د سقراط وېنا ۱. زه د يونان او د ايتهنز نا، بلکه د نړۍ اوسیدونکې يم. ۲. زه چا ته سبق نشم ورکولې- زه ورته د سوچ موقع ورکوم. ۳. حيرانتيا د پوهې پېل وي. ۴. د ځان موندلو لپاره د ځان په اړه فکر پېل کړئ. ۵. خپل ځان وپيژنه. ۶. په يو پوښتنې پوهيدل، نيم ځواب […]
د ګوتوچاپ د روغ انسان د ګوتو په سر پوټکي کې لیکې (کرښې) ښکاري. دا هغه وخت جوړېږي چې د مور په خېټه کې ماشوم د ۴ میاشتو شي. د هغه په وجود کې ډي- این- ای د یو ریډیایی پیغام په واسطه دا کرښې په پوټکي جوړوي. خو حیرانوونکی خبره دا ده چې د ماشوم په […]
د اټک اورګاډی په هند کې د اورګاډو د پاټلۍ او سټیشن جوړول هغه وخت پېل شول چې انګریز ډېلي ته ورسیدو. د ۱۹ پېړۍ په نیمایی کې پنجاب ته هم د پاټلۍ په جوړولو لاس پورې شو. د ۱۸۷۵م ترپای د لاهورنه یوه لیکه ګجرات پورې وغځیده. کال وروسته په جهلم سیند د اورګاډي پل جوړ شو. […]
کچکول اصل کچکول په طبعي شکل کی د سمندر اوبو کې موندل کيږي. دا د بحرالکاهل د ګرمو سیمو په ساحلونو هغه ناریل ( کوپرې) ونه وي چې لوی او په دوه برخو ویشلی وي. دغه میوه د سمندر په مالګینو اوبو کې له سولیدو وروسته غوړ تور بڼه کې به خلکو راټول کړو. په فرانسوي […]
شیخ پولاد بابا د شبقدر کلا نه ۲ کلومیټر په فاصله د سړک نه ۵۰۰ میټر لیرې یوه لویه هدیره د شیخ پولاد (فولاد) بابا په نوم مشهوره ده. دا زیارت د پوټکی ننکو(دانو) د درملنې لپاره اوس هم شهرت لري. د زیارت سره نزدې د کابل سیند یوه ویاله بهېږي چې پخوا به خلکو د دانو د […]
منجیله د کلي هر کور کې به یوه خیرنه منجیله د ګړونج یا د چاټۍ سره نزدې پرته وه. ښځو به د منګي یا منګو د ټینګولو لپاره دا په سر ایښودله. د مومندانو جینۍ وکړه چې په یوه منجیله درې منګي راوړینه په سر دروند بار (پیټی) وړل یو طبعي انساني عمل دی. تر څو […]
یووې زمکه قولبه کول او پکې یووې (یوې) ګرځول د انسان تر ټولو لومړی ساینسي کارنامه وه. د ۲۰ پېړې یووې یو یا دوو غوایانو ته اړ وو. د غوایی په څټ پروت جغ (ژغ) او د دې “جغونډی د “ولی” له لرګي جوړیدل ځکه دا به سپک و. د یووې لپاره د ” څېړۍ” (بلوط) […]
جوګ-یوګ او یوګا شا و خوا ۳۰۰۰ کاله پخوا، د جنوبي هند جولاګانو له کرناټکه، اندهرا پردیش او تاملناډو شمال ته کډه وکړه. دوی د لرګي په اوزار له کاټن کپړه (ټوکر)جوړله. دوی د دنیاوي شیانو سره ځان نه نښلاو، واده يې نه کاو او د نفس د کنټرول لپاره مشر ورته څو اصول ټاکلي وو. یو دا […]
د ایسپ کیسې د کیسو په ژانر کې ” فېبل” هغه کیسې دي چې ځناورو یا مارغانوعمل یا وېنا وي. دا ولسي کیسې نه دي او ادبي بڼه لري چې د هوښيارو خلکو او عالمانو له خوا ويل کیده. شا و خوا ۲۶۰۰ کاله پخوا د یونان په یو جزیره، “د ایسپ کیسې” اوس ټولې نړۍ په ژبو […]
څلوېښتي- قرنطین په اطالوي ژبې کې “کورانټه ژیورني” څلویښت ورځو یاني څلویښتي ته وایی. د پښتنو په کلچرکې د مړي څلوېښتي او د ماشوم زیږولو نه وروسته، نوی مور تر څلویښتو ورځوکور کې ساتل ضرورګنل کېږي. د هندو سادهوانو، مسلمان پیرانو، بودایی او مسیحي راهبانو “چله” هم دغه څلوېښتي یا قرنطین وي . په عیسایی او مسلمان […]