Month: August 2015

د پيښور يادونه

د ۱۹۸۹ م يوه غرمه د بي بي سي په کېنټين کې د ډوډۍ خوړلو پر وخت يوه ښکلې ميرمنې راته پر ميز، کيناستو خپل ځان راوپيژندلو. رجني کول د ۱۹۳۰ م د پېښور خبرې په زړه وې او د ښار د کوڅو او د ژوند خبرې يې راته په خوند خوند کولې. ما ورسره […]

د اوسپنې دوره

د زمکې په کره د انسان ژوند په دريو پړاوونو کې پرمختګ کړی دی. د تيږې(ډبرې) او د برونزو د دورې نه وروستو کله چې اوسپنه يې وموندله نو هر څه واوختل. اوسپنه د نړۍ په هر ګوټ کې په مختلفو وختونو وموندل شوه نوځکه څوک د دې لومړۍ دوره نشي ټاکلې. پنځه زره کاله […]

څلوېښت جينکۍ

په ۲۰۰۵ م اوړي کې د وردګو يوې درې نه تېرېدو چې ليرې د خاورو د رنګ په يوې غونډۍ کې د کلا نښې ښکاره شوې. د هغه ځای اوسيدونکي يو همکار راته وويل چې دا “چهل دختران” نومېږي. د ځايي خلکو له خولې يوه کيسه يې وکړه چې يو وخت جنګ و. افغانستان په […]

ګور ګورې

هر کال د اوړي پېل سره د پېښور په بازارونو کې ګورګورې هم راښکاره شي. دا ځنګلي ميوه په غرونو کې کېږي او په پښتو ژبې کې د تور رنګ په تشبيه کې کارېږي. لکه د ګورګورې وړې تورې سترګې او د تورې ژبې محاوره ډېر خلک واېې. په اولسي سندرو کې د ګور ګورو […]

د ستړو ځاې

شهباز گړه د گندهارا د څلورو لويو ښارونو نه يو و، چې هغه وخت دريو مهمو ځايونو ته د تلونکی لارې په سر وه. دا لارې د کابل نه پشکلا وتي(چارسده) د بونېر نه اوديانه (سوات) او د اباسين په غاړه د هنډ نه، ټېکسلا ته وتلې وې. د ښار په منځ کې “مکام” نومې […]

بايزيد روښان

“کڼۍ” په وزيرو کې هغه شريکه زمکه وي چې د قام په خوښه يو چا ته د د خدمتونو په بدل کې ورکړل کېږي. په اشنغر کې دا سيرۍ نومېږي. ” د جنوبي وزيرستان کڼي ګرام ” (د وزيرو په لهجه کې کڼيګورم) د بايزيد انصاري ټبر ته د ديني خدمت لپاره ورکړل شو. په […]

اوربل

ونه د چنار، ټيک يې به اوربل ما ليدلې زار، پټ پټ يې خندل په پښتو ولسي سندرو او لنډيو کې د اوربل ذکر ډېر کېږي چې کله ورباندې ټيک (ټيکه) ځوړند وي او کله پرې ګلونه اېښودل شوي وي. ښايي د ښځو د ويښتو جوړولو دا سټايل د فيشن نه زيات ضرورت له کبله […]

حماس

د اسلامي مقاومت غورځنګ، په عربي کې “حركة المقاومة إلاسلامية” مخفف حماس دی. په ۱۹۸۷ م کې د اسرايل په ضد، د فلسطين په لومړي پاڅون (انتفاده) کې د مصر د اخوان المسلمون يوې وړې څانګې دا نوم خپل کړو چې ځينې مشران يې په کويټ، اردن او نورو ملکونو کې وو. د فلسطين د […]