Category: لنډ معلومات

شین

په پښتو کې “اسمان شین دی” هغه محاوره ده چې نور خلک پرې ملنډې وهي. شین واښه، شنې سترګې، شنه پاڼه او هغه میوه چې “شنې” نومېږي، ټول د خپل رنګ له کبله پیژندلې شي. خو د اسمان او سمندر رنګونو ته شین ولې ویل کېږي؟ دا ستونزه په ډېرو پرمخ تللو ټولنو کې هم […]

رام تخت

په هند کې د امرنات غار نه وروسته د سوات د ایلم غر تر ټولو لوړه څوکه رام تخت د برهمني دین یو سپېڅلې ځای ګڼلې شي. د زمکې نه ۹۲۰۰ فټ لوړ دغه غر د “جوګیانو سر” په نوم هم مشهور دی. هندوان باور لري چې د دوی سپیڅلې مشر رام چندر جي ۳ […]

چیني خانه

پخوانیو کورونو د کوټې په یو دېوال کې طاقچه ارو مرو جوړېده. هغه وخت د میز، کرسۍ یا د الماریو رواج هم نه و. د کور څو لوښی او د شپې رڼا لپاره ډیوه به په دغه طاقچه کې ایښودل کیده. د چین د خاورې لوښي ” چیني” او په انګریزي کې “چاینا” نومیدل. هلته […]

باڼيچغ

د دې نوم سره د کلیوالو ماشومانو جینکو خلې به له خندا ډکې شوې. هیڅوک د “باڼيچغ” ټکي په مانا نه پوهیدل خو دا د خوشالۍ او د میلې اعلان و. د وړوکي او لوی اختر نه علاوه د “جنډو په میله” کې هم باڼيچغ ودرول شو. د کلي په یو کورکې به د دې […]

مچنوغزه – مچوغنه

د افغانستان په لیرې پرتو سیمو کې کې ځينو شپونکو سره اوس هم دا ساده وسله لیدل کېږي. په پښتو کې دوه ډول تلفظ کېږي، “مچوغ نه” او “مچ نوغزه”. دا د لیندې ابتدایی شکل و چې یو پړي یا مزي تر منځ کاڼې کېږدي. د پړي دواړه سرونه د یو لاس په ګوتو ونیسي، […]

جغ او جغونډی

تاسو کې ډېر به اوس جغ نه پېژني. ځکه چې “کولبه” يې نه ده لیدلې. كه کولبه هم نه پېژني نو غنم او جوار يې نه دي لیدلي. او اوړه نه پېژني ځکه تیاره ډوډۍ (برګر) له بازاره راوړي. که څوک جغ نه لږ خبر دی نو هغه بیا جغونډی نه پېژني. د پښتو دغه […]

ولور- واج او بدل

ولور هغه پېسې، سره زر، پسونه او مال وي چې یوې جینۍ د واده په وخت د هغې پلار، نیکه، تره یا ورور د زوم نه اخلي. ښځې لکه د پسونو خرڅول د قبیلوي ژوند یوه برخه وه. په هغه ټولنه کې ښځې، لکه د څاروي په یو بل خرڅول چې درانه کارونه يې کولې […]

لنګر

دهند په لویه وچه کې په یو زیارت یا خانقاه خلکو ته وېړیا ډوډۍ ورکول “لنګر” بلل کېږي. دا دود کله نه پېل شو، معلومه نه ده خو د بودایی او برهمني دین “دهرمشاله” یا “دهرم ستره” د عبادت ځای سره نزدې هغه ځای و چې پکې مسافرو یا زیارت کوونکو ته ډوډۍ او د […]

دوه دیګونه

په ۹۷۶ ه (۱۵۶۷ م) مغل اکبر باچا له آګرې لوڅې پښې د راجستان اجمیر ته روان شو. شا و خوا ۴۰۰ کلومیټر دغه مزل د ۱۳ میلادي پېړۍ صوفي خواجه معین الدین چشتي په ذیارت د یو نذر لپاره و چې خدای ورله یو زوی ورکړي. د منښتې لپاره هغه یو لنګر جاري کړو. […]

ولایت او ولایتي

د ولایت عربی تورې په ” ولا” کې ریښې لري. مانا يې واک، سرپرستي څارنه او حاکمیت دی. والي هغه څوک چې واک یا اختیار لري. په تصوف او شیعه فرقې کې د ولایت څو درجې او ډولونه دي. د عثماني سلطنت ټولې صوبې به د ایالت په نوم یادېدې، لکه د پارس یا د […]