Month: April 2016

د حرکاتو ژبه

يو مشر ژورناليسټ راته کيسه کوله چې د پاکستان صدر ضياءالحق چې به کله د خبرو په وخت پخپلې ګوتې پوزه وګروله نو مونږ به پوه شو چې هغه دروغ وایي. تاسو يو چا سره خبرې کوئ، نو د هغه د مخ تاثر يا لاسونو ته مو پام وي؟ دا چې يو کس ورته ريښتيا […]

د اټک غورغشت

د غور غشت يا غرغشت په نوم يو ځای مردان کې دی. بل په سوات او خوست کې هم غرغشت شته. د اباسين پر غاړه د اټک د پښتنو سيمه غورغشتي بلل کېږي او زرګونو کالو تاريخ لري. د دې په ختيځ کې يو ځای “مورتي مېره” ( د بت مېره) د اريايي وختونو نښې […]

زمری

په پښتو او ډېرو نورو ژبو کې “زمری” د ميړانې نښه ګڼل کېږي. د زمري په شان زړه ور، د زمري جګر، د زمريانو خاوره او داسې نور. زمری چې شير او ببر شير هم ورته وايي، د پيشو د نسل نه دی او د نر د مخ چاپېره د ويښتو هاله وي. په ځينو […]

د کړاکړ او ملندرۍ جنګ

الله دې خير ما ته راپيښ کړي سبا به جنګ د ملندرۍ په کنډاو وينه په ۱۶ فبرورۍ ۱۵۸۶ م کې د اکبر باچا ۸۰۰۰ پوځ د بونير په ملندرۍ دره کې داسې مات شو چې مغلو بيا چرې د يوسفزو خاورې ته لښکر وانه استوه. د شيخ ملي د وېش تر مخې نوښار نه […]

ښځونی يا مخنث

د پښتنو په ټولنه کې نرښځی، ښځونک، ښځوکی او د هيجړا لقب د کرکې او ښکنځلو په توګه کارېږي. خو د انسان په تاريخ کې ډېرو نورو ټولنو کې هم د داسې کسانو نه کرکه او ويره کېده چې د ښځې او سړي دواړو خصوصيات يې لرل. روم او يونان کې داسې خلک به يې […]

د هند لوټ شوي کتابونه

د بريطانيې (برټش لايبرېري) په نړۍ کې تر ټولو لوی او شتمن کتابتون دی چې د دې نه لوی کيټلاګ بل چرته نشته. دلته ۱۷۰ ميليونه کتابونه، په لاس ليکل شوي اسناد، مجلې، د غږ او ميوزيک ارشيف، ويډيوګانې، د ډرامو مسودې، د داروګانو فارمولې، نقشې، ټکټونه، انځورونه او خاکې ايښې دي. په لاس ليکل […]

د ګندمک قرباني

دا تصوير د مې په ۲۶ نېټه ۱۸۷۹ م يو انګريز جان برک واخيستو. په دې کې د انګريز پوځي مشر ميجرجينکنز، ورسره پيغ کاويناري، اميرمحمد يعقوب خان، وزيراعظم حبيب الله او د افغان پوځ مشر جنرال داود شاه ناست ښکاري. په دې نېټه امير يعقوب او کاويناري د ګندمک تړون لاس ليک کړی و […]

د هرات مصلا

د افغانستان په لويديځ کې د هرات ښار تيموري دورې د ودانيو لپاره شهرت لري چې مصلا نومېږي. په دې کې مدرسه، جومات او د شاهي ټبرمقبرې شاملې وې. په ۱۴۰۵ م کې د امير تيمور له مړينې سره د ده زوی شاهرخ ميرزا د لوی خراسان باچا شو. د ده پلازمينه په هرات کې […]

جرمني ملا

د اول نړیوال جنګ نه وروسته په پښتونخوا کې د “جرمني ملا” نوم خلکو واورېدو چې د انګريز پر ضد يې فعاليت کوو. د جرمني ملا خپل نوم عبد الرحمان، د پلار نوم يې دين محمد او د صوابۍ د “شوي” اوسيدونکی و. شوي، د يوسفزیو کلی دی، خو په خپله عبد الرحمن اپريدی و. […]