Category: لنډ معلومات

څلوېښتي- قرنطین

په اطالوي ژبې کې “کورانټه ژیورني” څلویښت ورځو یاني څلویښتي ته وایی. د پښتنو په کلچرکې د مړي څلوېښتي او د ماشوم زیږولو نه وروسته، نوی مور تر څلویښتو ورځوکور کې ساتل ضرورګنل کېږي. د هندو سادهوانو، مسلمان پیرانو، بودایی او مسیحي راهبانو “چله” هم دغه څلوېښتي یا قرنطین وي . په عیسایی او مسلمان […]

جوغه

جوغه (جوقعه) یا جیغه د سرو زرو هغه ګاڼه ده چې د هند په لویه وچه او پارس کې شته منو سړو په پټکي یا ټوپۍ کې ټومبله. د دې نه وړاندې د شاهانو او راجه ګانو په پټکي کې د طاوس يا د مرغ زرېن بڼکه د دوی د واک او مقام ښکارندوی وه. […]

ګل باران

د ۱۹ پېړۍ په کاکړی غاړو کې ګل باران “ګل بارو” په نوم یاد شوی دی. چه شنکئ تاڼه ئې کښه (برید) ګل بارو کړګي (کړی) ده ساده په ټوپو تښتي سیکان داسې غړوبې (خوځښت) د ګل باران بېخي ټيک ولي په نښه ګل بارو وژني ګورکيان د ژوب ملیشیا په ۱۸۵۲م کې د یو […]

نو- رتن

د هند باچا بکرماجیت (۳۷۵ م نه تر ۴۱۴ م) د خپل ملک ۹ وتلي کسان په دربار کې ساتلي وو چې هر یو يې پخپل علم او مسلک کې نابغه و. دوی به د “نو+رتن” (نهه غمي) بلل کیده چې باچا به په حکومتي کارونو کې ترینه مشورې اخیستی. د وی نومونه په تاریخ […]

د بوسو خوسی- سخی

په پښتو کې یوه محاوره ده چې ” په وهلو وهلو يې د بوسو سخی ترې جوړ کړو.” مانا هغه کس بیا لاس پښې نشي خوزولې. د مړ خوسکي ټول پوستکی به يې وويستو، پکې به يې بوس (پروړه) ډک او یو پړي سره به يې ځوړند کړو. دغه د بوسو سخی وي. ځینې پښتانه […]

سمه

د پښتنو په اړه ځینو تاریخونو کې “سمه” او د “سمی پښتانه” د “سامانه” سره تړل شوي دي. دا د پنجاب په پټیاله کې د یوې سیمې نوم دی. په پښتو کې “سمه” هوارې زمکې ته وایی. پښتنو به د روغبړ په وخت مساپر نه پوښتنه کوله چې، “د سمی يې؟ که د غرونو؟ د […]

شین

په پښتو کې “اسمان شین دی” هغه محاوره ده چې نور خلک پرې ملنډې وهي. شین واښه، شنې سترګې، شنه پاڼه او هغه میوه چې “شنې” نومېږي، ټول د خپل رنګ له کبله پیژندلې شي. خو د اسمان او سمندر رنګونو ته شین ولې ویل کېږي؟ دا ستونزه په ډېرو پرمخ تللو ټولنو کې هم […]

رام تخت

په هند کې د امرنات غار نه وروسته د سوات د ایلم غر تر ټولو لوړه څوکه رام تخت د برهمني دین یو سپېڅلې ځای ګڼلې شي. د زمکې نه ۹۲۰۰ فټ لوړ دغه غر د “جوګیانو سر” په نوم هم مشهور دی. هندوان باور لري چې د دوی سپیڅلې مشر رام چندر جي ۳ […]

چیني خانه

پخوانیو کورونو د کوټې په یو دېوال کې طاقچه ارو مرو جوړېده. هغه وخت د میز، کرسۍ یا د الماریو رواج هم نه و. د کور څو لوښی او د شپې رڼا لپاره ډیوه به په دغه طاقچه کې ایښودل کیده. د چین د خاورې لوښي ” چیني” او په انګریزي کې “چاینا” نومیدل. هلته […]

باڼيچغ

د دې نوم سره د کلیوالو ماشومانو جینکو خلې به له خندا ډکې شوې. هیڅوک د “باڼيچغ” ټکي په مانا نه پوهیدل خو دا د خوشالۍ او د میلې اعلان و. د وړوکي او لوی اختر نه علاوه د “جنډو په میله” کې هم باڼيچغ ودرول شو. د کلي په یو کورکې به د دې […]