Month: May 2013

پارا چنار

د کرمې پلاز مېنه او د پاکستان په قبايلي سيمې کې تر ټولو لوې ښار پارا چنار پکتيا ته نږدې دې. دلته يوه لويه دچنار ونه وه چې ورلاندې ” پارا چمکنو” خپلې جرگې کولې. د دې نه وړاندې دا ځاې ” توتکي” نومېدو او خلک به يې توتکي وال بلل کېده. د افغانستان پخواني […]

باختري ژبه

باختري د افغانستان هغه لرغونې ژبه وه چې د لومړي نه تر اوومې ميلادي پېړۍ پورې د رسمي ژبې په توگه کارېده. دا په يوناني ليکدود ليکل کېده نو ځينې ژبپوهان ورته په دې اساس ” يونان باختري ” وايي. خو ددې ژبې الفبا د يوناني نه توپير لري. د دې ژبې د ولوستلو لپاره […]

د لرگي کشتۍ

زمونږ کور يو وخت د سيند پر غاړه و او په تېرو څو کالو کې رانه ليرې شوې دې. زمونږ مشرانو به کشتۍ چلولې او د سوونو کا راهيسی ماڼگو له دی سينده خلک پوری راپوری وړي. ما سبق وېلې دې او د تېر يو کال نه کله يو او کله بل اېن – جې […]

کندهار ته اورگاډې

په ۱۸۷۸ م کې د بريطانيې او د روس تر منځ په اروپا کې سيالي پاې ته ورسېده. انگرېزانو هغه وخت د هند په بېلا بېلو سيمو کې د اور گاډي پاټلۍ جوړولې او افغانستان ته د روسي سفارت تگ د دوي اندېښنې تازه کړې. دوي په امير شېر علي خان زور راوړو چې د […]

علي مردان

د ۱۷۷۳ م نه تر ۱۷۹۷ م پورې د پېښور والي علي مردان خان و. دده د ژوند په اړه ډېر معلومات نشته خو دې د تېمور شاه د خپلوانو نه او د دراني ټبر يو مخه ور سردار و. په اوولسمې ميلادي پيړۍ کې د پارس د حکومت له خوا د کندهار والي هم […]

گندمک

په ۱۸۴۲ م کې د بريطانيې حکومت د خپلې خاورې نه په زرگونو ميله ليرې د يوې سيمې نوم واورېدو چې د دوي د تاريخ يوه نه هېرېدونکې کړۍ شوه. گندمک د انگرېز پوځ د مېړانې يو سنگر گڼل کېږي. د جلال اباد نه ۵۶ کلوميټر د کابل په زړې لارې يو وړوکې کلې گندمک […]

په کتاب څه کوې؟

” دومره کتابونه؟” دا پوښتنه هم ده، ملنډې هم او زما په اړه يو ناڅرگنده شک هم. زه هيڅ نه وايم، بس يوه جبري موسکا زما ځواب او دفاع دواړه وي. خو د بل کس دا پوښتنه زما د زغم امتحان وي، ” تاسو په دومره کتابونو څه کوئ؟” زړه مې وي چې وې ترټم. […]

زال او رودابه

يو وخت د کابل باچا مهراب نومېدو چې د ضحاک نمسې و. ده د سيستان والي ” سام ” ته باج ورکوو چې د منوچهر باچا له خوا هلته حاکم و. د څه مودې راهيسې ” منوچهر” ورته امر کړې و چې د کابل صوبه دې هم د ده په سلطنت کې شامل کړې شي. […]

د نای کلا

د غزني ښار په سویل ختیځ کې ۳۰ میله په فاصله د کندهار په شمال او د ارزګان په ولایت کې شامله سيمه يو وخت ” وجيرستان نومېده او په لرغوني پېر کې د زابلستان برخه وه. دلته د لوړو غرونو څمڅې يا غارونه د لومړيو انسانانو د استوگڼې ځايونه و او شاو خوا دوه […]

زنداني نمبر ۱۵۵۵۷

د فروري په اتمه ۱۸۷۲ م په هند کې د انگرېزانو تر ټولو ستر استاځې ( وايسراې) لارډ ميو د شپې اته بجې ووژل شو. د ده قاتل يو اپريدې پښتون شېر علي په تورو اوبو کې بندي و. دې وژنې د بريطانيې په استعماري هند کې چار واکي ولړزول. خو دوي تر وروستيو څرگنده […]