Month: May 2015

د پښتنو سيمې او يفتليان

هغه غرونه چې پېښور د بونېر نه جلا کوي، د لومړيو انسانانو د ژوند نښې لري. د مردان نه ۵۰ کلوميټر شمال ختيځ کې د “کشمير سمڅه” يو له هغو ځايونو نه دی چې پکې د اسلام نه د وړاند ې باچاهانونښې وموندل شوې. په نولسمې ميلادي پېړۍ کې د بريطانوي هند يو څېړونکې اليګزانډرکننګهم […]

چشت

د افغانستان د هرات ښار نه ۱۷۷ کلوميټر ختيځ کې چشت ته اوس لږ خلک پېښه کوي. د يوې تنګې درې نه په کنډې کپرې لارې چې خال خال د زالغوزي ونې لري څوک ورتلو ته زړه نه ښه کوي. د چشت نښه د يوې لویې هديرې په منځ کې دوه ګومبدې دي چې ممکن […]

د تورو اوبو شيرعلي

يو لنډ مضمون مې شروع کړو خو څومره چې مې پلټنې کولې، نور معلومات هم رابرسيره کيدل. د ويبپاڼو نه ځينې مقالې مې ولوستلې نو د شيرعلي داستان پوره شوه. د نولسمې پېړۍ يو عام اپريدی چې حالاتو تورو اوبو ته ورسولو. د آنلاين کتابونو په لړ کې دا د شا مامود د کمپوز يوه […]

مومي ګل درانۍ

د لنډو لستوڼو زرغون کميس، په دواړو اوږو سپينه لوپټه، سپين پرتوګ، سپينې دستانې، په سر وړه شنه ټوپۍ او د ټيټو پوندو تور بوټان- دا د مومي ګل تصوير و چې د ۱۹۶۰ م کې په يو کلينډر چاپ شوی و او د پېښور د چایخانو نه واخله تر بانکونو او نورو دفترونو کې […]

لونګ او لونګين

لونګ د ګرمو ساحلي سيمو يوه ميوه ده چې د ونو نه راټولول کیږي. د هند د جنوبي ساحلونو او د ملايا د جزيرو دا ميوه يوه ډېره قيمتي مساله وه چې د وريښمو د لارې به يې مرکزي ايشيا ته وړله. لکه د لاچي او نورو خوشبو لرونکو توکو، لونګ ګران بيه وو نو […]

جمال الدين افغاني

جمال الدين افغاني د اسلام د معاصرې مفکورې پلاراو د نولسمې ميلادي پېړۍ فلسفي شخصیت ګڼل کېږي چې د اروپا مدنيت او د ملا پر فکر ولاړ دین او مذهب دواړه یې د مسلمانانو د پرمختګ او مدنیت د لارې خنډ ګڼل. سيد جمال الدين محمد بن صفدرالافغاني په ۱۸۳۸ م کې د کونړ ولایت […]

تاريخي افسانه

د اسکندر مقدوني او د روښانې واده، داستان دی که تاريخ؟ د شاهنامې ضحاک باچا د غور سلطان و او که يوه افسانوي کرېکټر؟ د ميوند د ملالې کيسه تاريخ دی که افسانه؟ ځينې خلک باور لري چې دا ټول تاريخ دی. خو تاريخ په حقايقو ولاړ وي او شواهد غواړي. کله چې مونږ په […]

د لورالايي باچاهان

د شلمې ميلادي پېړۍ په وروستيو کې لورالایي نه بې شمېره سکې او د خاورو کودړې وموندل شوې. په ۲۰۰۶ م کې نقريي (سپينو) د برهمني سکو په اړه لومړی رپورټ خپور شو. دا باچاهان پارت (پاراته يا پراتا) راجا ګان نومېدل چې په دويم او دريم ميلادي پېړيو کې لورالایي کې يې د سلطنت […]

البترا او اس

د کال ۱۹۹۳ م د اوړي په وتلو مونږ د عمان لرغونې ښار “البترا” (پېټرا) ليدلو ته لاړو. دا ښار دوه سوه کیلومېتر د يوې دشتې نه وراخوا اوس د سېل ځای دی. يوه دره د موسا پېغمبر د تيرېدو روايت لري. خپل منزل ته ورسيدو نو د کنډوالو لاره په يوې تختې په نښه […]