Category: لنډ معلومات

شړۍ- ټوګا

د لرغوني روم هغه مشهور سپين څادر ټوګا نومېږي چې د دوی په مجسمو او انځورونو کې يې ليدلی شو. دا شپږ مېتر اوږد وړين څادر د ليلن د واسکټ ډوله کميس د پاسه اغوستل کېده. د ټوګا هغه بڼه چې د روم او يونان په مجسمو يې ګورو، مستطيل نه وي لکه چې د […]

د زيارت بيه

د کوټې نه ۱۵۰ کلوميټر لوېديځ ته د زيارت نوم د ” خرواري بابا” زيارت له کبله مشهور شو. دلته د اختر په موقع به ځوانان د پالوانۍ (غېږ بازي) او د نښې ويشتلو سيالۍ لپاره ټوليدل. د لته د لرغونې زمانې راهيسې د باران اوبه ډېر په مهارت کارېزونو کې راټوليدې. خلکو به د […]

دوه ګوتې

د انګرېزي “وي” تورې د ويکټري يا د بري نښه ګڼل کېږي. دا نښه په لومړي ځل د بريطانيې وزير اعظم ونسټن چرچل په دوېم نړۍ وال جنګ ( ۱۹۳۹ نه تر ۱۹۴۵ م ) کې جوړه کړه. د چرچل له خوا جوړې شوې نښې کې د لاس ورغوې بهر خوا ته او درې نورې […]

د بودا ژوند

بوداي دين د سدهارته تعليمات دي چې د عيسا پيغمبر له زېږيدو شپږ سوه کاله پخوا ( ځينې سرچينې دا څلور نيم سوه کاله پخوا ګڼي) د نېپال د يو وړوکي رياست کپل وستو شهزاده و. د ده به اړه نجوميانو باچا ته وئيلي وو چې لوې سړې به ترې جوړېږي خو باچاهي به نه […]

اويستا

د زردشت دين سپېڅلې صحيفې اويستا نومېږي. د اويستا منونکي په دې باور دي چې دا نړۍ د ” اهورا مزدا” له خوا جوړه شوې وه او په دې کې هيڅ بد، غم، ناروغي، مرګ او افتونه نه وو. شپه هم پکې نه وه او نمر به هر وختې د اسمان په سر ولاړ و. […]

حکيم لقمان

 د ده د حکمت او د پوهې کيسې په اسلامي نړۍ کې مشهورې دي او ځينې ممکن تاسو هم اوريدلې وي. لقمان د اصل نوم په اړه څوک په باور نشي وئيلې خو يو ځاې، لقمان ابن عنقه ابن سعدون او په بل ځاې لقمان ابن تاران ليکل شوی دی د ده اصل وطن په […]

د کېلاش او د مزار جنډې

بلخ ولایت ته زرګونه افغانان او بهرنیان هر کال د مارچ په مياشت کې ورځي چی په مزار شریف کې د جنډی د پورته کیدو دستوره کې ګډون وکړي. د جون په مياشت کې د تبت بودايان د کېلاش غر ته روان وي چې هلته د جنډې پورته کيدو په مراسمو کې ورګډ شي. زيات […]

د پېښور کاروان سرايونه

پېښور د خېبر درې نه اباسين ته په لاره پروت يو ښار دی چې ښايي د مساپرو لپاره پکې د دمې ځايونه جوړ وو. هر يو سراې به د بل نه د يوې ورځې په فاصله جوړېدو او کوم ځاې چې به سراې نه و نو يو کلې به يې ټاکلې و چې هلته د […]

زردشت څوک و؟

شا و خوا درې زره کاله کېږي چې د ترکمانستان د ” کره قم” دشتو نه لوې شمېر خلکو د وچکالۍ د لاسه کډه وکړه. کله چې دا کوچېان او ښارېان د اوسني افغانستان په شمال کې شنو غرونو ته ورسيدل نو د زمکو په کرونده اخته خلک يې مجبوره کړل چې دوي ته سر […]

کاليزه – مننه او پوښتنه

يو کال کېږي چې په دې ورځ مې وېبپاڼه پېل کړه. باور مې و چې په اوس وخت کې خبرونه ډېردي خو معلومات نشته. تر ټولو زياته اړتيا د پښتو ژبې د ژورناليسټانو وه چې په لږ وخت کې د خپلو خپرونو لپاره يې ساده او مستند معلومات پکار و. د پاڼې د پېل سره […]