برمکيان ميلادي کال ۷۲۵ کې عرب مسلمانانو د افغانستان په شمال کې د بلخ په ښار کې خپله لومړۍ چاوڼۍ جوړه کړی وه. هغه وخت د ” نوبهار” بودايي معبد لوې مشر ” پارموکهه” په لقب يادېدو. د کوريا يو بودايي راهب “هوي چاو” په ۷۲۶ م کې د چين نه په سمندري بېړۍ کې هند […]
د حافظې نيمگړتيا په ۲۰۰۵ کال کی زه د بي بي سي د ځينو همکارانو سره د کندوز نه سړک د لارې تخار ته ولاړم. زمونږ د سفر وسيله د هغه ځاې يوه عادي ژيړ رنگ ټېکسي وه چې چلوونکې يې د سيمې د ټولو لارو نه خبر و. ماځيگر د بېرته تگ پر وخت ډريور ووېل چې […]
په افغانستان کې د مجسمو جوړولو دود د مور اسطورې مجسمه د نړۍ په ډېرو لرغونو کنډوالو کې رابرسېره شوې ده. مور د هغه وخت د انسان لپاره د ژوند سمبول و چې ماشوم ته يې شېدې ورکولې. زمکه به خلکو ته د مور په شان ايسېده چې بوټي به ترې راشنه شول. بيا يو وخت داسې هم راغلو چې د مور […]
د مونټې کرسټو نواب- خلاصه کاونټ اوف مونټې کرسټو د فرانسوي ژبې ناول دې چې اليگزانډرډوما په ۱۸۴۴ م کی وليکلو. کيسه د فرانسې او د اطاليې ترمنځ د مېډيټرېنيا په جزيرو کی د اوسيدونکو ژوند ښايي او د بدل، انصاف او د مهربانۍ داسی داستان دی چې تلوسه رازيږوي. اليگزانډر ډوما پخپله د نولسمې پيړۍ په سر کی يوې […]
سرزورې اوبه دا اوبه د هندو کش له غرونو نه راووځي او شا و خوا ۴۸۰ کلوميټر مزل وهي. د افغانستان په ختيځ کې دا د کونړ له غرونو تېرېږي او خلک يې په هم دې نوم يادوي. خو دا واورينې اوبه شمال کې مخ په بره هم خېژي او نه سياسي پلې پېژني او نه ددې […]
د پېښوربنسټ د شلمې پېړۍ په وروستۍ لسيزه کې د صوبه پښتونخوا دهغه وخت والي د پيښورښارد گورگټري په سيمه کې د يو تفريحي پارک د جوړولو هوډ وکړو. د پوهنتون استادانو او د ښار مخه ورو په دی اعتراض لرلواو د پېښورځينو روڼ اندو، د والي سره وليدل چې ددې کار نه يې منع کړي. والي، […]
مېزرې يو وخت د پښتنو په کورونو کې د مېزرو نه جوړ يو توکې به ارو مرو موندل کېدو. د کټونو بوڼ او جاروخو به په هر کور کې و. د< فرش پوزې، مصلې، ببوزې، پچۍ (ټوکرۍ) ټوپۍ او د غلې د ساتلو لپاره " پنډېري" به د مېزرو نه جوړېدل. دمېزرو بوټې د سلېمان د […]
د هندوستان پښتانه – مالير کوټله دا کتاب د يو ټبر داستان دې چې مشر يې د سلېمان له غرونو پنجاب ته کډه شوې و. په ۲۰۰۳ م کې د دې سيمې د پښتنو سره د ليدو په وخت خبر شووم چې ددوي نيم نه زيات خپلوان پاکستان ته تللي دي او زيات يې په لاهور کې مېشت دي. په ۲۰۰۸ […]
د غزني دروازه د هند د اگرى په ښار کى د پخوانى مغليه انگورى باغ ته مخامخ په يو کوټه کى هغه دروازه اېښى ده چى په نولسمه پېړۍ کى د انگرېزانو په امر د محمود غزنوى د مزار نه جاټ سيکانو را شوکولى وه. په هند کې خلک اوس هم ورته د سومنات دروازه وايي. دا دروازه […]
لرغون پوهه سوداگر د ۱۸۳۳ ميلادي کال په پېل، د کابل د ختيځې څنډې د کوه تخت شاه په يوه کلا کې اخوند هدايت الله اوسيدو. د ده زامن چارلس مېسن نومي يوه انگريز سره اشنا شول چې لرغوني توکي ورته په زړه پورې وو. يوه ورځ دی يې د خپلې کلا يوه تاک ته بوتلو چې د […]