Month: February 2013

د گندهارا ژباړن

د گندهارا اوسيدونکې لوکک په ۱۵۰ م کې زيږيدلې او په خټه ” يوژي” و ديوژي خلکو په اړه ډيرمعلومات نه لرو خو داسې اټکل دې چې دا د چين کوچيان او په افغانستان کې د کشان سلطنت بنسټ ايښونکي و. لوکک په چيناي بوديزم کی يوه مهمه څټه گڼلې شي او دې د هغو […]

منگل

دا د سانسکرت د هغو تورو نه دې چي د هند د لوې وچې ډېرو ژبو کې يو شان تلفظ کيږي. ددی توري مانا ښه اوسپيڅلې دی اوپه اسمان کې تر ټولو قوي سياره مريخ په هندي کی منگل نوميږي چې د جنگ او د اور سمبول دې. د اوونۍ په ورځو کې منگل وار […]

د يوې پاڼې د زوال کيسه

د ميلادي کال ۲۰۱۱ د جولاي وومه نيټه په انگلستان کی ددی لپاره به ياد وساتل شي چې يو تر ټولو پخوانۍ اوونيزه پاڼه په دی ورځ بنده شوه. ” نيوز اف د ورلډ ” يو سل او اته شپيته کاله پخوا خپريدل پيل کړي و او په ټولې نړۍ کی په ميلينونو ولوستونکي لري. […]

يفتليان څوک و؟

د څلورمې ميلادي پيړۍ په نيماي کې دا سيمې د مرکزي ايشيا د کوچيانو تر بريدونو لاندې و چې په گډه يفتليان يا په انگريزي کې ” هن” نوميږي. دکوچيانو لومړۍ څپه د خاقان خلکو وه چې په ۳۵۰ م کې راپيدا شول. دوي پسې ديرش يا څلويښت کاله وروستو کيداريان راغلل. د پينځمې پيړۍ […]

چارسده يا پشکلاوتي

د پيښور شمال ختيځ کی ديرش کلوميټر په واټن دچارسدې ښار دې. د دريو سيندونو، کابل، سوات او جيندي په غاړو اباد دا سيمه د لرغونو وختونو راهيسې يوه ښيرازه سيمه وه. درې واړه سيندونه وروسته د اباسين سره گډ شي. په لاره تيريدونکو مساپرو به دشيخانو ډيرۍ کې کنډوالې ليدلې چې ځاې خلکود “حصار”په […]

سانسکرت د ژبو مور

د نولسمې ميلادي پيړۍ په ورستيو کې يو انگريز ژبپوه ويليم جونز په کلکتې کې خپل ليکچر کې وويل سانسکرت ، ” د يوناني ژبی نه زياته مکمله ( پورا) د لاطيني نه زياته پراخه او ددی دواړو نه زيات په لطافت سوچه کړی شوی ده. خوبيا هم ددی دواړو ( ژبو) سره کلک تړاو […]

د غريبۍ شپه

  زه د ښار په يو پرايويټ سکول کې معلمه يم او دلته زيات ماشومان د مړو کورنيو نه دي. خو ځينې داسې دي چې کله يې زه د چوټۍ په وخت د پلار يا مور سره وينم نو پوهيږم چې ډيرې پيسې به نه لري. زما د نهم صنف شاگردانو کې کله کله د […]

مياشتې او کلونه

 هندي  د نړۍ ترټولو لرغونې جنتري د آريايانوله وخته رواج شوې وه. دې ته بکرما ( وکرما) جنتري هم واي او ۵۶ ق. م نه پيل کيږي. دا دهوا او د موسم سره تړاو لري اود هند د ويش نه وړاندې په پښتونخوا کې هم خلکو دا نومونه کارول. ددې نهه مياشتې د ديرشو ورځو، […]

سټوپا يا توپ

  دنولسمې ميلادي پيړۍ په سرکی کله چې انگريزپوځيانو په پنجاب کی اړولې (سرچپه) کاسی په څيرجوړښت وليدو نودا يې د مصر د اهرام غوندې مقبره وگڼله. د پنجاب په مانکيال کی داسی ودانۍ په لوړوځايونو کی جوړې وې. د۱۸۳۰ م په لسيزې کی په افغانستان کی په لومړي ځل د المان ، هونيبرگراو د […]