د کابل اورگاډې په ۱۹۱۹ م کې د امان الله خان د باچا کېدو سره د افغانستان د ماډرن کولو پروسه پېل شوه. په دې کې د اور گاډي جوړول هم و. په ۱۵ دسمبر ۱۹۲۲ م د کابل نه تر دارالامان پورې شپږ ميله د وړوکي بر پاټلۍ جوړه کړې شوه. په دې کې هغه مواد وړل […]
د دريو زمانو انسان د نړۍ په دې کره کې زمونږ د ژوند څومره موده وشوه؟ د دې پوښتنې ځواب په هر دور کې د هغو توکو نه معلوم کړې شو چې د نړۍ په يو او بل گوټ کې رابرسېره شول. تر اوسه دا څرگنده شوې ده چې انسانانو ډېره موده د ژوندي پاتې کېدو لپاره په غارونو […]
شکارپور د کندهار د زوړ ښار جنوبي دروازه “ښکاپر دروازه” نوميده چې د وخت په تېرېدو خلکو “ښکاپر بازار” کړو او اوس يې ځينې ” کاپر بازار” بولي. دا د “شکارپور” وران شوې بڼه ده چې اوس د پاکستان د سنده په صوبه کې د يوې ضلع او د ښار نوم دې. د سندهه د دشتو […]
په افغانستان کې د کچ دوديزې لارې په هره ورځني ژوند کې د وړو توکو، لکه د جامو گنډلو او د اوبدلو لپاره د اوږد والي او پلن والي دا اندازې وې چې د انسان د بدن له غړيو اخيستل شوي دي. موى يا وېښته، ناخون يا د يو نوك سور، انګشت يا د يوې ګوتې سور، بليست يا لوېشت، ( ټوکر […]
رايل اېشياټيک سوسايټي د اتلسمې پېړۍ په وروستي لسيزه کې کلکته په هند کی د بريطانيې د سلطنت مرکز و چې د “فورټ ويليم” نومېده. د لندن نه ورغلي يو قاضي ويليم جونزچې د خپلو رسمي کارونو سره سره په سانسکرت ژبې څېړنې کولې، د يوې علمي ټولنې د جوړولو لپاره ولوستو کسانو ته بلن ليک ورواستوو. د […]
بطليموس په دوېمې ميلادي پېړۍ کې د روم، يوناني نژاده بطليموس د مصر په اسکندريه کې ژوند کوو. په لاطيني کې د ده نوم ” کلاډيس پوټالميس” تلفظ کيږي. دې رياضي دان، ستور پوهه، جغرافيه دان او نجومي و. ده يو شعرهم وېلې دې چې د محاورې په توگه پاتې دې او په يوناني ژبې ليکنې […]
پارا چنار د کرمې پلاز مېنه او د پاکستان په قبايلي سيمې کې تر ټولو لوې ښار پارا چنار پکتيا ته نږدې دې. دلته يوه لويه دچنار ونه وه چې ورلاندې ” پارا چمکنو” خپلې جرگې کولې. د دې نه وړاندې دا ځاې ” توتکي” نومېدو او خلک به يې توتکي وال بلل کېده. د افغانستان پخواني […]
علي مردان د ۱۷۷۳ م نه تر ۱۷۹۷ م پورې د پېښور والي علي مردان خان و. دده د ژوند په اړه ډېر معلومات نشته خو دې د تېمور شاه د خپلوانو نه او د دراني ټبر يو مخه ور سردار و. په اوولسمې ميلادي پيړۍ کې د پارس د حکومت له خوا د کندهار والي هم […]
مرهټه مها په سانسکرت کی لوې او راشټي يا راشټه د ځاې يا د قام لپاره کاريږي. د هندي ارياي نژاده خلک چې د هند د اوسني مهاراشټره ايالت کی اوسيدل لکه د پښتنو څو قامونه لري. دوي په مراټهي ژبه خبری کوي او په سيمې کې نورو خلکو هم دا ژبه تری زده کړی ده. […]
سرهند په لوېديځ پنجاب کې اريايانوخپلې نښې د ستلج سيند په غاړه د يوې غونډۍ د پاسه پرېښودل چې پخپلو سندروکې يې ” ستودره دېش” په نوم يادوو. په يوولسمې ميلادي پېړۍ کې کله چې هندو شاهان دافغانستان نه ووتل نودا ځاې يې خپله پلازمېنه کړه. په دولسمې پېړۍ کې د هند خواکمن باچا پرتهوي راج […]