Month: August 2013

د بېټ نيکه قبر

لسمې ميلادي پېړۍ نيماي ته رسيدلې وه او د کسې غر په لمنو کې پښتنو کوچيانو کېږدۍ ځاې ځاې ښکاري. دا غر د بلوچستان په شيراني ضلع کې دې. د قام يو مشر شېخ بېټني ( بيټ نيکه) د شپې په په غره کې گرځېدو او د خداې مناجات به يې ويئل. وايي چې بېټ […]

د انصاف په کرسۍ

په ۲۰۰۳ م د اوړي په يوه ورځ زه په بيړه د لندن ښار زړې برخې ته ولاړم. “اولډ بيلي” د انگلستان ستره محکمه چې نوم مې ډېر اورېدلې و، په لومړي ځل مې دننه نه وليدو. زما له رسېدو وړاندې نهه بجې نورو خلکو هغه ويډيو ليدلې وه چې پکې د لگښتونو په اړه […]

آي – اېس – بي – اېن

تاسو به د ځينو کتابونو په پوښ څو نومرې د ليکو او د آي- اېس- بي- اېن د تورو سره ليدلې وي. دا د ” انټرنېشنل ستينډرډ بوک نمبر” مخفف دې چې د کتاب د نړۍ واله معيار مانا ورکوي. په ۱۹۶۵ م کې د بريطانيې لوې کتاب پلورنځي ډبليو- اېچ – سميت اعلان وکړو […]

نسوار

د هند په لويه وچه کې د پښتنو د سپکولو يا په دوي د ملنډو لپاره نور قامونه د نسوار ذکر هم کوي، سره له دې چې دا د هند نه علاوه ايران، مرکزي ايشيا، روس، لاطيني امريکا، يورپ او عرب ملکونو کې اوس هم کارېږي او هر ځاې خپل نوم لري. په ۱۴۹۳ م […]

وسلې ته مخه ښه- خلاصه

” اې فېر وېل ټو ارمز ” ياني، “وسلې ته په مخه ښه” د انگرېزي ژبې يو شاهکار ناول دې چې په ۱۹۲۹ م کې چاپ شو. د ناول ليکوال ارنسټ هيمينگوې په ۱۸۹۹ م کی د متحده ايالاتو په ايلينوي کی زيږيدلې و. د زدکړو نه وروسته ده څه موده د ژورناليسټ په توگه […]

حج او روغتيا

سږ کال د سعودي عرب حکومت هغو بوډاگانو ته چې پخپلو پښو نشي گرځيدې، د حج ممانعت او نورو ته يې د حج د فرايضو پر وخت “ماسک” يا نقاب کارول ضرور کړي دي. د دې سبب د سږو او د تنفس هغه ناروغي ده چې په لومړي ځل سعودي عرب کې ځينې کسان وژلي […]

ټويټر – د خبر سرچينه

پخوانيو ژورناليسټانو به سهار ورځپاڼې ولوستلې چې ځان د تازه پېښو نه خبر کړي. اوس زيات يې د کمپيوټر د لارې هر وختې چې يوه پېښه ووشي، سمدلاسه ترې خبر جوړولې او خپرولې شي. په دې کې “ټويټر” تر ټولو وړاندې دې. د ټويټر لپاره د ” نيټ ورک” (د اړيکو جال) تورې کارېږي چې […]

ساکايان څوک و؟

دوه نيم زره کاله پخوا کله چې انسانانو د اوسپنې په دوره کې ژوند کوو نو د تورې بهيرې او د قفقاز د غرونو منځ پراخه سيمه په يوناني ژبې کې د “سيتيا” په نوم پېژندل کيده. دا د اوسني اوکراين خاوره وه چې پکې کوچاني قبايلو ژوند کوو ” سيتيان” نومېدل. دوي د اسونو […]

اخوان المسلمون

په ۱۹۲۸ م د مارچ په مياشت کې د مصر په ” اسماعيليه” ښار کې “حسن البنا” نومې يو ځوان استاد (معلم) د خپل ماشومتوب ملگري احمد اسکري (تلفظ اسوکه ري) او څو کارگرانو سره د يو داسې غورځنگ مخکښان شول چې سلو کالو کې يې د نړۍ په سلو ملکونو کې ريښې وځغلولې. د […]

د کابل تاريخچه

د دې سيمې د نورو ښارونو په څېر، کابل د لرغونې تاريخ په پاڼو کې د بلخ او هرات په شان شهرت نه لرلو. دا د ختيځ لوري ته د حمله کوونکو او کډوالو په لاره کې د دمې ځاې و او داسې اټکل دې چې د برونزو په دوره کې خلکو دلته ژوند پېل […]