چې په هند کې د لرغونو زمانو راهيسې برهمنانو زمزمه کول او ځيني يې وروستو و ليکل شول. ددوي په عقيده دا د خدايانو سندرې وې چې سپيڅلو انسانانو واوريدې اونورو ته يې وروښودلې. ويدونه […]

چار آینه

شا و خوا دوه نیم زره کاله پخوا د روم پوځیانو به د جنګ په وخت د کمیس د پاسه نری ” مسین” څادر تړلو چې د تورې ګوزار سره زخمي نشي. بیا دا په ګول شکل کې د څرمنې تسمو سره جوړیدو. په پښتو کې دا ” سپر” او زغره نومېږي. د روم پوځيانو […]

اشک دان

په قدیم یونان او روم کې دا دود و چې د یو مړي د ویرژنو خپلوانو اوښکې به د خاورې یا شیشې په یو وړوکي بوتل کې راټول کړل. بیا به دا په قبر کې مړي سره د ډالۍ په توګه خښول. په فارسي کې د ” اشک دان” نوم هغه وړوکي بوتل لپاره کاریدو […]

جمدهر

دا په سانسکرت کې دوه اړخیزه نیغ خنجر ته وایی او ” کټار” هم بللې شي. د هند په لویه وچه جمدهر د پوځي وسلو یوه برخه وه. د فولادي “جمدهر” عمومي اوږد والی به څه د پاسه یو فټ او پلن والی نیم فټ و. دا یوه خطرناکه وسله وه ځکه د دې دواړه […]

خښتې

شاوخوا لس زره کاله کيږي چې انسان د غارونونه راووتلو، وحشي ځناوريې خپل ملگري کړل اود اوبو په غاړه يې ځان له د خټو اولوښې نه کورونه جوړکړل. هغه کور به يوه کوټه و اودغار په شکل گول چتونه او يوه تنگه دروازه يې لرله. کوم ځاې چې تيږې موندل کيدې، هغه يې هم کارولې. […]

اراميک

دا د سامي ژبې يوه لهجه وه چې ترې نورې لوې ژبې جوړې شوې. سام د نوح پيغمبرزوې و. اراميک شاو خوا درې زره کاله پخوانۍ ژبه ده چې په منځني ختيځ کې د بيلا بيلو سلطنتونواود کاروبارلپاره کاريده. گومان کيږي چې عيسا پيغمبرپه دې ژبې خبرې کولې او لومړې انجيل هم په دې کې […]

تُکمه – تڼۍ

د انګریزي بټن او د پښتو تڼۍ یا تُكمه اوس د لباس یو عامه برخه ګرځیدلی ده. زرګونو کاله پخوا، په غارونو کې اوسیدونکو انسانانو په لومړي ځل د ځان پټولو لپاره د ونو پاڼې او د ځناورو پوټکی استعمالول. د دغې لباس د ټینګولولپاره به يې ورباندې د څرمنې پړي تړل. تر زرګونو کالو […]

انګشتانه

په ستن تار د جامو ګنډل یو وخت عام وو او د ډېر کار لپاره به يې په ګوتې یو پوښ خیژولو. دغه د فارسي “انګشتانه” د انګریزي ” تهیمبل” د عربي ” کشتبان” او د هندي “نوک” نومېږي. د سلورو انګشتانې په لومړي ځل انګلستان کې د هالینډ یو هنرمند جان لوفټینګ په ۱۶۹۵م […]

د اسطرلاب سفر

د لندن په ساینس میوزیم کې نندارې ته ایښې، یو اسطرلاب د کابل د بالاحصار نه چور شوی و. اسطرلاب ( اېسټرو لېب) هغه ساینسي آله وه چې د اوسني موبایل ټیلیفون متبادل ورته ویلې شو. دا به د برونزو یا مسو جوړیدو چې یو څرخ او د هغې د پاسه درې یا څلور دایرې […]

هیلو

په میلینونو انسانان هره ورځ خپلې ټیلیفوني خبرې په “هیلو” پېل کوي. د یورپ دغه ټکی د نړۍ هرې ژبې کې هم یوه مانا ورکوي چې د پښتو ” ښې چارې” یا هرکله کیدایشي. ځینې خلک له ځانه دا وایی چې د ټیلیفون د موجد “الیګزانډر ګراهم بیل” د میرمنې نوم “هیلو” و نو ځکه […]