Category: لنډ معلومات

بوده ستوا

يوه توری چې په بودايي علم کې ډېر کارول کېږي او لرغونپوهان د يوې مجسمې په ليدو وايي چې دا بودا نه دی بلکه بودهه ستوا دی. د دې مفهوم د بودا روح وي. د بودایي دين منونکي په دې باور دي چې لومړی بودا شهزاده سدهارته د نيپال په يو رياست کپل وستو کې […]

د افغانستان منرالونه

څنګه چې سعودي عرب د تېلو زېرمې لري، هم هغسې د افغانستان خاوره په ليتهيم ډکه ده. ورسره کرومايټ، مس، اوسپنه، ګوګړ(سلفر) او نقره(سپين زر) په لوی کچ موجود دي. کوبالټ، بارايټ او نيوبيم هغه منرالونه دي چې اوس نوي ټېکنالوجي کې ترې کار اخيستل کېږي، په افغانستان کې فراوان دي. هغه چې زېرمې په […]

چوپړ

د هند په لرغونو انځورونو کې راجا ګان د چوپړ په لوبې بوخت ښکاري. د مغلو په حرم سرا کې ښځو به په دې لوبه ځان مصروف ساتلو. چوپړ د سانسکرت توری دی او د هغې لوبې نوم دی چې دوه کسان يې لکه د شطرنج يا لډو، په تخته کوي. دغسې يوه لوبه پچيسي […]

د افغانستان ځنګلونه

په افغانستان کې درې ډوله ونې کېږي چې لومړۍ پاڼه رژوونکي ونې لکه غوزان، ريمه،پنجه، چنار او د فندق ونې دي. دوېم د پلنو پاڼو لروونکي تل شنې ونې لکه د څېړیو ونې او درېم د تېرې څوکې لروونکې تلشنې ونې لکه د لمنځې ونې، اوبښته، بيجور، سرپ، نښتر ، ارچه او نور. د شلمې […]

لونګ او لونګين

لونګ د ګرمو ساحلي سيمو يوه ميوه ده چې د ونو نه راټولول کیږي. د هند د جنوبي ساحلونو او د ملايا د جزيرو دا ميوه يوه ډېره قيمتي مساله وه چې د وريښمو د لارې به يې مرکزي ايشيا ته وړله. لکه د لاچي او نورو خوشبو لرونکو توکو، لونګ ګران بيه وو نو […]

پارس که ايران

په تاريخي توګه د پارس خليج په شمال کې زمکې نوم پارس و چې په يوناني کې به يې ورته پرسيس او لاطيني کې پرشيه شو. عربانو “پ” په “ف” واړوله او دا فارس شو. د ايران مانا د ” اريايانو خاوره” کېږي او ځينې خلک باورلري چې دا نوم په څلورمې ميلادي پېړۍ کې […]

د علي مسجد زيارت

د پېښور په لوېديځ کې او د لنډي کوتل نه ۱۶ کلوميټر ختيځ کې د خېبردرې تر ټولو تنګه برخه د غزنويانو په تاريخ کې “سنګ سوراخ” نوميدو. د دې تنګۍ نه په يو وخت کې ايله يو اوښ تيرېدې شو. په اتلسمې ميلادي پېړۍ کې انګرېزانو د سړک جوړولو لپاره دا ځاې پراخ کړو. […]

مهابت خان

په مغل هند کې د مهابت خان په لقب دوه شخصيتونه دي چې يوه يې پلار او بل يې زوې و. د لومړي مهابت خان اصل نوم زمانه بيګ و او پلار يې غيور بيګ کابلي نوميدوچې د اکبر باچا د ورور ميرزا حکيم سره په پوځ کې ملازم و. په ۱۵۸۵ م کې غيور […]

اروسي يا ورسۍ

ورسۍ يا اورسۍ په پښتو کې د کړکۍ پخوانی دوديزه نوم دی. د دې د اصل نه څوک خبر نه دي او ممکن د “ور” نه اخيستل شوی وي. د پېښور په زاړه ښار کې د پخوانيو کورونو هغه کړکۍ هم روسۍ نومېږي چې تختې يې يو بل د پاسه ښکته او پورته کېدی شي.د […]

ديوبند

په ۱۸۵۷ م کې د هند د خپلواکۍ پاڅون چې انگرېزان يې د غدر په نوم يادوي د مغل حکومت خاتمه وکړه. هغه وخت د مسلمانانو ځينو مشرانو په ټولو د جهاد غږ وکړو خو بې شميره يې ونيول شول او په زندان کې يې واچول. په۱۸۶۶ م په ۲۱ مې ( ۱۲۸۳ هجري) سهارن […]