Month: July 2013

روښاني مقبرې

د پېښور ښارپه سوېل لوېديځ کې کوهاټ ته په لويه لاره، يو وړوکې سړک کوټله محسن خان نومې سيمې ته تاوېږي. دلته د شپاړسمې پېړۍ په نيماي کې يوه کوټله (کلا) نواب مستجاب جوړه کړې وه چې د محراب د پاڅه په يوې کوټې کې د پښتو نامتو شاعر مشر خوشال خان خټک بندي ساتل […]

د بوډۍ ټال

ځينې خلک ورته شنه زرغونه هم واي او د باران نه وروستو د اسمان په څنډو راښکاره شي. پخوانو خلک به وېل چې د کوم ځاې دا ختمېږي، هلته په زمکه کې سره زر وي. يوه کيسه چې به يې راته په ماشومتوب کوله هغه دا چې په اسمان کې يوه بوډۍ ښځه او دا […]

پامير

د نړۍ چت يا بام په نوم د پامير د غرونو سلسله اوس هم نوې ده او خپل طبعي شکل د بدلېدو په حال کې ده. د پاميرغرونه د افغانستان په شمال کې دي چې د تاجکستان سره يې شريکوي د دې غرونو درې لوړې څوکې په تاجکستان کې دي. د پامير د غرونو څو […]

د باره بستي پښتانه

د هندوستان د يو- پي په صوبه کې د گنگا سيند په غاړه د دولسو کليو اوسېدونکي د خيبر پښتونخوا د بازيد خېلو پښتانه دي. دوي ته د مغل باچا جهانگير له خوا هلته زمکې ورکړې شوې او دهند د وېش پورې هم د ودونو او خپلوانو ليدو لپاره پېښور ته ورتلل. هغه کلي اوس […]

زمونږ رېډيو

په يوې وېبپاڼې مې سترگې ولگېدې چې پخواني رېډيوگانو راټولوونکو له خوا جوړ شوې و. د ځينو عکس مې وليدو نو راته خپله پخوانۍ رېديو راياده شوه. د وړوکي صندوق په شان د نسواري لرگي جوړه هغه رېډيو لکه چې د المان وه. د دې ښې لاس ته يوه برخه کې يې گول سورې و […]

ملتان

د ملتان په خاوره د پښتنو دوه نامتو باچاهان بهلول لودي او احمد شاه ابدالي زېږېدلي و. د دې ښار لومړې نوم چې د تاريخ په پاڼو کې ليکل شوې دې ” کاسياپا پوره ” و. د اريايانو په کيسو کې کاسياپا د لمر د دولسو اسطورو پلار و چې د دې ښار بنسټ يې […]

د افغانستان روپۍ او نورې پېسې

تر شلمې ميلادي پېړۍ په افغانستان کې دوه ډوله روپۍ چلېدې. “کابلي روپۍ” او ” هندي روپۍ” چې د دې دواړو ارزښت معلوم او يو بل نه يې لږ توپير لرلو. کابلي روپۍ هم دوه ډوله وه. “پخه کابلي روپۍ هغه وه چې په مشين جوړه شوې او هواره وه. خامه يا کچه کابلي روپۍ […]

د محبوبه او جلاتي کيسه

د پېښور خلکو کې د “جلاتي او محبوبه” کيسه د دېر پخوا نه خلکو کوله او هغه ځاې يې هم په نښه کړې دې چې محبوبه پکې ساتل شوې وه. د نولسمې ميلادي پېړۍ په پاې کې انگريزانو د نامتو کوشان باچا کنشکا د سټوپا لټون کوو. د زاړه ښار په منځ کې يوه لوړه […]

د پېغمبر جومات

د اسلام د پېغمبر په ۶۲۲ م کې مکې نه مدينې ته د هجرت نه وړاندې د مدينې مسلمانانو په يو وړوکي مېدان کې خپل عبادت کوو چې څو د کجورې ونې او کنډوالې يې لرلې. يو نوې مسلمان شوي مصعب بن عمېر به دلته د مکې مهاجرو او انصارو ته لمونځ ورکوو او مخ […]

د دريو زمانو انسان

د نړۍ په دې کره کې زمونږ د ژوند څومره موده وشوه؟ د دې پوښتنې ځواب په هر دور کې د هغو توکو نه معلوم کړې شو چې د نړۍ په يو او بل گوټ کې رابرسېره شول. تر اوسه دا څرگنده شوې ده چې انسانانو ډېره موده د ژوندي پاتې کېدو لپاره په غارونو […]